پټریوس:روسیه به په اوکراین کې تر افغانستان ډېر زیان وویني

336

پټریوس:روسیه به په اوکراین کې تر افغانستان ډېر زیان وویني.

ډیویډ پټریوس چې په افغانستان او عراق کې یې د څه مودې لپاره د امریکایي پوځیانو قومنده پر غاړه لرله وایي چې اوکراین به د تلفاتو له اړخه روسیې ته تر افغانستان ډېر خطرناک ثابت شي. هغه له سي‌ان‌ان سره په تازه مرکه کې زیاته کړې ده چې ان اوس لا په اوکراین کې د روسي سرتېرو تلفات په عراق کې د امریکایي پوځیانو تر تلفاتو ډېر دي. هغه زیاته کړې ده چې که روسیه په اوکراین کې خپلې جګړې ته دوام ورکړي نو له شک پرته به یې تلفات تر هغه ډېره وي چې په ۱۹۸۰ لسیزه کې یې د شوروي اتحاد په مشرۍ په افغانستان کې ورکړي وو. پټریوس څرګنده کړې ده چې پر اوکراین د روسیې برید په نظامي لیکو کې د روسي سرتېرو د ضعف ټکي ډېر ښه روښانه کړي دي. هغه ویلي داسې ښکاري چې روسي پوځیانو په تکتیکي برخه کې هیڅ زده کړې نه دي کړې، همدا لامل دی چې ډېر تلفات هم ورکوي. نوموړی وایي، دی فکر نه کوي چې روسي پوځیان دې د پلازمینې کې‌یف او یو شمېر نورو لویو ښارونو په نیولو بریالي شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.