له هنګري د کیف شکایت چې اوکراین ېې افغانستان سره پرتله کړی

732
11 ساعتونه مخکې

بریتانيا وايي روسيه عمداً په جګړه کې د خپلو وژل شوو عسکرو شمیر ناسم خپروي. د اوکراین په شرق کې ۳ کسان وژل شوي او ۴ ټپيان دي. کیف بیا د هنګري پر صدراعظم ویکتور اوربان سخت غوسه دی چې اوکراین ېې له افغانستان سره پرتله کړی.

د بریتانیا دفاع وزارت وايي روسېې ويلي وو چې په دونيڅک سيمه کې د نوي کال په شپه، په یوه اوکرايني حمله کې ېې ۸۹ عسکر ووژل شول، په داسې حال کې چې د بريتانیا استخباراتي ادارې رپوټ وايي په هغه بريد کې له ۳۰۰ ډير روسي عسکر ووژل شول.

رپوټ وايي د یادې حملې په هکله د ناکره معلومات ورکړه، د ټيټ رتبه چارواکو د غلطو رپوټونو ورکړه او د لوړپوړو چارواکو له خوا په لوی لاس د درواغو د تصدیقولو نتیجه ده. زیاته شوې چې روسي چارواکي دغه کار له دندې څخه د ګوښه کېدو له وېرې او دا چې خپل شکست ېې بې اهمیته ښودلی وي، ترسره کوي. د بریتانیا دفاع وزرات هره ورځ د اوکراین په جګړه کې د مرګ ژوبلې ارقام خپروي.

د اوکراین په شرقي ښار کوستیانتينيفکا کې د شنبې په ورځ د هستوګنې پر یوې سېمې په روسي حمله کې درې تنه وژل شوي او لږ تر لږه دوه نور ټپيان دي. د سېمې والي، پاول کريلنکو، پر ټيلګرام ليکلي چې په دغه حمله کې څلور اپارتمانونه او يو هوټل تخریب شوي دي. هغه وويل چې پولیس د پيښې ځای ته رسيدلي تر څو «د روسي یرغلګرو يو بل جنایت ثبت کړي.»

د جګړې تر ټولو سخت میدانونه

د اوکراین ولسمشر، ولاديمير زيلنسکي، په لومړيو جبهو کې جنګي وضعیت «نهایت حاد» ښودلی په ځانګړې توګه په شرقي سیمه دونيڅک کې چېرته چې روسیې خپلو حملو ته شدت ورکړی دی.

زیلنسکي د اوکراین په شمال شرق کې د بخموت او د دونيڅک جنوب شرقي سیمه ووهلدار یادونه کړې چې تر ټولو لوېې جګړې په کې شوي دي. په تېره بیا بخموت د روسي قواو په پر له پسې حملو کې سخت ځپل او دوړه دوړه شوی دی.

د آلمان ليوپاډ ۲ جنګي ټانکونه
د آلمان ليوپاډ ۲ جنګي ټانکونهانځور: Sean Gallup/Getty Images

کیف وايي، اوکرایني ځواکونو د جمعې په ورځ په شمال شرق او شرق کې له روسي ځواکونو سره چې هڅه کوي د جګړې لومړۍ کرښې والوځوي، سخته مقابله کړې ده.

کیف زیاتوي د جګړې وضعیت ته په کتو، مخکې له دې چې د غربي متحدینو لخوا ژمنه شوي ټانکونه اوکراین ته ورسيږي، دوی ډيرو وسلو ته اړتیا لري تر څو ېې د روسي ځواکونو د حملو مخه ډب کړي وي.

اوکراین ته د ټانکونو ورکړه او پر جګړې یې اغیز

په فرانسه کې د اوکراین سفير خبر ورکړ چې له مختلفو هیوادونو له خوا اوکراین ته د ۳۲۱ درنو ټانکونو د استولو ژمنه شوې ده. د اوکراين پوځ عمدتاً د شوروي اتحاد د وخت پر ټانکونو متکي دی او له کله چې روسېې پر دغه هیواد پوځي يرغل کړی، کیف له خپلو غربي متحدینو څخه د غرب ساخت پرمختللو ټانکونو پر ورکړې ټينګار کړی دی.

د پولند صدراعظم ويلي دي چې هیواد به ېې اوکراین ته د آلمان ساخت ۱۴ لیوپارډ ټانکونو علاوه، ۶۰ اضافي ټانکونه وليږي. د رپوټونو له مخې آلمان، بریتانيا او امریکا متحده ایالاتو اوکراین ته د پرمختللو ټانکونو د استولو ژمنې کړي. فرانسې مخکې ويلي وو چې په دې هکله فکر کوي.

د اوکراین جنګ او سیاست

شمالي کوریا د شنبې په ورځ اوکراین سره د امريکا د ټانکونه ژمنه وغندله. د دغه هیواد دولتي خبري آژانس KCNA د رپوټ له مخې، شمالي کوریا ادعا کړې چې واشنګټڼ په دغه اقدام سره د نیابتي جګړې د ګټلو له پاره آن له ټاکلې «سرې کرښې څخه هم لا ډير اوښتی دی.»

د ملګرو ملتونو د مهاجرت اداره وايي چې روسيه د جګړې پر وخت اوکرایني ماشومانو ته روسي پاسپورټونه ورکوي تر څو ېې هغوی راخپل کړي وي. دغې ادارې ويلي دي چې روسېې په دې کار سره د«ماشومانو د حفاظت بنسټیز اصول» تر پښو لاندې کړي دي.

 

د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان
د هنګري صدراعظم ویکتور اوربانانځور: ATTILA KISBENEDEK/AFP/Getty Images

د اوکراین ولسمشر، ويلي دي چې د ۲۰۲۴ کال په المپيک مسابقو کې د روسي ورزشکارانو د ګډون د مخنيوي له پاره یو نړیوال کمپاين په لاره اچوي. ولاديمیر زيلنسکي دغه خبره وروسته له هغې وکړه چې د سپورت وزير ېې وویل چې دوی به د فرانسې له لوبو سره بایکاټ وکړي که چېرته روسي او بلاروسي ورزشکاران په کې برخه واخلي.

بل لوري ته جاپان پر اوکراین د روسېې د وروستيو توغندویزو بریدونو په غبرګون کې مسکو باندې تحریمونه لاپسې سخت کړي دي. په نوو تحریمونو کې د ممنوعه صادراتي توکو په لیست کې زیاتوالی او د روسي چارواکو او روسي شتمنيو کنګلول شامل دي. مسکو ېې په غبرګون کې ويلي دي چې د جاپان تحریمونه د اندېښنې وړ نه دي او دوی د دغه ډول تحریمونو لاندې ژوند کولو سره سازګاري کوي.

کیف د جمعې په ورځ وويل چې د هنګري سفير د شکایت په خاطر احضاروي. کیف ويلي دي چې د هنګري سفير، د هنګري د صدراعظم ويکتور اوربان «په بشپړه توګه د نه منلو وړ» څرګندونو څخه د شکایت په خاطر احضاروي. د اوکراین د بهرنيو چارو وزارت ویاند، اوليګ نيکولینکو، ويلي دي چې اوربان خبریالانو ته ويلي دي چې اوکراین داسې یوه خاوره ده چې باید انسان ورنشي او دا چې هغه ېې له افغانستان سره پرتله کړی دی.

له دې ټولو سره سره، د روسېې ګاز پروم شرکت د شنبې په ورځ وويل چې په دغه ورځ د اوکراین له لارې اروپا ته ۲۴ اعشاریه ۳ میلیون کیوبیک ميتره ګاز استوي.

دویچه ویله

 

/////////////////////////////////////////////////

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.