کابل ښاریان: د روژې په راتلو سره د خوراکي توکو بیې بیا لوړې شوې دي

547

روژې ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي او د بېکارۍ په اوج کې خلک شکایت کوي چې د روژې مبارکې میاشتې په را رسېدو سره د خوراکي توکو بیې یو ځل بیا لوړې شوې دي. دوی شکایت کوي چې له یوې خوا یې بې کاري ژوند سخت کړی دی او له بلې خوا په بازار کې د خوراکي توکو بیې ملا ماتوونکې دي. دوی دغه راز پر حکومت هم نیوکه کوي چې په وینا یې، نرخ نامې یې په بازار کې خپرې کړې دي خو څوک ورباندې عمل نه کوي. کابل ښاریان له حکومت څخه غواړي چې د نرخونو د کنټرول لپاره پر بازار خپل څار ډېر کړي. په همدې حال کې د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، پخوا ازاد بازار و چې نرخونه دوی نه شوای ټاکلی خو په خبره یې، له دې وروسته به دوی بازار ته نرخ نامې ورکوي او ژمنه کوي چې که څوک له ورکړل شويو نرخ نامو سرغړونه وکړي نو د قانون په رڼا کې به ورسره جدي چلند وکړي. د یادونې ده چې مخکې تر دې هم بازار ته نرخ نامې ورکړل شوې دي خو تر اوسه پورې د ښار په هیڅ څنډه کې ورباندې چا عمل نه دی کړی

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.