هغه ښځه چې نړۍ ته یې بدلون ورکړی دی

هیلۍ اسد

289

اپرا ګیل ویفري چې په انګلیسې کې
( Oprah Gail Winfrey )ویل کېږي

تورپوستي افریقایي امریکایي په ۱۹۵۴ م کال د جنورۍ په ۲۹ زیږېدلې ده
اپرا وینفري د نړۍ د هغه ښځو له ډلې ده چې، نړۍ ته یې بدلون ورکړی دی
نوموړې لومړنۍ میرمن ده چې د ټلویزیون په پرده ښکاره شوه
وینفري په ۱۹ کلنۍ کې د امریکا په ناشوېل ښار کې په ټلویزیون کې خبرونه وویل.
وینفري د نړۍ په تاریخ کې د تور پوستو یوه ډېره مشهوره او مبارزه څېره ده
هغه د ۲۰ پیړۍ د امریکا تر ټولو د ډېرې سرمایي درلودونکې ښځه شوه
هغه اوس په نړۍ کې نامتو او پیژندل شوې ټلویزیوني مرکه کوونکې ده.
په ۱۹۸۶ کال کې په اوپرا وینفري نندارې باندې مشهوره شوه او ۲۵ کاله مخکې یې خپل کار په خپل ټلویزیون یعنې اوپرا وینفري کې پیل کړ.
د دې تر څنګ نوموړې ځینې خیریه کارونه هم کړي، دوه خیریه بنسټونه یې جوړ کړي او خپلې میلیونونونه پیسې یې خیرات کړي دي
وینفري څو کاله وړاندې د نړۍ د هغه ښځو په ډله کې حساب شوه چې، نړۍ ته یې بدلون ورکړی دی او نوم به یې په تاریخ کې لیکل کیږي
وینفري د اوسکار جایزې ګټونکې ده
دې د دې جایزې سربیره ډېرې نورې جایزې هم ګټلې دي.
هغه د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما او د هغه میرمنې میشل اوباما ته له نږدې دوستانو ده.
وینفري له دې سربیره چې، په ټلویزونې برنامه چلوونکې ډېره مشهوره ده بلکې د هالیوډ په یو شمیر فلمونو کې یې هم کار کړی دی
هغې په لسګونو کتابونه لیکلې دي چې د خپل ژوند، بریا، ستونزو، مسلک، او د ښځو او امریکا کې د ژوند ډېره برخه رانغاړي…
اپرا وینفري د خپلې بریا او لاسته راوړنو لس رازونه ویلې دي.
__________________________________

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.