د بشر دوستانه مرستو دوام

387

د بشردوستانه مرستو پر دوام؛ ۳۲ میلیونه ډالر نغدي مرسته کابل ته را رسېدلې ده.

افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د بشردوستانه مرستو پر دوام نن ۳۲ میلیون ډالر نغدي مرسته کابل ته را رسېدلې ده. د افغانستان ا.ا د سیاسي دفتر ویاند ډاکتر نعیم پر خپل ټویټر لیکلي دي چې له افغانستان سره د بشرپاله مرستو پر دوام د ۳۲ میلیون امریکایي ډالرو بله کڅوړه نن کابل ته را رسېدلې ده. په ورته وخت کې د افغانستان بانک ویلي چې دا مرسته به په هېواد کې د بشري او اقتصادي ناورین د کنټرول برخه کې ګټوره ثابته شي او دغه راز به د افغانۍ ارزښت لوړوالي سره هم مرسته وکړي. د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته امریکا په نړیوالو بانکونو کې د افغانستان مالي شتمني کنګل کړې ده چې ورسره جوخت په هېواد کې اقتصادي او بشري وضعیت ترینګلی شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.