حجاب د دوو شیانو ترمنځ بېلونکي یا پټونکي ته وايي (۱)، په قران کریم د ګڼو معناؤ لپاره کارېدلی دی، د همدې معنا لپاره په دې ایت کې دی:
{ وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ} [الأحزاب: 53]
ژباړه: او که مو له نبوي میرمنو پوښتنه کوله، نو د حجاب له بلې خوا يې ځنې وکړئ.
د حجاب په اړه د مسلمانانو ترمنځ اختلافي او اتفاقي ټکي شته، په یوه مسلمانه ټولنه کې ټولې مسلمانې ښځې هغه اتفاقي ټکي رعایتوي، په خاص ډول زموږ افغاني ټولنه کې يې نامسلمانې ښځې هم رعایت کوي، ځکه د ټولنې لویه برخه مسلمانان دي، نو د هغوی تر تاثیر لاندې اقلیتونه هم اړ شوي چې زموږ مذهبي/کلتوري ارزښتونو درناوی وکړي. ستونزه له دې را جوړه ده چې زموږ خلک/ډلې خپل افکار پر نورو تحمیلوي چې له همدې ځایه فاجعه پيلېږي او د وخت په تېرېدو او خشونت کولو عمق ته رسېږي، اتفاقي ټکي يې باید عملي شي، که په یوه اسلامي ټولنه کې څوک د دې رعایت نه کوي حکومت يې د ټولنې له امله مجبورولای شي چې رعایت يې وکړي، اما په اختلافي ټکو کې پر خلکو جبر کول د هیچا حق هم نه دی حتا که حکومت هم وي، که د واکمنې طبقې خلکو ته خپل فکر سم معلومېږي نو یوازې د توصيې تر کچې نورو خلکو ته ویلای شي، اما جبر يې نه شریعت کې جواز لري، نه قانون کې او نه بشري اخلاق اجازه ور کوي.
د حجاب په اړه د طالبانو تر نوي فرمان وروسته د دیني عالمانو له لوري ډول ډول دریځونه ونیول شول، چا د طالبانو د فرمان حمایت کاوه، څوک د میرمنو پر خوا ولاړ وو نرمي يې کوله، چا د طالبانو د سخت موقف په وړاندې له حجابه د میرمنو د خلاصون په اړه میرمنو ته حق ورکاوه چې خپل واک يې دی، حجاب کوي که نه د یوه انسان په توګه د دې کار د انتخاب او نه انتخاب حق له میرمنو سره دی؛ البته په یوه اسلامي سنتي ټولنه کې به هم د اسلامي احکامو رعایت کېږي او هم د هغې ټولنې د کلتور، هر افراط د تفریط لامل کېږي او په هره نوعه تفریط ډېر افراط ته زمینه سازي کوي. د حجاب په اړه دريځ باید د واضحو نصوصو لارښونو ته په کتو ونیول شي چې خپله ټولنه به يې هم له پامه نه وي اچولې.
د حجاب په اړه لومړۍ لارښوونې قران کریم کړې دي، باید لومړی د قران کریم هدایات تر نظر تېر شي چې د الله کتاب امت ته په دې اړه څه ډول هدایات ور کوي:
{ قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ () وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا مَا ظَهَرَ مِنْهَا وَلْيَضْرِبْنَ بِخُمُرِهِنَّ عَلَى جُيُوبِهِنَّ وَلَا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أَوْ آبَائِهِنَّ أَوْ آبَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ أَبْنَائِهِنَّ أَوْ أَبْنَاءِ بُعُولَتِهِنَّ أَوْ إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي إِخْوَانِهِنَّ أَوْ بَنِي أَخَوَاتِهِنَّ أَوْ نِسَائِهِنَّ أَوْ مَا مَلَكَتْ أَيْمَانُهُنَّ أَوِ التَّابِعِينَ غَيْرِ أُولِي الْإِرْبَةِ مِنَ الرِّجَالِ أَوِ الطِّفْلِ الَّذِينَ لَمْ يَظْهَرُوا عَلَى عَوْرَاتِ النِّسَاءِ وَلَا يَضْرِبْنَ بِأَرْجُلِهِنَّ لِيُعْلَمَ مَا يُخْفِينَ مِنْ زِينَتِهِنَّ وَتُوبُوا إِلَى اللَّهِ جَمِيعًا أَيُّهَ الْمُؤْمِنُونَ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ} [النور: ۳۰، ۳۱]
ژباړه: مومنانو ته ووایه: سترګې دې ټيټې ساتي او د خپلو فرجو ساتنه دې کوي، دا د دوی لپاره د پاکي ډېره ښه طریقه ده، الله د دوی په اعمالو خبر دی، او مومنو میرمنو ته ووایه: سترګې دې کښته ساتي، د خپلو فرجو حفاظت دې کوي او خپل زینت دې نه ښکاروي، مګر هغه چې ښکاره وي، او خپل پړوني دې پر خپلو ګرېوانو را خپاره کړي او خپل زینت دې نه څرګندوي، مګر خپلو مېړو، خپلو پلرونو، خپلو خسرانو، خپلو زامنو، خپلو بُنځیانو، خپلو وروڼو، خپلو ورېرونو، خپلو خورېیانو، نورو ښځو، د دوی مرېيانو او هغه تر لاس لاندې بې شهوته سړي و ماشومان چې د میرمنو په اړه پوهاوی نه لري، دوی دې په ناز و نخرو مزل نه کوي چې پټ زینت يې ښکاره شي او اې مومنانو! ټول د الله لور ته رجوع وکړئ، چې بریالي شئ.
په دې ایت کې زه دوو نکتو ته تم کېږم: یوه يې د زینت په اړه ده او بل يې د پړوني ده. قران کریم دلته ویلي چې زینت دې نه ښکاروي، مګر هغه چې څرګند دی. خلکو له دې مخ اخیستی دی، په داسې حال کې چې مخ يې هدف نه دی، د همدې احکامو په دوام اخیر کې وايي چې په ناز و خرو دې تګ نه کوي چې پټ زینت يې څرګند شي، له دې معلومېږي چې دلته يې هدف د زینت لپاره اضافه شیان دي، لکه پایزیبونه، نو له اوله سره هدف له زینته د ښګلا شیان دي، لکه میخک، غوږوالي، غاړګۍ، پایزیبونه، بنګړي، ګوتمۍ، رانجې او داسې نور. ښکاره يې ګوتمۍ دي، د مخ میخک دی او پټ يې پایزیبونه دي، غوږوالي دي او نور. په قران کریم کې نور ځایونه هم زینت هغو اضافي شیانو ته کار شوی دی چې یا دنیاوي ژوند په ښکلی دی یا د ځمکې د ښکلا باعث کېږي، یا هم نور، دغه لاندې ایاتونه راځئ ولولو:
{قُلْ مَنْ حَرَّمَ زِينَةَ اللَّهِ الَّتِي أَخْرَجَ لِعِبَادِهِ} [الأعراف: ۳۲]
ژباړه: ووایه: چا د الله هغه زینت حرام کړی چې د خپلو بندګانو د ګټې لپاره يې پيدا کړی؟
{وَقَالَ مُوسَى رَبَّنَا إِنَّكَ آتَيْتَ فِرْعَوْنَ وَمَلَأَهُ زِينَةً وَأَمْوَالًا فِي الْحَيَاةِ الدُّنْيَا} [يونس: ۸۸]
ژباړه: او موسی وویل: زموږ ربه! تا فرعون او د هغه ټولۍ ته په دې ژوند کې زینت او مالونه ور کړي دي.
{إِنَّا جَعَلْنَا مَا عَلَى الْأَرْضِ زِينَةً لَهَا} [الكهف: 7]
ژباړه: هغه څه چې پر ځمکه دي موږ ځمکې ته زینت کړي دي.
{تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا} [الكهف: 28]
ژباړه: ته د دنیاوي ژوند زینت غواړې.
{الْمَالُ وَالْبَنُونَ زِينَةُ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا} [الكهف: ۴۶]
ژباړه: مال او زامن د دنیاوي ژوند زینت دي.
{إِنَّا زَيَّنَّا السَّمَاءَ الدُّنْيَا بِزِينَةٍ الْكَوَاكِبِ} [الصافات: ۶]
ژباړه: موږ نژدې اسمان په ستورو ښایسته کړی دی.
{ فَلَيْسَ عَلَيْهِنَّ جُنَاحٌ أَنْ يَضَعْنَ ثِيَابَهُنَّ غَيْرَ مُتَبَرِّجَاتٍ بِزِينَةٍ} [النور: 60]
ژباړه: نو پر سپينسرو ښځو ګنا نه شته چې خپلې جامې کښېږدي خو خپل زینت به نه څرګندوي.
په دې اخیري ایت کې بیخي واضحه شوه چې دلته هدف له زینت څخه مخ نه دی، ځکه سپينسرانو ته د حجاب د نه استعمال اجازه شوې ده خو زینت غړي به نه ښکاروي. د محاسن التاویل تفسیر لیکوال وايي:
أي يتركن التحفظ في التستر بها. فلا يلقين عليهن جلابيبهن ولا يحتجبن غَيْرَ مُتَبَرِّجاتٍ بِزِينَةٍ أي مظهرات لزينة خفية. يعني الحليّ في مواضعه المذكورة في قوله تعالى: وَلا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلَّا لِبُعُولَتِهِنَّ أو المعنى غير قاصدات بالوضع، التبرج.(۲)
ژباړه: یعنې هغه جامه چې دې پرېږدي چې حجاب يې په کاوه، نه دې غټ پړوني یا هم حجاب اچوي او نه دې ستر کوي، خو د زینت ښکارونکې به نه وي، یعنې هغه پټ زینت، هدف په همدې ځایو کې ورڅخه ګېڼې دي لکه چې وايي: زینت دې یوازې خپلو مېړو او… ته ښکاروي، یا دا معنا ده چې سپينسران دې له حجابه ددې لپاره ډډه نه کوي چې هدف يې ځان ښکارول وي.
که پر دې اړه د اخیري خبرې په توګه ووایم چې پر ګرېوان د پړوني تر اچولو وروسته يې ویلي دي چې زینت دې یوازې له مېړه او هلته ذکر شویو کسانو څخه نه پټوي، که هدف يې د مخ پټول وي، نو ولې يې ګرېوان یاد کړی؟ ولې يې نه ویل چې پر مخ دې پردې را ایله کړي یا دې هم مخ پټ کړي؟ ولې يې د زینت په برخه کې هغه ښکاره برخه ځنې بېله کړه؟ پر ګرېوان په پړوني اچولو غاړه او غاړه ګۍ پټېږي خو حتمي نه ده چې له خپل مېړه او یا نورو قریبانو دې غاړه او هم غاړه ګۍ پټه کړي او اصل هدف د غاړه ګۍ پټول هم نه دي، غاړه هدف ده، پایزیبونه نه دي، پنډۍ دي. قران کریم مسلمانه ښځه مکلفه کړه چې خپله غاړه، پنډۍ، لېچونه او… دې له پردو نارینه وو پټ کړي، اما که د خپلو نژدو قریبانو په منځ کې وي، حتمي نه ده چې پټ يې کړي، یوه ښځه په خپل کور کې د وروڼو ترمنځ په دې نه ده مکلفه چې غاړه دې پټه کړي، لېچ دې نه ښکاروي، که په خپله يې څوک وکړي، د هغې خپل واک دی.
هیله ده د زینت موضوع نوره روښانه شوې وي او که څوک پکې ګډوډ شوي وي، هغوی دې یوځل په خپله د قران کریم همدې ایاتونو ته رجوع وکړي، اوس د پړوني نکتې ته راځم:
که ستاسو د ایت ترجمه له ذهنه وتلې وي، یوځل بیا د ایت ترجمه تر نظر تېره کړئ، هلته يې ویلي دي چې پړوني دې پر ګرېوانو را ایله کړي، دا يې نه دي ویلي چې پر مخ دې هم را واچوي، نو مخ بیا له کوم ځای څخه په حجاب کې داخل شو؟ که په دې اړه د قران کریم په نورو ایاتونو کې احکام راغلي وي، نو راځئ هغه ځایونه هم تر نظر وباسو:
{وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ الْأُولَى وَأَقِمْنَ الصَّلَاةَ وَآتِينَ الزَّكَاةَ وَأَطِعْنَ اللَّهَ وَرَسُولَهُ إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا} [الأحزاب: ۳۳]
ژباړه: او(اې د نبي میرمنو!) په خپلو کورو کې اوسئ، تر تاسو د وړاندې جاهليت د زمانې په شان مه راوزئ، لمونځ کوئ، زکات ور کوئ او د الله و رسول يې اطاعت کوئ، حقیقت دادی چې اې اهل بیتو! الله غواړي ستاسو د ګنا چانس ختم کړي او تاسو ښه پاک کړي.
په دې ایت کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم میرمنو ته لارښوونې دي، تر دې ایت وړاندې هم د یا نساء النبي په الفاظو خطاب ورته شوی دی او د دې ایت په اخیر کې هم اهل بیت بلل شوې، نو دلته احکام ټول له دوی سره تړلي دي، که فرض کړو چې ټولو میرمنو ته همدا عام دی، نو بیا د پخواني جاهلیت په شان له ګرځېدا منعه شوې ده نه دا چې په پرده کې هم منعه ده او مخ يې نه دی یاد کړی.
{ يَا أَيُّهَا النَّبِيُّ قُلْ لِأَزْوَاجِكَ وَبَنَاتِكَ وَنِسَاءِ الْمُؤْمِنِينَ يُدْنِينَ عَلَيْهِنَّ مِنْ جَلَابِيبِهِنَّ ذَلِكَ أَدْنَى أَنْ يُعْرَفْنَ فَلَا يُؤْذَيْنَ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا (59) لَئِنْ لَمْ يَنْتَهِ الْمُنَافِقُونَ وَالَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمْ مَرَضٌ وَالْمُرْجِفُونَ فِي الْمَدِينَةِ لَنُغْرِيَنَّكَ بِهِمْ ثُمَّ لَا يُجَاوِرُونَكَ فِيهَا إِلَّا قَلِيلًا } [الأحزاب: 59، 60]
ژباړه: اې نبي! ستا میرمنو، لوڼو او د مومنانو ښځو ته ووایه: خپل غټ پړوني دې پر ځان را واچوي چې وپېژندلې شي، نو به اذیت نه ور کول کېږي او الله ډېر بخښونکی مهربانه دی، که منافقان، هغه کسان چې په زړونو کې يې مرض دی او په مدینه کې شته دروغ خپرونکي له خپلو کارونو لاس وانخلي، نو موږ به تا پر مسلط کړو، بیا به له لنډ وخت پرته دوی ستا سره په مدینه کې هستوګنه ونه کړي.
له دغه ایت څخه معلومېږي چې د مسلمانانو ښځې به بهر ته په وتلو کې د دې لپاره غټ پړوني کاروي چې د بازار/کلي له کوڅه ډبو، بد اخلاقو او مفسدو کسانو څخه ځانونه په خوندي کړي، دوی هر وخت ښځو ته مزاحمت کوي، که به ولیدل شول، یا به ښځو شکایت کاوه، نو دوی به ویل چې موږ د پلانۍ و پلانۍ خیال پر راغی، له دې امله په لار کې ورته ودرېدم، الله تعالی ښځې امر کړې چې د پردې یا حجاب په توګه دې غټ پړوني وکاروي چې د هغوی د بدن کابو ټوله برخه پټه کړي، څو خلک تاسو وپېژني چې دغه پاکې، نیکخویه او مومنې ښځې دي، په دې توګه به د لنډغرو له اذیته په امان شئ، البته که بیا هم هغوی مزاحمت ته دوام ور کړ، نو د هغوی پر ضد د حکومت له لوري د عملي ګام اخطار يې ور کړی دی چې له ښاره يې وباسي یا هم جلاوطنه يې کړي، څو نور خلک عبرت واخلي او هم د فساد و بداخلاقيو مخه ونیول شي او ښځې د امن احساس وکړي. دلته حکومت کولای شي چې مداخله وکړي، که څوک ښځو ته مزاحمت کوي، یا ښځې داسې راوزي چې نارینه وو ته ستونزې جوړوي، یا په ټولنه کې د بداخلاقۍ د خپرېدو سبب کېږي، حکومت د ټولنې په وړاندې مسوولیت لري ، له دې امله به يې مخه نیسي او که توصیه عملي نه شوه، نو له زوره هم کار اخیستلای شي.
جلابیب د جلباب جمع ده، جلباب ګڼې ترجمې لري، یوه عمومي ترجمه يې د اوږده یا غټ پړوني شوې ده، له دې څخه د مخ، لاس او پښو پر پټولو یا پرده کولو استدلال قاطع او پرېکنده نه دی، دا سمه ده چې د دې په اړه د تېرو پوهانو اقوال شته، مګر د ایت له مفهوم څخه دغه شی نه معلومېږي او په وچ زور مخ په حجاب کې ګډول بیا لازمي ګرځول يې له شرعي مفاهیمو سره بې انصافي ده، که څوک دغه مفهوم ځنې اخلي هم پر نورو يې د اجباري کولو حق نه لري، د هر چا د فهم شخصي مسله ده.
که دلته حجاب هم ځنې هدف شي، بیا مخ، لاسونه او پښې هم پکې پټ شي، اما بیا دا نکته هم باید له پامه وانه چول شي چې دا د خوف په حال کې ورته ویل شوي دي، که وضعیت داسې وي چې ښځې له کوڅه ډبه لنډغرو ډار لري، نو کولای شي چې حجاب وکړي، څو پاک لمنې ښکاره شي، مومنې او نیکخویه معلومې شي، د بد اخلاقه خلکو تمه ترې وشکېږي، که وېره نه وي، بیا حجاب لازمي کول هم نه شته، د النور په سوره کې خو د پړوني یادونه شوې ده او زموږ ښځې پړونی هر وخت لري.
{وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِنْ وَرَاءِ حِجَابٍ ذَلِكُمْ أَطْهَرُ لِقُلُوبِكُمْ وَقُلُوبِهِنَّ} [الأحزاب: 53]
ژباړه: او که له نبوي میرمنو پوښتنه کوئ، نو تر حجاب هاخوا يې ځنې وکړئ، ستاسو او د دوی د زړونو د پاکوالي دا ډېره ښه طریقه ده.
دغه ایت څخه پر دې استدلال کول چې له ښځو سره اختلاط حرام دی، سهي فکر نه دی، دلته یوازې د رسول الله صلی الله علیه وسلم میرمنو ته ځانګړی حکم دی، د ایت سیاق او سباق د دې شاهدي ور کوي چې دلته یوازې د نبوي میرمنو په اړه ځانګړي احکام دي، چې دغه حکم يې له هغو یو دی، نو عمومي کېدل يې خلکو ته ستونزې را ولاړوي چې د الله پر کتاب به خلکو ته د نیوکو دروازه خلاصه کړي، داسې مفهوم ځنې اخیستل چې ټولنه ورسره وچه ودرېږي، میرمنو ته ګڼې ستونزې را ولاړې کړي، د خلکو د نیوکو سبب شي، دین ته د ګټې پر ځای تاوان ډېر کوي، د دین مسله د یو چا د شخصي ملکیت خبره نه ده چې هر ډول يې اړوي را اړوي د هغه خپل ملکیت دی، دین د ټول بشریت لپاره دی، که هر څوک يې داسې تعبیر کړي چې بشر ته پکې د ګټې پر ځای زیان رسېږي، ناسم او شخصي تعبیر يې دی، چې پر خلکو يې جبري کول، نه انساني اخلاق ایجابوي، نه په قانون کي جواز لري او نه شرعي مجوِز ورته موندلای شي چې په هغه سره خپل عمل توجیه کړي.
که له دې ایت څخه د اختلاط پر ناسموالي دلیل سهي هم وبلل شي، نو په یوه صنف کې دې د ښځو او هلکانو ترمنځ پرده وځړول شي، په قران کریم کې همدې شي ته اشاره شوې ده، نه دا چې حتمي دې ښځې ماپښین درس وايي نارینه دې سهار، یا دې یوه ډله په یوه صنف کې درس ته حاضر شي او بله ډله په بل صنف کې، په وطن کې د خلکو اقتصاد ضعیف دی، دغه ډول کارونه يې له وسه نه پوره کېږي، نو خلکو او ټولنې ته په کتو باید په اجتهادي احکامو کې نرمي ورسره وشي.
د حجاب په اړه هغه ټکي چې د قران او سنت له مخې اتفاقي دي، خلک يې پر مفهوم سره یوه خوله دي، یعنې پر یوه مفهوم باندې اجماع وي، هغه به مسلمانه ښځه حتمي کوي، هغه لازمي بڼه لري، که یوه مسلمانه ښځه هر ځای وي تر خپله وسه يې په مرعات مکلفه ده، اما هغه ټکي چې د علماؤ پر اختلاف دی، پر مفهوم يې اجماع نه ده شوې، قاطع او پرېکنده نه وي، هغه که یوڅوک په خپله مرعات کړي، د هغه د اجتهاد او علم له مخې به ضروري وي، خو پر نورو مسلمانانو يې جبري کول ناسم عمل دی، خپل فکر پر نورو تپل بې دینۍ ته لار جوړوي، هغه يې د ښکارولو او بیان حق لري، حتا خلکو ته توصیه په کولای شي، مګر وجوبي کول يې خپله انتشار، اختلاف، شخړو او بدبینیو ته زمینه برابروي، د دوی دا عمل په ټولنه کې د بې دینۍ سبب کېږي او له شرعي متن څخه اخیستی برداشت پر نورو تحمیل کول خپله غیر شرعي عمل دی.
راځم دې ته چې په دې اړه احادیثو کې څه راغلي دي؟ دا به بې انصافي وي چې یو څوک یوازې هغه احادیث راوړي چې د ښځې د لڅ مخ په اړه وي، یا هم یوازې هغه راوړي چې د میرمنې د مخ پټېدل ځنې ثابتېږي، زه دا منم چې په دې اړه دواړه ډوله احادیث شته، خو د دې دواړه ډوله احادیثو وجود هم د دې دلیل دی چې د ښځې مخ پټول د هغې واک دی، د رسول الله ص په وخت کې د ښځو مخ پټول یا لڅول خپله د ټولنې اختیار ښيي. زه به يې دلته د مخ لڅولو نمونې د امام الباني له کتاب څخه راوړم:
عن عائشة -رضي الله عنها- قالت: “كن نساء المؤمنات يشهدن مع النبي -صلى الله عليه وسلم- صلاة الفجر متلفعات بمروطهن ثم ينقلبن إلى بيوتهن حين يقضين الصلاة لا يعرفن من الغلس”.
ووجه الاستدلال بها هو قولها: “لا يعرفن من الغلس” فإن مفهومه أنه لولا الغلس لعرفن وإنما يعرفن عادة من وجوههن وهي مكشوفة فثبت المطلوب. ثم وجدت رواية صريحة في ذلك بلفظ: “وما يعرف بعضنا وجوه بعض” .(۳)
ژباړه: له عائشې صدیقې رض روایت دی، دې ویل: د رسول الله ص د سهار لمانځه ته مسلمانې میرمنې په خپل پړوني کې پټې راتلې، تر لمانځه وروسته به خپلو کورو ته تلې چې د تیارې له امله به نه پېژندل کېدې. د استدلال طریقه ځنې داده چې وايي: د تیارې له امله به نه پېژندل کېدې، مفهوم یې دادی چې که تیاره نه وای، بیا پېژندل کېدې او پېژندګولي پر مخ کېږي چې کله لڅ يې، نو لڅوالی يې ثابت شو. بیا مې په دې اړه صریح روایت پيدا کړ، الفاظ يې داسې دي: زموږ ځینو به د نورو مخونه نه پېژندل.
له دې حدیث څخه د مخ پر لڅوالي استدلال شوی دی، امام الباني په دې بحث کې نور هم احادیث او اثار راوړي دي، چې زه يې د مشت نمونه خروار په توګه پر همدې یوه بسنه کوم، دی د همدې بحث په اخیر کې داسې لیکي:
فثبت أن الوجه ليس بعورة يجب ستره، وهو مذهب أكثر العلماء كما قال ابن رشد في “البداية” “1/ 89” ومنهم أبو حنيفة ومالك والشافعي ورواية عن أحمد كما في “المجموع” “3/ 169” وحكاه الطحاوي في “شرح المعاني” “2/ 9” عن صاحِبَي أبي حنيفة أيضًا…لكن ينبغي تقييد هذا بما إذا لم يكن على الوجه وكذا الكفين شيء من الزينة لعموم قوله تعالى: {وَلا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ} [النور: 31] وإلا وجب ستر ذلك ولا سيما في هذا العصر.(۴)
ژباړه: نو ثابته شوه چې مخ نه عورت دی او نه يې پټول واجب دي، همدا د زیاتره علماؤ تګلاره هم ده، لکه چې ابن رشد په البدایه کې همدا خبره کړې، له دې پوهانو څخه امام ابو حنیفه رح، امام مالک رح، امام شافعي رح او یو روایت له امام احمد رحم څخه نقل شوی لکه چې په المجموع کې هم دي، همدا شان امام طحاوي رح په شرح المعاني کې د امام صاحب له ملګرو(امام ابو یوسف او امام محمد) څخه هم دغه قول نقل کړی… خو دا مناسبه ده چې ووایو پر مخ او لاسونو به يې د زینت شی نه وي، ځکه ایت عمومي دی چې زینت به نه ښکاروي، که پر وي، بیا يې پټول واجب دي په خاص ډول نن.
اوس يې د پټولو په اړه روایت راوړم:
عَنْ عَبْدِ اللهِ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، قَالَ: الْمَرْأَةُ عَوْرَةٌ.(۵)
ژباړه: عبد الله رض له رسول الله ص نه روایت کړی چې ښځه ټوله عورت ده.
له دغه حدیث او دې ته ورته نورو استدلال شوی دی چې د ښځې مخ هم عورت دی او پټول يې لازمي دي، که څه هم دغه حدیث ځینو محدثینو تر نیوکول لاندې کړی، خو بیا هم د بل لوري علماء يې صحیح بولي، که يې کره هم وبولو نو په مقابل کې يې نور کره روایات هم شته چې مخ يې نه دی پټ کړی، یوه ډله حق نه لري چې بله ډله له حدیثو منکره وبولي، ځکه د رسول الله ص د وخت ټولنه په دې اړه خپل واکه وه، که چا مخ پټ کړی وي، هم يې خپل واک و، که چا لڅ کړی وي هم يې اختیار ور کول شوی دی، هر څوک چې په کوم حالت خوشاله وي هغه دې وکړي، څوک به په پټ مخ خوشاله وي او څوک په لڅ، دواړه ډلې حق لري چې له دې بشري، قانوني او شرعي حق څخه ګټه واخلي.
زما په نظر پر مسلمانه ښځه لازمي ده چې د پردې لپاره غټ پړونی، یا د اوس وخت تور رنګه حجاب وکاروي، دا هم د ښځې لپاره ګټور دی او هم د ټولنې، په دې حجاب کې به يې غاړه، لېچونه، پنډۍ، ويښتان، غوږونه او سینه پټ وي، دا پر لازمي دي، که په ځینو هیوادونو کې د سر له پټولو منعه کېږي، نو تر خپل وسه مکلفه ده، دا چې وس يې نه لري، بیا دې نه کوي، اما که څوک يې وس لري، دا پرې لازمي دي او د یوه شرعي مکلفیت په توګه به يې هره مسلمانه ښځه عملي کوي، له دې پرته د پښو، مخ او لاسونو په پټولو نه ده مکلفه ده، که یې د خپل اختیار له مخې کوي، پروا نه لري او که يې نه کوي، خپل واک يې دی. هغه لومړي يې اتفاقي ټکي دي، حکومت پکې د مداخلې حق هم لري او دغه وروستي يې اختلافي ټکي دي، چارواکي پکې د مداخلې حق نه لري، که دوی ته د شریعت سهي تعبیر ښکاري، نو خلکو ته يې یوازې توصیه کولای شي جبري کول يې غیر شرعي عمل دی.
په همدې توګه د حکومت مسوولیت دی چې کوم کسان ښځو ته مزاحمت کوي، هغوی ته سزا ور کړي، حتا که لازمه يې وګڼله له یوه ښاره دې بل ته او یا کلیوالو سیمو ته وشړي، په دې توګه به هم نورو عبرت واخلي او هم به ښځې د خوندیتوب احساس وکړي، نه دا چې یوازې پر ښځو باید احکام عملي شي، ښځې په یوازې سر د اخلاقي فساد ترویج نه شي کولای، له ښځې سره حتمن کوم نارینه هم وي، نارینه ورته موټر برابروي، پیسې ور کوي، ټلیفون ورته کوي، ځای ورته سموي، زمینه ورته مساعدوي، زیاتره وخت لومړی نارینه دعوت ور کوي، نو باید چې نارینه هم سزا وویني، څوک چې ناسمې کړنې کوي، هغوی باید سزا وويني، په دې اړه باید واضح قوانین موجود وي چې خلک په خبر شي.
۲۰۲۲/جون/۱۰
سرچینې:
۱)معجم اللغه العربیة المعاصرة: ۱۳۳۰ ماده ح ج ب: ۱/۴۴۴)
۲) تفسير القاسمي = محاسن التأويل (7/ 407)
۳) جلباب المرأة المسلمة في الكتاب والسنة (ص: ۶۵)
۴) جلباب المرأة المسلمة في الكتاب والسنة (ص: ۸۹)
۵)جامع الترمذي، ابواب الرضاعة ۱۸ باب ح: ۱۱۷۳)
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.