د  وينو پور

احسان الله ارینزی

782

 

دوى دواړه چې كمكيان وو، په هېڅ نه پوهېدل. دواړو به يو ځاى لوبې كولې، دواړو به يو له بل سره غېږې نيولې، يو له بل سره به يې خندل، يو له بل سره به يې ژړل، يو د بل ګريوانونه به يې څېرل او يو ځاى به ښوونځي ته تلل. يوه روځ د دوى ښوونكې حاجي عمر دوى ته وويل:

_ شاباس ګلاليو بچيانو! زه چې تاسو يو ځاى وينم، ډېر خوشاله كېږم.

دوى دواړه د خپل ښوونكي په خبره پوه نه شول. ولې ښوونكې د دوى په ملګرتيا خوشاله كېږي؟ دوى داسې ګومان وكاوه چې ښوونكى به ټولو هغه  هلكانو ته چې يو ځاى ګرځي همدا خبره كوي!

كلونه ورو_ ورو او ډېر خونړى تېرېدل. پرديو په وطن يرغل كړى و او د كلي په لمن اورونه لګېدلي وو. د دوى دواړو پلرونه په دې جګړه كې وژل شوي وو او ډېر وخت كېده چې د دوى ښوونځى هم لولپه شوى  او يوازې د تورو خاورو ډېران يې په ځاى پاته و.

  

اوس نو څو مياشتې كېدې چې دوى دواړو له خپلو كتابونو سره هم، خداى پامانى كړى وه او هره روځ به يې كلاشنكوفونه ښکنه پورته كول.

يوه روځ لطيف له خپلې نيا څخه پوښتنه وكړه:

_ انا ته ولې هر وخت ما ته وايې چې هادي زموږ دښمن دى!؟ دښمنان خو دغه شين سترګي دي چې زموږ په وطن راختلي او هره روځ خلك وژني.

انا شا او خوا وكتل او ځواب يې وركړ:

_ هو بچيه هادى ستا دښمن دى چې نېغ نېغ ګرځي او ته ورته ګورې!!

لطيف بيا پوښتنه ترې وكړه:

_ انا ته هغه ولې دښمن بولې؟

انا ژر ځواب وركړ:

_ سترګي دې ړندې شه، څنګه دې ځان ناپوهه اچولى دى.

لطيف په ژورو سوچونو كې لاهو شو. مور يې څو  ځلې ورته ويلي و چې د هادي غورنيكه شپږ شلې كاله مخكې د ده غورنېكه وژلى دى . نيا يې غوښتل دى په دې وپوهوي چې بايد له هادي سره دښمن واوسي او د خپل نيكه كسات  واخلي. مور يې ورته ويلي و چې د دوى د نيكه ګانو پر غرنى ورشو دعوى وه، يوه روځ د ده غورنيكه د هېواد په پولو كې په پټه ووژل شو او کال وروسته د هادي نيكه يدلته د كلي د ورشو غټه برخه لاندی کړه.

په دې روځ لطيف له خپلې نيا څخه پوښتنه وكړه!

_ انا ته په دې ډاډه يې چې د هادي غورنيكه زما نيكه وژلى؟ څوك هلته ولاړ وو او دا مرګ يې په سترګو ليدلى؟

نيا يې ورته وويل:

_ ډېر بې غيرته سړى يې! اوس چې شپږشلې كلونه تېر شوي او ټول خلك وايي چې ستا نيكه همدوى وژلى، ته اوس قاضي شوى او خبره بيا له سره سپينوې!

لطيف ځواب وركړ!

_ انا هغه وخت انګريزان زموږ وطن ته راغلي وو، لكه اوس چې دا نور شين سترګې راغلي دي. هېڅوك دا نه شي سپينولى چې د هادي غورنيكه به زما نيكه ويشتلي وي، ګوره دوى دواړه جګړې ته تللي وو، دا څنګه زما د نېكه له وژلو ډېر كلونه وروسته دلته دا خبره وشوه چې هغه به زما نيكه وژلى وي، كېداى شي ریښتبا نه وي. كېداى شي چې زما نيكه به په جګړه كې وژل شوي وي.

نيا د خپلو سترګو اوښكې پاكې كړي او  په غوسه يې وويل:

_ او كېداى شي چې د هادي نيكه ويشتلي وي! ټول خلك همدا وايي. موږ ټولو همدا خبره منلې ده. اوس شپږ شلې كلونه په دې خبره تېر شوي دى؛ خو موږ په كور كې نر نه لرو، په تاسو كې غيرت نه شته او كه نه اوس به د وخته دا كسات اخستل شوي و!!

لطيف غلى ناست و او هېڅ يې نه ويل. نيا يې بيا ورته وويل:

_ په  تا باندې د سرو وينو پور دى. ما دې پلار هم په دې خبره پوهولاى و. دى كسات ته تيار شوى و؛ خو مرګى وخت ور نه كړ او په شهادت ورسېد. د هادي پلار دې خداى نه بښي، هم په همغه جګړه كې مردار شو. مخكې له دې نه چې موږ يې مردار كړو، شين سترګو مردار كړ.

لطيف ته غوسه ورغله، مخ او وچولى يې سره غوندې شول، د وجود د رګونو وينه يې ګړندۍ شوه او يوه ټكي ته ځېر شو.

نيا يې بيا هم ورته وويل:

_ بچيه په تا باندې د وينو پور دى. خلك شپږشلې كاله تاسو ته په سپكه سترګه ګوري، تاسو بې غيرته بولي! نيكه دې په همدې بې غيرتۍ كې مړ شو، بابا دې هم په تلتك كې ومړ، پلار دې  په اوسنۍ جګړه كې شهيد شو او دا دى ته به يا دا پور پرې كوې او يا به ټېټو سترګو ګرځې.

لطيف له خپله ځايه پاڅېد. ټولې وينې يې په جوش راغلې وې او په وچولي باندې يې د خولو غټ_ غټ څاڅكي له ورايه ځلېدل.

څو روځې مخكې يوه همزولي هم ورته ويلي و.

_ كېنه بې غيرته كه ډېر نر يې لومړى خپل غور نېكه وګټه؟!!

***

پرديو لښكرو د دوى په كلي يرغل راوړى و. څو مياشتې كېدې چې لطيف د هادي د وژلو په فكر كې لالهانده و، نه يې  خوب درلود او نه ارام. نيا به هره شپه ورته ويل چې دا ډېر ښه وخت دى. هسې هم جګړه روانه ده او خلك وژل كېږي، دا يو يې هم هادي! څوك به هم دا فكر ونه كړي چې  موږ وژلى دى.

لطيف څو ځلې داسې شېبې ميندلې وې چې په غرنيو كږلېچونو لارو كې هادي وولي؛ خو هر ځلې داسې څه پېښ شوي وو چې هادي ژوندى پاته شوى و.

د لطيف ككرۍ په دی تور فكر ډكه وه. د سپرليو ښكلي ګلان، د سهارنيو پرخو راڼه څاڅكي او په غاټولو پوښلى غونډۍ هر څه ورته بې خونده ښكارېدل او هادي او دا يرغلګر شين سترګي ورته يو شان كركجن ښكارېدل. د وينو او باروتو په سمندر ګډ شوى و او يوه روځ يې په خپلو كتابونو هم اور بل كړ!!!

سبا ته لويه جګړه پېښدونكې وه. لطيف خپل ټوپك غوړ كړ او لمر ته يې كېښود. ده همدا وخت فكر كاوه چې هر څوك ووژنم، زما ګټه ده. كه مى هادي وواژه كسات مې  اخستى وي او كه مې يرغلګر شين سترګي ووژل غازي به شم.

سبا سهار وختي لطيف ټوپك، ډوډۍ او ګولۍ ورسره واخستې، په اس يې پښه واړوله او د خپلو نورو جنګيالو ملګرو په لور وخوځيد. تېره شپه دروند ورښت شوى و او د جنګياليو تګ راتګ ته يې ستونزې پېښولي. هغه وخت چې سهارنۍ رڼا د شپې د تيارې لمن وڅيرله، د ګوليو باران پيل شو او جګړه ونښته.

لطيف له يوې خوا مخامخ دښمن ته ځير و او له بلې خوا يې هادي څارلو.

جنګيالي يو_ يو او دوه _ دوه په يوه اوږده ليكه كې پراته وو او په دښمن يې مردكۍ اورولې.

لطيف هلته ليرې هادي وپېژاند. د اس دواړه ډډې يې په لغتو ووهلې او كيزه يې كش كړه. اس وششنېد او په هوا شو.

يو چا په لطيف چيغې كړې!

_ مه ځه زوروره، ها خوا ځنګل دى او اس دې له ورايه ښكاري. همدلته ايسار شه، اس پرېږده، راځه او دلته سنګر ونيسه.

خو لطيف د هادي په لور ورغى او د  نيا خبرو يې غوږونه ډك كړل:

_ په تا د سرو وينو پور دى. يا به دا پور پرې كوې او يا به ته هم په بې غيرتې كې مرې!

دا وخت د خپل يوه همزولي خبره هم ور په ياد شوه:

_ كينه بې غيرته، كه ته ډېر نر يې خپل نېكه وګټه!!

د لطيف شا او خوا د ګوليو باران جوړ شو، ده هم لور په لور ډزې كولې او د مردكو په باران كې يې ځان ته لار خلاصوله. ناڅاپه مخامخ غرونه، ونې او ډېر لېرې كورونه د ده په وړاندې وڅرخېدل، ټول وجود يې سور شو. د اس د كيزې د كشولو وس يې له لاسه وركړ، ټوپك ترې وغورځيد، ورو _ ورو په شا كوږ شو، له اسه ولوېد او بې سده شو.

*

نور يې هېڅ په ياد نه و. شپه ډېره سړه پرې تېره شوې وه، د خوځېدلو نه و. كله چې سهار شو او د لمر وړانګې يې په سترګو ښې ولګېدې، ورو يې سترګې پرانستلې.

يو چا وويل:

خدايه شكر!

لطيف لږ نورې هم سترګې پرانستلې. ټول وجود يې خوږېده او جامې يې په وينو سرې وې.

لطيف نه پوهيده چې څوك دى  او چېرې دى او څه كوي؟

دوه كسان يې دواړو خواوو ته ناست وو. دواړه له يخنئ څخه رېږدېدل. له دوى څخه د يوه  غږ لطيف ته پېژندګلوى غوندې ښكاره شو.

لطيف سترګې لږ نورې هم وغړولې، څنګ ته يې اور بل و او دى د جامو ترڅو ټوټو لاندې پروت و.

چې سترګي يې پوره وغړېدې، هادي يې وپېژاند چې اور ته خځلې اچوي او له سړو څخه رېږدي، ځان ته يې وكتل. د هادي نيمايي جامې پر ده پرتې وې!

د لطيف شونډې په ډېر هوس سره بېرته شوې او په زړه كې يې وويل:

_ شكر دى خدايه چې هادي ژوندى دى! هم د خپلې مور له پاره او هم زما له پاره!

لطيف كيناست، د هادي جامې يې ورته ونيوې او هغه ته يې وخندل.

هادي خپله غوټه پرانسته او لږ وچه ډوډۍ يې لطيف ته ونيوه.

_ دا وخوره چې لږ قوت ومومې. ډېره وينه دې تللې ده.

لطيف داسې فكر وكړ چې هېڅ هم نه دي پېښ شوي او روغ رمټ دى. خپل دردونه يې ټول هېر كړل او هادي ته يې لاس ونيو. هادي لطيف پورته كړ، لطيف فكر وكړ چې د هادي د وچې ډوډۍ خوند د ده د نيا له تودې غوړې ډوډۍ څخه ښه دى. يوه ګوله ډوډۍ يې هادي ته په خوله كې وركړه.

هادي ورته وويل:

– شكر دى يرغلګر مات شول! ډېر مړي دلته پراته دي او نور په څټ وتښتېدل.

لطيف خوشاله شو. خپل ټپونه يې هېر كړل، لكه چې دى بريالى شوى و!

ورو پاڅېد او هادي ته يې غېږه وشلوله.

 

پاى

19/ 8/ 2003

سياه پيتو- جلريز

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.