م.م د افغانستان لپاره ۲،۴۴میلیارده ډالر مرسته راټوله کړې

534

ملګرو ملتونو د افغانستان په تړاو د مرستو ټولولو په موخه جوړ شوي کنفرانس کې ۲،۴۴ میلیارده ډالر مرسته  راټوله کړه. تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتوني ګوترېش له نړیوالې ټولنې د افغانستان لپاره د ۴،۴ میلیارده ډالرو مرستې غوښتنه کړې ده. د ملګرو ملتونو، قطر، جرمني او بریتانیا په کوربتوب د افغانستان لپاره د مرستو راټولولو کنفرانس تیره شپه په جنیوا کې جوړه شوې وه، چې پکې د ۴۱ هیوادونو استازو برخه اخیستې وه. ملګري ملتونه وايي چې دا مرستې د افغانانو لپاره د خوراکي توکو ، سرپناه، روغتیايي او نورو اړینو توکو لپاره راټوله کړې ده. دا مهال د افغانستان ۲۴ میلیون نفوس بشري مرستو ته اړتیا لري او ملګري ملتونه افغانستان د نړۍ یو تر ټولو بد بحران یادوي. د یادې نړیوالې ادارې سرمنشي انتوني ګوترېش دغه کنفرانس ته په خپلې وینا کې وویل چې د افغانستان ۹۷ سلنه خلک بشپړ خوراکي توکي نه لري او کابو ۹ میلیونه یې له وچکالۍ سره مخ دي. د رویټرز د راپور له مخې،  جرمني چې د دغه کنفرانس کوربتوب کوي، ۲۰۲۲ کال لپاره افغانستان سره څه باندې ۲۲۱ میلیون ډالره مرسته اعلان کړې. همدا راز امریکا د ۲۰۴ میلیون ډالرو، اروپايي ټولنې د ۱۱۳ میلیون یورو، ناروې ۸۰ میلیونه ډالر ، قطر د ۲۵ میلیون او کویټ د ۱۰ میلیونه ډالر مرستې ژمنه کړې ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.