له متخصص بشري ځواک دې؛ د افغانستان د اقتصادي خوځښت لپاره کار واخیستل شي

623

اشرف غني: له متخصص بشري ځواک دې؛ د افغانستان د اقتصادي خوځښت لپاره کار واخیستل شي.

مخنیکی ولسمشر اشرف غني وايي په افغانستان کې د ډاډ او رښتینې سولې رامنځ ته کولو ته اړتیا ده. نوموړي د نوي کال په مناسبت په تازه خپاره کړي پیغام کې ویلي چې په افغانستان کې د دایمي سولې او ثبات د راوستو په موخه یوه ملي بحث ته اړتیا ده چې ټول افغانان د یوه با ثباته هېواد د جوړولو لپاره پکې خپل نظریات شریک کړي. هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې د حکومت ملي او نړیوال مشروعیت ته اړتیا ده او تر هغه چې ملي مشروعیت نه وي رامنځ ته شوی، نړیوال مشروعیت رامنځ ته کېدل ګران کار دی.
مخکیني ولسمشر اشرف غني همدا راز ټینګار کړی چې په افغانستان کې اقتصادي خوځښت ته اړتیا ده او په خبره یې دغه هېواد باید نور د بشردوستانه مرستو مستعمره نه وي، بلکې یو ډاډ دې رامنځ ته کړل شي چې د افغانستان خلک په کار بوخت شي، پانګونه وشي او افغانستان له اوسني ناوړه اقتصادي وضعیت وژغورل شي. دده په خبره په افغانستان کې دمګړی د اقتصادي ودې لپاره امنیت رامنځ ته شوی دی، نو اوسني حکومت ته په کار ده چې نووو فکرونو، متخصیصینو او په کار پوه خلکو ته د فعالیت زمینه برابره کړي څو میلیونونه افغانان په کار بوخت شي.
هغه ټینګار کړی چې په افغانستان کې یوه دایمي ډاډ ته اړتیا ده، څو هر افغان ډاډه شي چې په هېواد کې یې شتمني، شخصیت، فکر، پانګونه او هر څه خوندي دي. اشرف غني زیاته کړې، که نوی حکومت د متخصصو شخصیتونو پلانونو ته ارزښت ورکړي، نو د افغانستان صادرات او تولیدات به په څو کلونو کې څو برابره شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.