دلته نجلۍ اوسیدل لا هم جرم دی

ډیوه سهاک

876

له تېرې ورځې يې
خوښۍ سترګو کې برېښېدلې؛
هيڅ د نوي کال کيسه کې نه وه،
نه يې خوښي وکړه او نه هم کوم ځاى ته چکر لاړه
همدا به يې ويل:
لخيره بل سبا ښوونځي مو پيلېږي.
دغه ده يو کال مو پاتې!
فارغې به شو په خير!
او بيا…..
د دغې بيا کلمې سره به غلې شوه،
بې ځوابه به پاتې شوه،
ځکه چې د راتلونکي په اړه
له وړاندوينې
او برنامې جوړولو څخه ناهيلې ښکارېده،
وېريدې؛
ویل يې! هسې نه چې هرڅه همداسې آسانه ختم شي،
د ادې به مې ورپام شو،
ويل به يې:
پاڅېږئ!
شيطان يې درښيي؛
د شيطان مه منئ!
تشويش مه کوئ!
خداى مهربانه دى!
هرڅه به سم شي!
خوبونه به مو رښتيا شي!!!
نجونې په سل شور و شوق لاړې؛
ځانته يې د ښوونځي له پاره اوږدې جامې واخيستې،
ما ويل کالي مو په ځان برابر دي؟
ماته يې سايز لوى ښکاري؟
ويل هو لږ لوى دي!
خو قصدا مو اخيستي!
هسې نه په دې بهانې مو ښوونځي ته پرينږدي،
تر دې به دا ښه وي؛
چې له مخکې ځان چمتو کړو،
بيګا يې جامې اتو کړې،
زر او يو امېدونه يې زړه پورې وګنډل،
زر او يو خوبونه يې ولېدل،
ټوله شپه ويده نشوه؛
ويل سهار راباندې ناوخته نشي،
سهار لمانځه نه وروسته يې جامې واغوستې،
سپين د پريښتو څادر يې په سر کړ،
پرته له ډوډۍ خوړلو ووته!
ورغږ مې کړ!!!!
حنظله جانې!
راشه زړګۍ ډوډۍ دې وخوره،
بيا لاړه شه!
ويل نه خورجان!!
ناوخته کېږي،
ښوونځي کې ډېر کارونه لرو، بايد هرڅه تنظيم کړو،
نن لومړۍ ورځ ده بايد په وخت ورشم،
د څو شيبو په تېرېدو حنظله ګکه مې بېرته راوګرځېده،
ما يې فکر بدلول غوښتل نو ومې ويل:
لا د ښوونکو ستونزه نه ده حل شوې،
دا چې حل شي نو ښوونځي پيلېږي له خيره.
په ژړغونې غږ يې وويل:
خورې هسې خبرې مه کوه!!
ماشوه خو نه يم؛
يو ځل بيا يې زمونږ ښوونځي راوتړل،
يوځل بيا يې زمونږ د زده کړو مخه ونېوله،
يو ځل بيا يې دا ثابته کړه!
چې فکرونه نه بدلېږي،
يو ځل بيا يې وښوده؛
چې دلته جلۍ اوسېدل لا هم جرم دى!!!!!!

افغانستان
زده کړې
محروميت

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.