پـر خـوشـحال بـانــدې دې قدر دی نوروزه
خوشحال پوهنه
اشعار
۴۴
ما د نوي کال او نوروز د هرکلي په پاره تر اوسه د خوشحال له کلیاتو او پسرلنیو اشعارو نه څو ځلې استفاده کړې ده او د همدې ورځې په پار مې د ده اشعار انلاین کړي دي. د تېرو کلونو د نوي کال په مناسبت چې ما د خوشحال بابا کوم اشعار درنو لوستونکو ته وړاندې کړې دي، د هغو ځینې بیتونه دا دي:
د نـوروز مـنـت پـــه بــاغ دی پــه صــحرا هـم
نـــورانـي یـې شـي لـــه فـیـضـه هــغــه، دا هـم
چې پـــه بـــاغ کـې رنـگـارنگ گــلونـه وا شـي
غــــنـیـمت ده د گـــلــــونــــــــو تــمــــاشــا هـم
لـخـلـخـې د نـــوبــهــار پــه هــــر مــشــام ځـي
گــلــدستې یــې څـنـډوي پــیــر و بــــرنــــا هـم
(د خوشال کلیات، د زاهد مشواڼي اوډنه، د ۲۰۰۵ کال چاپ، ۴۰۹ ام مخ)
*****
څــو پـــه بــاغ کـې لا یـــو گـل د نـوبـهار شته
د بــلــبــلو د تـــوتـیـانــو پــــرې چــغــار شـته
نــن دې غـم لـه مـا نـه ځـان ساتـي کـه ښـه کا
چــې پــــه سـیـل د بــهــار راسـره یـــار شـتـه
چــې لـــه یـاره سـره مست د گـلـو گـشت کړم
مـحـتسب کـه را نـــږدې شـي پـــایــزار شــتـه
(د خوشال کلیات، د زاهد مشواڼي اوډنه، د ۲۰۰۵ کال چاپ، ۱۸۰ مخ)
د خوشحال خټک غوندې فرهنگي ــ سیاسي شخصیت هېڅکله نه هېرېـږي، ځکه چې ده د خپلو افکارو او اثارو په ترڅ کې د خپل وخت د ژوند پر ډېرو اړخونو رڼا اچولې ده، د همدې لپاره خوشحال خان خټک ته د خپل وخت د سیاست، ادب او په ټول کې د فرهنگ رڼه هینداره ویلای شو.
دا ځل یې ما د کلیاتو د غزلونو له برخې څخه د نوي کال له پاره د ده داسې یو غزل انتخاب کړی دی چې د نوي کال او نوروروز خبرې په کې شوې دي:
بـــړ ــ بـــړ رایـشـه نــــوروزه دل افــروزه
ستا په وخـت مې اسوده شي ستـرگې پـوزه
ستا پـه وخـت ستـرگې د بـاغ گلـونه گوري
پـوزه هــم کـانــدي د بـوي خـوښي انـدوزه
غـوږ لا هـم ستـا له طـفـیـله حـظ حاصل کا
مـغـنـي شـي عـنـدلـیـب پــه څو ـ څو سـوزه
پـه وصال د مـعـشـوقې عـاشق فـیـروز شي
د گـلـزار پـه وخـت بــلــبــلــه وي فـیـروزه
خپل غوږونه ورته څک کړه گوندې واورې
راز د مـــیـــنــې د بـــلـــبـــلـــو لـــه للـوزه
د نــوروز لــه فـیـضـه بـوټـي خالي نـه وي
فـیـض یـې رسي هـم ترسپاندې هم ترځوزه
کــه هــمــه عــمــر د بــاغ گــلــونـه گـورم
زمــا خـــوا بـــه پـرې سـړه نـه شي هنوزه
د بــهـــار هـــوا هـــرگــــوره ښــه هــوا ده
کــه افـــت ورپــسې تـــه نــه وې تــمــوزه
پــه راتـــلـه ورلــره ډېـرې خوښۍ راوړې
پـر خـوشـحال بـانـدې دې قدر دی نوروزه
(د خوشال کلیات، د زاهد مشواڼي اوډنه، د ۲۰۰۵ کال چاپ، ۱۴۰ مخ)
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.