توتکۍ!
د ګلاب پر پاڼه
سیوري ته دې پام دی
رڼایي یې ده په غېږه کې نیولی….
دا څو کرښې د هغې دي
او هر کال چې پسرلی شي
ما ته دا کرښې یادېږي
هغه بره اوسېده
د اسمایی د غره په غاښ کې
او د پلار یې یو وړوکی د باقليو زېړ تبنګ و
جوی شیر د درمسال د چوترې مخکې به و ناست
توتکۍ
هغې کوترې وې ساتلې
سپینې سپینې (کاس دم )
یوه ورځ پر بام و ناست
شیریخ مو و راغوښتی
د زرنګار شیریخ والا نه
ناڅاپي ونه کې بند شو کاغذ باد
کوترې په هوا شوې
لکه سپینې شکوفې چې شمال یوسي
توتکۍ !
په هغه کور کې
د اکاسي ونه ستا یاده
هغه ونه چې یو ژمی د شاعرې پلار اره کړه
یو برغڼډ یې و د ځمکې پر سر پاتې
په سبا یې بیا شاعره شوه رنځوره
ټولو خلکو به ویل
دا د اسما د درمسال د ونې لور وه
که هر څوک دغه ذات ونې اره کړي
لاسونه یې وچېږي
توتکۍ !
هغه جنۍ به اوس واده وي
او د اکاسي ونه به
د شاعرې تر قد بیا وي
دنګه شوې
او شاعره به وي اوس ملنګه شوې
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.