هغه وخت لرې نه دی چې یو مسلمان د امریکا ولسمشر جوړ شي

571

دعوت میډیا ۲۴( شنبه/۲۷ وری/۱۴۰۱): د امریکا د هوسټن ښار ښاروال سلویسټر ټرنر ویلي، امریکا د بېلابېلو تمدنونو مجموعه ده چې مسلمانانو هم پکې مهم رول لوبولی دی.

د هوسټن ښاروال سلويسټر ټرنر د مسلمانو ښاريانو لپاره د پرونۍ روژې د افطار تیار کړی و چې ګڼ شمېر مسلمانانو په کې ګډون کړی و، په داسې حال كې چې بېلابېلو هېوادونو ډيپلوماتانو، منتخب استازي او نور مېلمانه هم حاضر وو.

د افطار پر وخت د هوسټن ښاروال سلویسټر ټرنر په امریکا کې د مسلمانانو د رول ستاینه وکړه او ویې ویل چې د امریکا هیڅ ښار د مسلمانانو له نمایندګۍ پرته ستر ښار نه شي ګڼل کېدای.

ښاروال سلویسټر ټرنر زیاته کړه چې په امریکايي ټولنه کې د مسلمانانو کلیدي رول ته په کتو سره ویلای شو چې هغه ورځ لرې نه ده چې د امریکا ولسمشر به مسلمان وي او موږ به پرې ویاړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.