بلواکي، زورواکي، ولسواکي او د افغانستان برخليک

ډاکټر شیر حسن حسن

602
د نړۍ په معاصر تاريخ کې د افغانستان وسله والې شخړې تر ټولو اوږدې او خونړۍ دي. د افغانستان د خونړۍ غميزې د پيل او دوام علتونه مختلف دي، خو کورني محروميتونه، زورواکي، بهرني تېري او لاسوهنې يې بنيادي عوامل بلل کيږي. دغه عوامل يو له بل سره تړلي دي، په لومړيتوب او وروستي توب يې بحث د چرګې او هګۍ د پيدايښت خبرې دي، هيڅ ګټه نه لري، او ثبوت يې مهم نه دي. مهمه داده قبوله شي چې د ټولو وجود واقعيت دی. د ټولو کورنيو او بهرنيو عواملو په وجود کې د جګړو، نښتو او شخړو موجونه کله ساړه او کله تاوده شي. د موجونو په دغه تودوښه او سړښت کې واکمنۍ بدلې شي، نظامونه بدل شي، نوې واکمني او نوی نظام حاکم شي. هيواد زيانمن شي، خلک تاواني شي، د زاړه نظام ټول بنسټونه له بيخه ونړيړي، زوړ قانون لغوه اعلان شي، قانون جوړونکی ارګان، حکومت، څارنوالي، محاکم، اردو، پوليس، ملي امنيت، استخبارات، سياسي او ټولنيز بنسټونه، د دولت نوم، بيرغ، نښان ، سرود او لنډه داچې هر څه بدل شي. له تاوانونو سربېره هم خلک له بدلون سره خپلې هيلې وتړي، د نوښت او نوي نظام هرکلی وکړي او د روښانه سباوون خوبونه وويني. په افغانستان کې د حاکميتونو د بدلون يوه بله ځانګړتيا داده چې په زړو حاکميتونو کې د تدريجي بدلون ظرفيتونه له منځه لاړ شي. حاکم سيستم په ځان کې د بدلون او نوښت عناصر نه مني، د خلکو په اراده او رايي باور نه لري. نو بدلون غوښتونکي عناصر هم حاکميت ته درسيدو لپاره د بهرنيانو لمن ته ځان واچوي. په دې ډول د بهرنيانو نيابت رامنځته شي او دغه نيابت د بهرنيانو په مستقيم يا نامستقيم ملاتړ د حق او عدالت د سپيڅلو شعارونو په سيوري کې په خونړېو لارو واک ته ورسيږي.
موږ افغانان د بل هر هيواد پال ملت په څير د بهرنيانو په وړاندې جنګ مقدس بولو او په دغه لار کې مو تر بل هر چا زياتې قربانۍ ګاللې دي. خو هوښيار ملتونه د بهرنيانو د مداخلو مخه نيسي، د هغوي د مداخلو بهانې له منځه وړي، نه يې پرېږدي چې بهرنيان د دوي خاورې ته ننوزې او هيواد يې د جنګ ميدان شي. خو موږ په خپله خاوره کې دننه له بهرنيانو سره په جنګ او ځانوژنه وياړو او هيڅکله مو د بهرنيانو د مداخلو د مخنيوي په باب فکر نه دی کړی. يو بل واقعيت دادی چې بهرنيان هيڅ وخت زموږ خاورې ته يوازې نه دې راغلي. هغوی د موجودې ناروا پر ضد د مبارزې په ګرمو څپو کې ګڼ شمير افغانان د ځان ملګري کړي او تر ځان دمخه يې د خپلو افغانانو د تورې خولې ته برابر کړي دي.
که د تېرې عيسوي پېړۍ د اتيايمو او نوييمو کلونو د اوږدو غمونو له بيانه تير شو، نو په افغانستان کې د وروستيو شلو کالو پېښې د همدغه تياتر بې تبصرې ننداره ده.
کله چې د ۲۰۰۱ کال دسپټمبر په ۱۱ د نيويارک د غبرګونو اسمانڅکو د نړېدو په تور کې د امريکايانو د دښمنۍ ګوته د القاعدې مشر بن لادن ته ونيول شوه، ط ا ل بانو امريکايانو ته دهغه له ورکړې انکار وکړ او په دې ډول يې د افغانستان استقلال، ملي ګټې، د خلکو ژوند او خپله واکمني«ا.ا.ا» د بن لادن له سره قربان کړل.
امريکايانو او د ناټو متحدينو د نړۍ د بې سياله او بې رقيبه ابر قدرت پتوګه په ټول قوت له تروريزم سره دمبارزې په بهانه پر افغانستان يرغل وکړ. د افغانستان ښارونه ، کلي او بانډې يې بمبار کړل . د ط ا ل بانو حاکميت يې نسکور کړ، او هماغه خلک يې بيرته حاکميت ته ورسول چې ط ا ل بان يې پر وړاندې جنګېدل. په دې ترڅ کې يې ډلې ډلې ط ال ب جنګيالي بنديان ووژل، او د هغوی مشران يې له قضا او محکمې پرته د ترورستانو په نامه د پلچرخي، بګرام او ګوانتانامو زندانونو ته واچول چې برخليک او واک يې د امريکايانو په لاس کې و. ښکاره وه چې دغه ډول بلواکۍ او زورواکۍد بقا قابليت نه درلود.
په افغانستان کې د بهرنيانو په شتون او ښکېلاک کې افغانستان ته بهرنۍ مرستې د باران په شان راوورېدې. مکتبونه جوړ شول، زاړه سرکونه ورغول شول او نوې لارې جوړې شوې، د لوړو زده کړو دولتي او خصوصي موسسات جوړ شول، د عامه اړيکو تلفوني شبکو، خبري رسنيو، تلويزيونونه ، راديوګانو او چاپې رسنيو او د بيان ازادۍ بې ساری پرمختګ وکړ. سياسي ګوندونه جوړ شول. اساسي قانون جوړ شو، په ټاکنو کې د زورواکۍ او درغلۍ د شتون سره سره خلک د ټاکنو له کلتور سره اشنا او عادت شول، ولسمشريزې ټاکنې وشوې، ملي شورا، ولايتې او د ولسواليو شوراګانې جوړې شوې.
تر ټولو مهمه دا وه چې خلکو باور پيدا کړی و، که د بهرنيانو لاسوهني او بلواکي پای ته ورسيږي، د خلکو رايي به اعتبار پيدا کړي، ولسواکي به حاکمه شي او نور به قدرت ته د رسېدو لپاره قيامونو، خيزشونو، جنګونو او مرګونو ته ضرورت نه وي.
د پورتنيو پرمختګونو او لاسته راوړنو سره سره په افغانستان کې د بهررنيانو لاس خلاصی موجوديت او بلواکي يو واقعيت و. همدغه واقعيت هم د فساد او هم د جنګ تبرګي ته لاستی اچولی و. ظلم، بلواکۍ او ناروا ته د پای لټون په کار و. له ط ا ل بانو سره د امريکايانو د سولې د خبرو پيل افغانانو ته هيله بښونکې وې. فکر کيده د يوې سوله اييزې موافقې پر بنياد، چې له مخې به يې بهرنيان له افغانستان څخه ووځي، د افغانستان د نظام بنيادونه به پر ځای پاتې شي، د بهرنيانو بشري مرستې، سياسي او اقتصادي ملاتړ به دوام پيدا کړي، او افغانان به په اسانه وکړی شي د يو رښتيني او مشروع وګړنيز نظام د جوړښت لپاره لاس په کار شي. خو کله چې د امريکايانو او ط ا ل بانو تر منځ د دوحې په تړون کې د افغانستان د جمهوريت حکومت له پامه و غورځول شو، په هماغه ورځ ط ا ل ب ا نو د بريا او د جمهوريت مسؤلينو د ماتې احساس وکړ. تر هغې وروسته د حکومت او ط ا ل ب ا نو تر منځ د سولې خبرې بې ګټې وي. په نتيجه کې د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ نېټه موږ ټول یو ځل بيا د زور له لارې پر جمهوريت د ط ا ل ب انو د انقلابي بري شاهدان وو.
سره له دې چې ددغې پېښې په وړاندې په کور دننه او بهر د اشخاصو، ټولنو او دولتونو دريځونه يو شان نه دي، خو يو واقعيت د ټولو لپاره روښانه دی چې جمهوري نظام د خپلو ښېګڼو او نيمګړتياو سره سقوط او پر ځاي يې د ط ا ل ب ا نو ا ا د خپلو ښېګڼو او نيمګړتياو سره پر افغانستان حاکم دی.
د جمهوريت له سقوط او د ط ا ل ب ا نو له بريا سره هغه مخامخ وسله واله جګړه پای ته رسېدلې ده چې له امله يې هره ورځ په سلګونو افغانانو قرباني ورکوله. ط ا ل ب ا ن د هيواد په ټول قلمرو حاکميت لري، د هيواد د مرکزي حاکميت په وړاندې د قدرت موازي جزيرې، غله، زورواکي، غاصب او فاسد افراد له واک او ځواک څخه لويدلي دي.خو له بده مرغه حاکميت ته د طالبانو په رسېدو د افغانستان بحران نوې بڼه نيولې ده. فقر، لوږه، بيکاري، وچکالي او مرضونه هر شېبه د افغانانو ژوند ګواښي. د افغانستان پانګه کنګل شوې او د افغانستان پر بانکونو د سويفټ نړيواله اړيکه بنده شوې ده. افغانان او نړيوال د نوي حاکميت له يو شمير کړنو ناراضه دي، نوې واکمنۍ د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې تړلې دي، پر ملي بيرغ، ملي سرود، نوروز، هنر، موسيقي او داسې نورو ملي دودونو بنديز له حاکميت څخه د ولس کرکه پاروي. ط ا ل ب ا ن د نظام په جوړښت کې د خلکو رای ته ارزښت نه ورکوي. د سياسي او مدني خوځښتونو په وړاندې د نوي حاکميت دريځ معلوم نه دی. د ط ا ل ب ا نو په وړاندې د داعش په څېر هم د ځينو ترورستي کړيو او هم د ځينو ناراضو افغانانو د سياسي، تنظيمي او جنګي خوځښتونو د مقاومت ګواښ موجود دی. دا او دې ته ورته نور عوامل ددې باعث شوي دي چې د طالبانو د ملاتړو او اسلامي هيوادونو په شمول لا تر اوسه د نړۍ هيڅ هيواد د ط ا ل ب ا نو د واکمنۍ رسميت پېژندلو ته زړه نه ښه کوي او افغانستان د ط ا ل ب ا نو د لومړي حاکميت په څېر يو ځل بيا له نړيوالې انزوا سره مخ دی.
له بده مرغه په دغه شان ناوړه حالت کې هم افغان منورين د ستونزو د حللارو په لټون کې يو له بل سره متقابل پوهاوي ته نه رسيږي. ډيری منورين د يوې يا بلې ډلې په افراطي ستاينه او غندنه خپل احساست سړوي او چې د احساساتو لمبه يې سړه شي فکر کوي لوی مبارز او د ستر حقايقو د بیان سرلاری دي.
هغوی چې د هيواد له روانې غميزې څخه د وتلو په تلاش کې د مسؤليت احساس کوي ورته بويه چې په روانو حالاتو کې په دغو ټکو غور وکړي. دحاکمو ط ا ل ب ا نو او پرځېدلي جمهوريت د پلويانو په شمول ټولو ته ښايې چې په زغم او حوصله يې له نورو هم واوري او نورو ته يې هم واوروي.
– هغوی چې ځانونه د منورينو له ټوله بولي بايد باور ولري چې د ط ا ل ب ا نو په شمول هيڅ سياسي او وسله وال تنظيم د افغانستان د کوم قوم استازيتوب نه شي کولی. په قومي او ژبنيو تمايلاتو کې ځانونه په سياسي او جنګي ډلو پورې مه تړئ، سياسي جنګي ډلو ته د زنده باد او مرده باد په نارو خپل ځانونه مه ټيټوئ، لاره مه ورکړئ، په ولسواکۍ باور ولرئ او د پلي کېدو لپاره يې پراخه افغانستان شموله همغږي رامنځته کړئ.
– ط ا ل بان او حاکمې کړۍ دې د زمانې د غوښتونو سره سم په ځان کې د بدلون قابليت پيدا کړي. د شريعت د عمومي احکامو په حواله دې وخت نه تيروي. که د جمهوريت د وخت په اساسي قانون کې ملاحظات لري د خلکو ديوې منتخبې شورا له لارې دې زوړ اساسي قانون تعديل کړي، د ټولنيز ژوند د تنظيم لپاره دې نور مدني قوانين جوړ کړي او د همدغو قوانينو په رڼا کې دې ټولنيزې چارې داسې سمبال کړي چې د ټولني ټول وګړي خپل حقوق او مکلفيتونه وپېژني. د نظام په جوړښت کې دې دخلکو رايو ته اعتبار ورکړي. د لويې جرګې ، ملي شورا ، ټولټاکنو او يا هر بل هيواد شموله مشروع ميکانيزم له لارې دې د خلکو رايه او اراده تمثيل او حاکميت ته دې ملي مشروعيت تر لاسه کړي. همدې ته جمهوريت يا ولسواکي ويل کيږي، جمهوريت د اشغال نتيجه او يا له بله ځايه راغلې پديده نه ده. که همدا ستاسې واکمني هم د خلکو رايه تر لاسه کړي، تاسې چې يې هر څه وبولئ، خو همدې ته جمهوريت وايي، همدا جمهوريت ولسواکي ده او همدا جمهوريت ټولشموله حاکميت بلل کيږي، هماغه چې افغانان او نړيوال يې له تاسو څخه غوښتنه کوي. د نجونو د زده کړو او د ښځو د کار پر وړاندې بنديزونه ژر تر ژره له منځه يوسئ، د هيوادوالو او نړيوالو هغو غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړئ چې د هيواد د ملي ګټو او اسلامي احکامو سره تضاد نه لري. له همدې لارې له نړيوالې انزوا څخه د هيواد راایستلو ته لاره هواره کړئ.
– ط ا ل ب ا ن دې د زور له لارې تر لاسه شوي او په زور ساتل کېدونکي حاکميت ته نه هوسيږي، هغوی يوازې د ولسواکۍ له لارې کورنی او نړيوال مشروعيت تر لاسه کولی شي، او يوازې د ولسواکۍ له لارې خپله واکمني له جبري سقوط څخه ژغورلی شي. په زور قدرت ترلاسه کول او په زور قدرت ساتل د تيرو وختونو ناکامه تجربه ده او د اوسنۍ زمانې له غوښتنو سره اړخ نه لګوي.
– د تېرو څلورو نيمو لسيزو تجربو ښودلې ده چې جنګ د بحران د حل لاره نه ده. تر دې وروسته هم هر ډول وسله وال تقابل، مقاومت او سرکوب د تاييد، ملاتړ او منلو وړ نه دی. دمعضلې د ټولو خواو لپاره د وسله وال تقابل پر ځای د سياسي، مدني مبارزې لاره بهتره بلل کيږي.
– د داعش په شمول يو شمير مخالفين چې په وسله والو ګواښونو نه جمهوريت مني او نه ا م ا ر ت، له استثنی پرته د ټولو افغانانو لپاره د کړکې وړ دي.
– نړيوال او ګاونډیان دې نور په افغانستان کې له مداخلو او نيابتي جګړو لاس واخلي. نړيوال دې د تروريستانو غچ له افغانانو څخه نه اخلي. د افغانستان پر پانګه او بانکونو دې بنديزونه پای ته ورسوي. د امريکا ولسمشر دې په نړيوال بانک کې د افغانستان د ذخيره شوې پانګې د ویش حق ځانته نه ورکوي. د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر په ۱۱ د نيويارک په غمجنه پېښه کې د افغانانو لاس نشته او افغانان ددغې پېښې د قربانيانو په وړاندې له انساني همدردۍ پرته هيڅ مسؤليت نه لري. له دې کبله ددغې پېښې د قربانيانو کورنيو ته د مظلومو او فقيرو افغانانو د پانګې بيلول د زور کارولو، ظلم او غصب په غير بل څه نه شي بلل کيدی.
ښايي په دغو او دې ته ورته نورو ټکو کې همغږي مو له هغه بحرانه راوباسي چې څلورنيمې لسيزې ورسره لاس او ګرېوان يو.
د آزاد، ولسواکه، سوکاله او ښېرازه افغانستان په هيله!
31.03.2022

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.