خلکو ته د ط الب انو خبرداری: د لمانځه لپاره جوماتونو ته لاړ شئ

1,333

دعوت میډیا ( دوشنبه/۳۱/زمر/۱۴۰۱): د ط الب انو سرپرست د حکومت د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د کابل ښار د اوومې حوزې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړی چې د لمانځه لپاره جوماتونو ته حاضر شي.

یاد وزارت په یوه ۵ ماده ییزې خبر پاڼې کې ویلي، د جمعو په ورځو دې ټول دوکانداران خپل دوکانونه د غرمې په دولس نیمو بجو بند کړي او جومات ته دې حاضر شي.

دوی همدا ډول دوکاندارانو ته امر کړی چې پنځه وخته لمونځونه په جماعت وکړي او د لمانځه پر مهال دوکانونه بند کړي.

د خبرپاڼې په درېیمه ماده کې ویل شوي چې مقتدیانو ته باید په جومات کې د لمانځه فرایض او واجبات بیان شي او د لمانځه سم تلفظ وښودل شي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت په عین حال کې خبرداری ورکړی چې که چا دا اوامر ونه منل قانوني چلند به ورسره کېږي او څوک به د شکایت حق هم نه‌لري.

د ط البانو د سرپرست حکومت د امر بالمعروف وزارت یو وار بیا ویلي چې د واده په مراسمو کې دې ساز او سندرې نه غږول کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.