تر سختو غبرګونونو وروسته روسيې د امنيت شورا د غونډي غوښتنه کړې

625

روسيې د اوکراين په بوچا کې د ملکي جسدونو خپاره شوي عکسونه «جعلي» بللي. فرانسې او آلمان بيا پر دغه هيواد د شديدو بندیزونو لګولو خبره کړې. په دې منځ کې زيلنسکي د روسیې په تړاو د میرکل پر سياست نيوکه کړې ده.

Ukraine Massengrab in Bucha

د روسي ځواکونو له خوا د ملکیانو قتل او په بوچا ښارګوټي کې د جمعې په ورځ د ډله ایزو قبرونو د موندنې په اړه د نړيوالو د غبرګونو تر شديدو وروسته، د روسیې حکومت نن، د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د یوې بيړنۍ غونډې د رابللو غوښته کړې ده.
په ملګرو ملتونو کې د روسیې د سفير مرستيال ديمتري پوليانسکي پر خپله تويټر پاڼه باندې ليکلي دي چې مسکو «د اوکرايني تندلارو د کرکې له ډکو پارونو» له کبله د دې غونډې غوښتونکې ده.
اوکراین روسیه د کيف په شا او خوا کې د غير نظاميانو په «قصدي قتلونو او نسل وژنه» تورنه کړې ده. اوکرايني ځواکونه د شنبې په ورځ توانيدل چې د دېرشو ښارونو او کليو چې د بوچا ښارګوټی هم پکې شامل دی، کنترول بيرته په لاس واخلي. دا سيمې څو اوونۍ د روسي ځواکونو په کنترول کې وې.
د بوچا ښارګوټي د ډله ایزو قبرونو عسکونو چې د خبري آژانسونو له خوا نشر شوی ول، د نړيوالو غبرګون راپارولی دی. په دې عکسونو کې د ښاريانو جسدونه ليدل کيږي چې لاسونه یې تړل شوي دي او داسې بريښي چې پر بايسکل سپاره او يا هم له سودا اخیستو د راستنېدو په حال کې دي.
داسې تور لګول کیږي چې روسي ځواکونو په سونو ملکيان په ډزو وژلي او د هغوی مړي يې په ډله ایزو قبرونو کې ښخ کړي دي. بوچا ښارګوټی د کیف په شمال لوېديځ کې د ۴۰ کیلومترو په واټن کې پروت دی.
د «مکسار» امریکايي شرکت د سپوږمکۍ له لارې اخيستل شوی د بوچا د کليسا په ساحه کې د ۱۴ متره اوږدې کندې عکس خپور کړی دی. د اوکراين د سيمه ایزو رپوټونو په حواله روسي ځواکونو د لږ تر لږه څو سوو ملکيانو جسدونه په دې کنده کې ښخ کړي دي.
د مکسار شرکت له خوا ویل شوي چې په دغه کليسا کې د کندۍ لومړۍ نخښې د مارچ پر لسمه نیټه ليدل شوې وې.
زيلنسکی د ميرکل د روسیې پر سياست سختې نيوکې کړي
د اوکراين جمهوررئيس ولاديمير زيلنسکي په يوه ويډيويي پېغام کې د روسیې په اړه د آلمان د پخوانۍ صدراعظمې انګلا میرکل پر سیاست سختې نيوکې کړي او هغې ته يې بوچا ته د سفر بلنه ورکړې ده.

Ukraine Massengrab in Bucha

د سپوږمکۍ له خوا اخيستل شوی انځور

نوموړي په دې پېغام کې ویلي چې ميرکل او د فرانسې پخواني ولسمشر نيکولای سرکوزي دې بوچا ته د سفر پر وخت په دې وروستیو کلونو کې د روسیې په تړاو خپل ناکام سياست له نزدې ننداره کړي.
د ناټو غړيو هيوادونو چې آلمان یې هم برخه دی، په ۲۰۰۸م کال کې اوکراین ته د ناټو د غړيتوب د ورکړې ژمنه وکړه خو بيا وروسته له روسیې سره د سياسي ملاحظاتو له کبله له خپلې دې ژمنې پر شا شول. زيلنسکي په خپل دغه ويديويي پېغام کې ويلي: «زه میرمن ميرکل او ښاغلي سرکوزي ته بلنه ورکوم چې بوچا ته راشي او وويني چې په تېرو ۱۴ کلونو کې روسیې ته د امتیاز د ورکړې سياست یې کومې پایلې لري.»
پر روسیې نوي بندیزونه
د آلمان صدراعظم اولاف شولڅ په داسې حال کې چې د يکشنبې په ورځ یې په بوچا کې د روسيې جنايت په کلکو ټکو غندلی وو، د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې حکومت به یې د خپلو غربي متحدينو سره په ګډه په راتلونکو ورځو کې پر روسیې نوي بندیزونه وضع کړي. شولڅ ټینګاروکړ چې پوتین او پلويان به یې په بوچا کې د جنګي جنايت له پايلو په امان کې پاته نه شي.
شولڅ زياته کړه چې هيواد به یې اوکراين ته د وسلو ليږد ته ادامه ورکړي. د آلمان د دفاع وزيرې هم د لومړي تلویزيون سره په خبرو کې ورته څرګندونې وکړې او ويې ویل چې د بوچا په څېر جنګي جنايتونه باید بې ځوابه پاته نه شي.
په همدې حال کې د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون هم پر روسیې د نويو بندیزونو د اړتيا خبره وکړه او پر روسي ځواکونو یې په بوچا کې د ملکيانو د وژنې تور ولګاوه. مکرون د فرانسې يوې راډيويي شبکې سره په خبرو کې وويل چې په دې اړه چې روسیه په اوکراين کې د جنګي جنايتونو مسئوله ده، «ډېرې روښانه نخښې» لرو.
د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزير انتوني بلینکن په بوچا کې د وژنو انځورونه دردونکي وبلل او ویې ويل چې متحده ایالاتو لا تر مخه ويلي ول چې امريکا باور لري چې روسیې جنګي جرمونه ترسره کړي دي.
د ناټو عمومي منشي ينس ستولتنبيرګ هم هغه څه چې د بوچا په ګډون د روسیې تر اشغال لاندې سيمو کې ترسره شوي، محکوم کړي. نوموړي ويلي: «لسیزې تېرې شوې وې چې په اروپا کې د ملکيانو پر وړاندې د دې ډول وحشت شاهدان نه وو.»
مسکو: عکسونه جعلي دي
روسیې له بوچا څخه خپاره شوي عکسونه «جعلي او سفارشي» بللي دي او ادعا یې کړې چې دا عکسونه «د روسیې د ګرم بللو د توطيې» برخه ده. د دغه هيواد د بهرنيو چارو وزارت، امريکا او ناټو د دې «تحريک استادان يا طراحان» بللي او ویلي يې دي چې د عکسونو په اړه د غربي هيوادونو چټک غبرګون «د روسيې شهرت ته د زيان رسولو د نقشې برخه» ده.
اوکراين ويلي دي چې د روسیې د جنګي جرمونو د ثبتولو په موخه به د کارپوهانو يوه ډله بوچا ته وليږدوي. د اوکرايني رسنیو په حواله د يکشنبې (د اپريل درېمه نیټه) تر ماښامه پورې په بوچا کې د ۳۳۰ په شا او خوا کې جسدونه له خاورو را ايستل شوي ول. په نورو مړو پسې به لټه د دوشنبې په ورځ ادامه ولري.

دویچه ویله

 

 

 

 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.