امنیت شورا: د ښځو پر کار بندیز به افغانستان کې د ملګروملتونو فعالیتونه ټکني کړي

609

د ملګروملتونو امنیت شورا وايي چې افغان ښځې باید هره برخه کې معني لرونکی، مساوي او بشپړ ګډون ولري.

د امنیت شورا غړیو هېوادونو پرون سه‌شنبه د مرغومې شپږمه په یوې ویناپاڼه کې په پوهنتونونو او نادولتي موسسو کې د ښځو د زده‌کړو او کار په اړه د اسلامي امارت وروستي فرمانونه غندلي دي

د ملګروملتونو امنیت شورا ویلي چې د ښځو پر کار بندیز به افغانستان کې د بشردوستانه عملیاتو پر بهیر اغېز وکړي او دغه چاره به له ستونزو او ننګونو سره مخ کړي.

په ورته مهال د امنیت شورا په ویناپاڼه کې راغلي: «د اسلامي امارت دغه بندیزونه د افغانانو پر وړاندې د دوی د ژمنو او نړیوالې ټولنې له تمو سره په ټکر کې دي.»

د ملګروملتونو د امنیت شورا ټولو غړیو ویلي، د افغانستان په ښوونځیو او پوهنتونونو کې د ښځو او نجونو کمرنګه حضور د دې ښکارندوینه کوي چې د بشر حقونو او بنسټ‌ییزو ازادیو ته درناوي کم شوی دی.

دا په داسې مهال دی چې د اقتصاد وزارت د تېرې اوونۍ د سه‌شنبې پر ورځ د مرغومې په درېیمه نېټه په یوې خپور کړي مکتوب کې له ټولو نادولتي کورنیو او بهرنیو موسسو څخه غوښتنه کړې چې د ښځینه‌ کارکوونکو کار تر بلې خبرتیا پورې وځنډوي.

د اسلامي امارت دغه پرېکړې ته په کور دننه او بهر ګڼ‌‌شمېر افغانانو، نړیوالو بنسټونو او سازمانونو غبرګونونه ښودلې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.