ولې طالبانو د لسګونه ښځو د سفر مخنیوی کړی؟

619

  طالبانو په ګڼو پروازونو کې لسهاوو ښځو ته د نارینه محرم د نه درلودلو له کبله د سفر کولو اجازه نه ده ورکړې. دغه خبره د دوو افغان هوايي شرکتونو چارواکو کړې ده.

د اسوشتید پریس په حواله، په دغو ښځو داسې مساپرانې هم شاملي دي چې له افغانستانه بهر ېې سفرونه کول.

دغو چارواکو چې د طالبانو د عواقبو له ويرې ېې د خپلو نومونو له ښودلو ډډه کړې، وويل چې په لسونو ښځې چې د جمعې په ورځ د کابل نړیوال هوايي ډګر ته راغلې وې او غوښتل يې د هیواد دننه او نړیوال پروازونه وکړي، ورته وويل شول چې له نارینه محرم پرته نشۍ کولی سفر وکړي.

د یوه چارواکي په خبره د دغو ښځو په ډله کې ځينې يې د دوه تابعت درلودونکې وې چې غوښتل يې د کاناډا هیواد په ګډون، له هیواده بهر بیرته خپلو کورونو ته ولاړې شي.

چارواکو وويل چې دغو ښځو ته د کام اير او آریانا هوايي شرکتونو د اسلام آباد، دوبۍ او ترکېې په پروازونو کې د سفر کولو اجازه ورنکړل شوه. یوه چارواکي وويل چې د سفر د ممانعت امر د طالبانو د رهبرۍ له خوا ورکړل شوی وو.

هغه زیاته کړه چې د شنبې په ورځ یو شمیر ښځو ته اجازه ورکړل شوه تر څو د آریانا هوايي شرکت په یوه پرواز کې د افغانستان هرات ولایت ته سفر وکړي، خو دوی دغه اجازه داسې وخت ترلاسه کړه چې پرواز يې له لاسه ورکړی وو.

په رپوټ کې ويل شوي چې د هوايي ډګر مسئول او د پولیسو مشر چې دواړه د طالبانو غړي او ديني عالما دي، د شنبې په ورځ يې د هوايي شرکتونو له چارواکو سره غونډه درلوده. یوه چارواکي وويل: «هغوی هڅه کوي چې [دغه ستونزه] حل کړي.»

طالبانو څو میاشتې مخکې يو فرمان صادر کړ چې له مخې یې ښځې نشي کولی له نارینه محرم پرته له ۴۵ کیلومتره لرې سفرونه وکړي. خو تر اوسه روښانه نه ده چې طالبان به د نارینه محرم پرته ښځو ته د هوايي سفرونو بندیز معاف کړي او که لا به هم دغه محدودیت ته ادامه ورکړي.

د ښځو د سفر د مخنيوي وروستی اقدام، داسې وخت کيږي چې طالبانو روانه اوونۍ د خپلې کړې ژمنې باوجود له شپږم ټولګي پورته نجونو ته ښوونځيو ته د تلو اجازه ورنکړه.

د طالبانو دغه اقدام او د ژمنې ماتولود نړیوالې ټولنه غوصه راوپاروله. طالبان چې د تیرکال په اګست کې تر شل کلنۍ جګړې وروسته واک ته رسيدلي، تر اوسه د هیڅ هیواد له خوا په رسمیت نه دي پیژندل شوی.

تیره ورځ د نژدې شلو هیوادونو بهرنيو ښځينه استازو له طالبانو وغوښتل چې د نجونو پر مخ دې ښوونځي پرانیزي. بل لوري ته بیا د ښونځیو د تړل کیدو پر ضد د شنبې په ورځ په کابل ښار کې یو شمیر نجونو اعتراضونه وکړ او له طالبانو څخه يې د تعلیم حق غوښتنه کوله.

وروسته له هغې چې طالبانو خپله ژمنه ماته او اعلان يې وکړ چې د شپږم ټولګي نه پورته نجونو پر مخ يې ښوونځي تړلي دي، افغان فعاله محبوبه سراج د افغانستان مشهور خصوصي تلویزيون ته ولاړه او وې ويل: «موږ به تر دې وروسته د یو ملت په توګه څنګه ستاسو په خبرو باور وکړو؟ موږ ستاسو د رضایت حاصلولو له پاره څه وکړو؟ آیا موږ ټول باید مړه شو؟»

د نارینه محرم نه درلودلو په دلیل د ښځو د پروازونو مخنیوی داسې وخت شوی چې د طالب چارواکو په خبره دوی د میاشتو راهیسې د قطر او ترکيې هیواد سره د کابل او د افغانستان د يو شمیر نورو هوايي ډګرونو د چارو د تنظیم په اړه پر یو تړون خبرې کوي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.