لکه په توره شپه وي لمرختلې

پروین ملال

1,091

 لکه په توره شپه وي لمرختلې …

د شوراو ږوږ، د سراوتال څه زیږدیدلې،

ښکلې ، شوخې مرغۍ، د هسکو ونو سرکي

د نااشنا مینې سندرې وايې

ګلګونې پاڼې د وږموپه غیږکي

د ډیره شوقه ریږدي

او د رڼاسره دمیني پټ پټونې کوي

څڼور لمر لکه د غرب شهزاده

د ژیړو څڼو خرمن شاته کړ، راهسک شو

او خپل مخ د سمندر په آئینه کې ګوري

د ساحلونو وږمې د غرب دلوڼو،

په زرینو څڼوګوتې وهي

لمر یې بربنډو اندامونو باندي

د ژړو، تړمو، ځلیدونکو وړانګو

زرین رنګونه پاشي

دښارګلرنګه یوسف مخي زلمي

د سمندر څپې په غیږکي اخلي

او د اوبو سره د شور اومستۍ لوبې کوي

 عمرخوړلي ښځه لکه د ښارد سینګارتون تابلو

په نرمو، نرمو قدمونو  په یو واټ تیریږي

ښکلي رنګین کمیس یې

 د طبیعت په ښکلاګانو باندی خاندي اورنګونه شیندي

شونډې یې سرې کړي د شفق په شاني.

دنګې ، بې باکې نجونې توروکالیوکي جوپې، جوپې

د مکتب لورته درومي

 زرینې څوڼې یې په ملاوو باندې خولې لګوې

 اوتوروجامو باندې یې څه هیښوونکي شان انځورجوړوي

لکه په نیمه شپه وي لمر ختلي.

د قهوي خوږ وږم بازارکي خپوردي

دیوسوالګرد جادویې ګیتار په ږغ کي راتاویږي

شین آسمان ته خیژي

د میخانې څخه راوتلي جوړې د یواو بل ترملا لاسونه تاوکړه

په لویه لارکې یو د بل څخه ښکلونه اخلي

وختونه وشوه دلته،

 د، دود ، دستور کلمې د ناویلو اسطورو په شاني

په کتابونو کي وېنو خوړلې

کلونه وشوه دلته، مئین د خپلي محبوبې دیدن ته

 د ژوند اومرګ  په صراط نه تیریږې .

۲۰۲۱/۱/۲۱

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.