د پکتیا تاریخي بلاحصار د ورانېدو له خطر سره مخ دی

578

دغه بلاحصار چې د پکتیا مرکز ګردېز کې قرار لري، د پکتیا تر ټولو لوړه او ستره تاریخي سیمه او ودانۍ ده.

د پکتیا مرکز ګردېز بلاحصار د ښار ختیځ ته په څلوېښت متره لوړه غونډۍ پروت دی، چې اوږدوالی یې ۱۵۰ متره او پلنوالی یې پنځوس متره ښودل کیږي.

د دغه بلاحصار په اړه د سیمې اوسېدونکي وایې، چې سلګونه کاله پرې تېر شوي او په خپل وخت کې واکمنو د یوه سنګر په ټوګه ورڅخه کار اخیست.

په پکتیا ولایت کې یو تن خبریال نجیب الله رازمل وایې، که مسؤل چارواکي د دغه تاریخي ابدې د بېرته رغولو لپاره توجو ونه کړي ښایي دغه تاریخي بلاحصار زمونږ له لاسه ووځي.

نوموړی وایې،” چې له طالبانو له حکومت څخه مو هیله ده چې دغه تاریخې ځای ته پوره پاملرنه وکړي ترڅو له ورانیدو څخه وژغورل شي.”

خو بل لوري ته د پکتیا ولایت د اطلاعات او فرهنګ رئیس مولوي خالقیار احمدزی وایې” د بالاحصار ځینې برخې رښتیا هم د نړیدو له ګواش سره مخ دي، مونږ یې په هکله له مرکزي چارواکو او بهرنیانو سره خبرې کړې او ترې غوښتي مو دي، څو یې د بیارغونې لپاره اړین تصامیم ونیسو.”

دغه ډول تاریځي سیمې په افغانستان کې په زیاته کچه شتون لري، چې په خوندي ساتلو سره یې زمونږ د پیړیو پیړیو تاریخي پکې ساتل کیږي. خو تراوسه څه ډول چې مهمه ده، هغه ډول توجو ورته په افغانستان کې حکومتونو نه ده کړي.

دغه پوښتنه به وخت ته پریږدو چې آیا د طالبانو حکومت به د دغه بلاحصار او ورته نورو تاریخي سیمو بېرته رغولو ته پر وخت سره رسیده ګي وکړی شئ او کنه؟.

راپور: شفیق الله مشال

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.