شيخ هبت الله مړ دی که ژوندی؟

سيد حسين پاچا

709

شيخ هبت الله مړ دی که ژوندی؟

په هر حال که ژوندی هم وي، نو هغه د يو خپلواک نه، بلکې د يو برمته / بونګه شوي حيثيت لري

هارون عليه السلام ته د موسی عليه السلام کړنلاره (پاليسي)

سپارښتنه ((اخلفني في قومي))، کړنلاره :يو دا چې ((واصلح)) – او بله دا چې ((ولاتتبع سبيل المفسدين)) [الأعراف : ۱۴۲]

نوټ : ((واختار موسی قومه سبعين رجلاً ليمقاتنا … [الأعراف : ۱۵۵]))، واجعل وزيراً من اهلي، اذهبا الی فرعون انه طغی – فقولا له قولاً ليّنًا لعله يتزکی او يخشی [طه : ۲۹ ؛ ۴۳ – ۴۴] اذهب الی فرعون انه طغی [النازعات : ۱۷]، اسلامي امارت بايد دغه قرآني سپارښتنې ته ډېره پاملرنه وکړي. د نه پاملرنې په صورت کې به د تېر په څېر له ورته برخليک سره اخته شي. خوښه مو خپله چې منئ يې او کنه؟

پوښتنه :

زما پوښتنه د طالبانو له مشرتابه شيخ هبت الله اخوند او اړونده د علماو ټولنې نه دا ده چې الله تعالی دواړه وروڼه فرعون ته يوځای راليږي چې اصل ماموريت خو د موسی عليه السلام دی چې ((اذهب الی فرعون))، خو د طه په سورة کې دواړو ته حکم کوي چې دواړه فرعون ته ورشئ، خو د الله ليدنې ته چې له ځان سره دې نور لارويان (پيروان) هم راوله. موسی عليه السلام اويا کسان له ځان سره يووړل او د غوراوي حق هم الله تعالی موسی عليه السلام ته ورکړی وو او هغه له ځان سره يووړل، خو ورور يې هارون عليه السلام ته وويل چې ((ته په قوم کې پاتې شه!)). دا يې هم ورته وويل چې سمون ((اصلاح)) به کوې، خو د بد کارو خلکو پيروي به نه کوې. دا د دې ښوونه کوي چې د قوم مشري او لارښوونه څومره ارزښت او دروند مسووليت لري چې د الله تعالی ديدار ته يې له خپلو لارويانو يوځای خپل ورور يو نه وړ او په قوم کې يې د اصلاح چارو د سمون لپاره پرېښووه، نو ستاسې دغه تش په نوم د پنجاب اسلامي اسارت چې له مشر ملا صاحب نه راواخله تر تا پورې يو هم چا د دې ملت په مينځ کې ونه ليد. هغه يې هم د اميرالمؤمنين په توګه چې لارښوونه يې ټوله د کرنيل امام د خپل کتاب ((د افغانستان د جهاد داستان)) له مخې د هغه په لاس کې او د هغه په لارښوونه وه چې پر هغه ورځ په کندهار کې د سينما د يوې تورې پردې تر شا تر سره شول او تاسې هم د کندهار په يوې مدرسه کې راښکاره شوئ چې نه د ټاکنو، نه د ټولپوښتنې او نه هم د لوی جرګې له ليارې انتخاب شوي ياست راڅرګند شوئ، خو عامو ولسي خلکو ونه ليدئ، نو دا به د قرآن کريم له دغه حکم سره څنګه مطابقت / سمون وخوري؟

دلته تاسې او اسلامي امارت له دغو مشروع غوښتنو سره مخ کېږئ چې ځواب يې کړئ :

  • لومړی دا چې ملت مو راښکاره کېدنه فرضي / وجوبي يا په بله مانا لزومي / الزامًا حکم دی. خوښه ستاسې چې د تېر په څېر د مشر ملا صاحب په ټاکنه کې چې قرآني مزاحمت له پامه وغورځېده ((… ان الله اصطفاه وزاده بسطةً فی العلم ”۱“ والجسم ”۲“ )) [البقرة : ۲۴۷]
  • دويم دا چې ملت ته مخه کړئ او له ملت څخه مشروعيت تر لاسه کړئ چې دا له هرو دريو ممکنو لارو تر لاسه کړئ :
  • له ټولټاکنو ((انتخاباتو))
  • له ټولپوښتنې
  • له لوی جرګې

دېته مو ښه پام اوسه که د هر مصلحت پر اساس ځان نه ښکاره کوئ، نو له شک پر ته چې خپلواکي به مو تر پوښتنې او د بېواکۍ او برمته توب په بڼه به ياست. که ملت ټاکلي ياست، نو بيا ولې وېره لرئ او که بل چا له بهره ټاکلي ياست، نو بيا به ستاسې بڼه له ښاغليو کرزي او ولسمشر غني څخه او له دوی د مخکېنيو جهادي مشرانو او د تېرو نظامونو په شان ياست، بلکې ترې به لا په بده او ذليله بڼه ياست. هغوی خو لا رسنيو ته لاسرسی لرلو چې تاسې خو له دغه سهولته هم بې برخې ياست. زما په اند د طالبانو لپاره د پاکستان له هر اړخيز فزيکي او رواني استعماره ځان راخلاص او خپلوا ک کړي کنه هسې تش په نوم د خپلواکۍ او د اشغال نارۍ سورۍ او بېځايه پوچ شعارونه کومه ګټه نه کوي.

الشاعر واللص

أراد أحد الشعراء أن يسافر لأداء أمانة إلى صديق له، وكان للشاعر ابنتان،

فقال لهما :

إذا قدر الله، وقُتلت في الطريق، فخذا بثأري ممن يأتيكم بالشطر الأول من هذا البيت ……

ألا أيها البنتان إن أباكما * قتيل خذا بالثأر ممن أتاكما

وبينما الشاعر في الطريق قابله أحد اللصوص،

وهدده بالقتل، وأخذ ما معه من أموال،

فقال له الشاعر :

إن هذا المال أمانة، فإذا كنت تريد مالا فاذهب إلى ابنتي،

وقل لهما : ألا أيها البنتان إن أباكما وسوف يعطيانك ما تريد .

ولكن اللص قتله، وأخذ ما معه،

ثم ذهب إلى بلدة الرجل، وقابل البنتين،

وقال لهما :

إن أباكما يقول لكما : ((ألا أيها البنتان إن أباكما)).

فقالت البنتان : ((قتيل خذا بالثأر ممن أتاكما)).

وصاحتا،

فتجمع الجيران وأمسكوا باللص القاتل، وذهبوا به إلى الحاكم،

وهناك اعترف بجريمته، فقتله الحاكم جزاء فعله .

نوټ :

پاکستان افغانستان ته د يوې مفتوحې سيمې په سترګه ګوري. دا چې طالبان هر څومره ځانونه خپلواک وښيي، خو له شک پرته چې پاکستان يې د ځان يوه مفتوحه سيمه ګڼي او دا د تېر جهادي پير په دوران کې د ځان حق بولي او وايی چې ((د شوروي خلاف جګړه کې بايد مونږ ته زمونږ حق راکړل شوی وای)). طالبان او موږ ټول جهاديان بايد په دې ښه سر خلاص کړو چې موږ په تېر جهادي پير له خپل هېواد افغانستان نه، بلکې د نورو د ګټو نه مو دفاع کړې، ځکه خو يې له امريکا او له نورې نړيوالې په زغرده د تېر جنګ د غنيمت حق بولي چې افغانستان بايد د روسانو له وتلو وروسته موږ ته راوسپارل شي، چې هغسې ونه شول، خو نن هغه تېره زړه ژمنه تر سترګو کيږي چې د هماغې ژمنې سره سم چې د ضياءالحق په وخت کې شوې وه وروسپارل شوی او طالب د يوې مردارې معاملې په صورت رامينځته شوی. افغانستان عملاً د پاکستان له لورې اشغال شوی دی او هغوی همداې انګيري.

د طالبانو اسلامي

افغان جهاد او ۳۵ مثالي ځوانان

کرنيل :

د استاد سياف له خوا عربانو سره ډېر ښه کمونېکېشن شوی وو او مرستو يوه لويه برخه د جلال الدين حقاني د دفتر او استاد سياف د دفتر له خوا تر لاسه کېدلې او دا هغه څه وو چې مونږ ته خواشينونکي وو.

په جلسه کې د اکثره مشرانو رايه دا وه چې ”د افغان جهاد د نګرانۍ مشري بايد تل د پاکستان لاس کې وي او بل هرڅوک که دې ميدان ته را ګډيږي، نو بايد د پاکستان له لارې خپل کارونه مخ ته يوسي.“.

د يو اوږد ميټينګ او بحثونو وروستو ماته يوه نوې نقشه په لاس کې را وسپارل شوه.

زه د پنځوسو په شاوخوا کې نوی کمانډران ټريننګ کړم، ددغو کسانو ځانګړتياوې هم را وښودل شوې، ”دوی بايد د عصري زدکړو پر ځای ديني زدکړې ولري“. ديني زدکړې يې هم بايد د نړيوالو عصري سيسټمونو پر ځای د مدرسو او جماعتونو له لارې تر لاسه کړي وي. زمونږ داسې کسان پکار وو چې هغه بايد دينداره وي او په دې فاني دنيا غولېدونکي نه وي.

مولوي محمد نبي محمدي چې د افغاني مجاهدينو لنډرانو په منځ کې تقوا دار او پاک مجاهد وو. له پاکستان سره يې خاص مينه وه او تل به يې مونږ ته د پاکستان د بقا دعا ګانې کولې.

مولوي محمد نبي ساده او مخلص انسان وو. د هرې مرستې له پاره به مو چې پرې غږ وکړ، نو نه يې نه کوله. د مولوي محمد نبي محمدي صيب ګروپ کې يوه ځانګړتيا دا وه چې د افغانستان زيات شمېر ديني عالمان په دې ډله کې وو او د مدرسو طالبانو به هم دې خوا ته ډېره مخه کوله. هغه رنګه اشخاص چې زما پکار وو هغه مې دلته پيدا کولای شول.

په همدې دوران کې مې په يوه جلسه کې د مولوي صيب محمدي نه دهمداسې ځوانانو غوښتنه وکړه چې زه بايد هغوی ته ځانګړې روزنې ورکړم.

۴۷ او ۴۸ مخونه

د افغانستان د جهاد داستان

کرنيل امام

د طالبانو اسلامي امارت

افغان جهاد او  مثالي ځوانان

د پاکستان پوځ چې د خپل وطن دفاع له پاره د روسيې غوندې يو سوپر پوځ ته ماتې ورکوالی شي، نو امريکا به هم ډېر ژر داسې څه وويني چې ياد به يې ساتي.

د پاکستان پوځ داسې مېړني ځوانان او سرتېري لري چې ډېر ژر به افغانستان دوی ته په يو جهنم بدل کړي او ورته به ورښکاره کړي چې د پاکستان په خلاف سازش څه تاوانونه لري؟

مونږ په دې شرارتونو لا همهغه ۱۷۷۲م کلونو کې پوهېدلي وو، خو له بده مرغه زمونږ ځينې بزدله جنرالان خرڅ شول او مونږ يې له ستونزو سره مخ کړو. مونږ د دې له پاره قربانۍ نه وې ورکړې چې امريکا دې خپلې ګټې خوندي کړي او بله ورځ دې برته په پاکستان مخ را واړوي.

امريکا لا هم هغه وخت نه غوښتل د روسيې پر وړاندې ځان د خبرې سر کړي، خو دا پاکستان وو چې هرڅه يې پر ځان ومنل او يو سخت دشمن سره مخ شو، نو د امريکا ارادې په وروستيو کې خرابې وې. هغه کارونه چې مونږ د افغان جهاد کې له ګډونه بايد د پاکستان له پاره کړی وی نه وو شوي. د شوروي په خلاف جګړه کې بايد مونږ ته زمونږ حق راکړی شوی وی، خو مونږ چې ليدل په کابل کې د مجاهدينو له حکومت جوړېدو وروسته هرڅه زمونږ له لاسه ووځي.

۵۶  مخ

څوک بايد ماضي جبيره کړي، کرزی که حکمتيار؟

عصمت قانع

د پاکستان افغاني باغيان د ورسک ډېم ته ولوېدل، د کبانو خوراک شول، د اټک په خېبر اباد کې د اباسين څپو په مخه واخېستل او د شمشتو په دښته کې د هوا کارغانو او مرغانو وخوړل.

مجروح، شګېوال، الفت، غروال، کټوازی، پکتيانی، همدم او نور بې شمېره افغاني روښانفکران له روس څخه را وتښتېدل، خو پنجاب ته د بغاوت په تور په توره تياره کې ووژل شول.

د دې افغانانو ګناه داوه چې د روس پر ضد د افغاني وينې زور يې د ازادۍ پر رڼا ګانو باندې پېرزو کاوه او نه يې غوښتل چې د افغاني وينو په زور د پاکستان د اټومي پروګرام د موټور څرخونه واوړي، بلکې غوښتل يې چې خپله وينه د ازادۍ هغې ډيوې ته د تېلو په توګه ورکړي، کومې ډيوې چې د روان توپان په څپو کې د افغان هويت او افغان موجوديت پر څلي رڼاګانې جوړولې، خو پاکستان لګيا وو د افغانانو په وينو يې د خپل اټومي پروګرام يورانيم غښتلي کول.

د حکمتيار صاحب پير کامل مولانا ضياء الحق په هماغه وخت کې په ډاګه وويل، چې پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.

ضياء الحق به ويل، چې افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي. ډګروال محمد يوسف چې په هماغه وخت کې د پاکستان د پوځي استخباراتو د مشر جنرال عبدالرحمن سکرتر وو په خپل کتاب (د خرس تلکه) کې ليکي: يوه ورځ جنرال اختر عبد الرحمن تلېفون راته وکړ او ويې پوښتل، چې همدا اوس د امريکا سفير چېرته دی؟

يوسف ليکي، چې ما ورته وويل: زه نه يم خبر، خو جنرال په غوسه او قهر راته وويل، دا نا خبري د بښلو وړ نه ده. همدا اوس د امريکا سفير د اټک پر پُل واوښت او پروګرام لري، چې د افغانستان د مجاهدينو له مشرانو سره وګوري.

تاته په غوڅه لهجه امر کېږي، چې نور بهرني ديپلوماتان حق نه لري، چې د مجاهدينو رهبران وويني او نه د مجاهدينو رهبران اجازه لري، چې له غربي ديپلوماتانو سره ملاقات وکړي.

څوک باید ماضي جبیره کړي، کرزی که حکمتیار؟ – تاند (taand.com)

قصة الشاعر واللص الا ايها البنتان ان اباكما قتيل خذا بالثأر ممن أتاكما – YouTube

انتقام من العيار الثقيل | قصة وعبرة | الا ايها البنتان إن اباكما – YouTube

قصة بيت الشعر القائل ( ألا أيها البنتان إن أباكما *** قتيل خذا بالثأر ممن أتاكما) – YouTube

Abu Aqil Labid ibn Rabi’ah – The Muslim Poet – YouTube

Labid ibn Rabiah – YouTube

په درنښت

سيد حسين پاچا

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.