د سیاسي واک ماهیت

مولانا وحیدالدین خان

766
په اسلام کې د سیاسي اقتدار اهمیت یواځېنی لامل سیاسي استحکام political stability دی چې قرآن ورته د تمکین فی الارض خطاب کړیدی. په اسلام کې د سیاسي اقتدار هدف د عادلانه نظام یا قوانینو پلي کول نه دي بلکې په ټولنه کې د استحکام قیام دی. کله چې استحکام موجود وي نو خلکو ته به په خپله دایره کې د دیني کار کولو فرصت په لاس ورځي. د بیلګې په توګه، د جومات په شکل کې د لمونځ د قیام نظام، د مدرسې په شکل کې د دیني تعلیم سهولت، د حج په بڼه کې ټولنیز نظام، او د دعوت په شکل کې د دین خورول او داسې نور.
همدا لامل دی چې په لمړنيو وختونو کې خانداني نظام د خلافت ځاې ونیو نو صحابوو، تابعينو، تبع تابعينو نه واخله د وروستني وخت علماوو او د‌ ملت ټولو وګړو دغه خانداني پاچايي ومنله او پدغه ډول په ټولنه کې د استحکام چاپیریال رامنځ ته شو. ددغه استحکام د کبله هر مومن ته د دین د ټولو غوښتنو د پوره کولو فرصت په لاس ورغي. د بیلګې په ډول د قرآن حفاظت، د احادیثو جمع او تدوین، د فقهي علومو ارتقاء، د جوماتونو او مدرسو نظام، د عمرې او حج نظام، د اسلامي علومو تدوین او داسې نور. دا ټول کارونه د امنیت په چاپیریال کې د زرو کلونو پورې جاري وو.
په شلمه سلیزه کې د مسلمانانو په منځ کې ډیر خوځښتونه را اوچت شول چې یوازینی هدف یې سیاسي اقتدار وو. ددې ټولو خوځښتونو قضیه د ظاهري توپیر سره سره یوه وه او هغه سیاسي رجحان political orientation وو او د ټولو خوزښتونو پیلامه په مشترکه توګه یو شان وه او هغه د خپل هدف ته په رسیدو کې ناکامي.
د الله پاک سنت دا نه دي چې څوک دې د اسلام د هدف سره پاڅون وکړي او خپل هدف ته ونه رسي. هدف ته نه رسیدل د کوم خارجي چال پیلامه نه وه بلکې د دغو خوځښتونو بنسټګرو د الله په پلان د ناپوهۍ سبب وو او د ځانه یې یو هدف وټاکو. دغه شان خوزښتونه د همدغه مقدر سره مخ کیږي. دغه راز خوزښتونه اوس هم موجود دي او په دې ټولو هغه مثال رښتیا کیږي چې د باران نه تښتي او د ناوې لاندې یې شپه شي. دې خوزښتونو د خپل هدف د غلطۍ اعتراف ونکړو بلکې د پخواني نوم سره یې خپل نوی کار جاري وساتو. دا لاره د اوسنۍ زمانې د د اسلامي تحریکونو د بنسټګرو سره په ظاهره یوشان کار وشو. ددې خلکو دا فکر د زرو کلونو پخواني حالاتو په تناظر کې جوړ شو. په تیرو زرو کلونو کې په هر ځاې کې سیاسي ماډل مروج وو چې د خوزښتونو بنسټګرو ترې تنویر واخیست او ددغه ذهنیت په حقانیت باندې د بشپړ اطمینان سره یې د خوزښت بنسټ کیښود. مګر دا د اناکرونزم Anachronism یا د زمانې پر ضد د تګ کار وو. اوس د پخواني سیاسي ماډل ځاې ختم شویدی او یواځینۍ لار د غیر سیاسي خوزښت لاره پاتې شویده. پخوانی وخت د پاچاهۍ زمانه وه اوس د جمهوریت او مذهبي بې طرفۍ زمانه ده. یانې داسې وخت چې هر چاته بشپړه خپلواکي ورکړل شویده چې د فرصتونو استعمال په خپله خوښه وکړي. پخوا دغه فرصت یوازې پاچا ته میسر وو خو اوس دغه تخصیص له منځه تللی او هر چاته ټول فرصتونه یو شان د کارولو موقع په لاس ورغلې. نن یوازې یو بندیز دی او هغه د تشدد Voilence نه اجتناب کول دي.
د اسلامي خوزښتونو بنسټګر پدغه راز پوه نه شول. دوۍ د هغه څه د حصول لپاره جنګ پیل کړو چې د مخه ورته ورکړل شوې وو. د یو حدیث مطابق په وروستني وخت کې به د اسلام داعی د پاچا په څیر سفر کوي. (صحیح البخاري حدیث ۲۷۹۹)
دلته د پاچا په څیر سفر نه مطلب دا دی چې پخوا چې کوم فرصتونه پاچاهانو ته مهیا وو ، یو عام داعی به بې د کوم ستونزې کولی شي په خپلواکه توګه د دین دعوت وکړي.
الرسالہ، جنوری 2017
مولانا وحیدالدین خان

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.