آیا ځیني پخواني ځانګړي ځواکونه له

984

آیا ځیني پخواني ځانګړي ځواکونه له مقاومت جبهې سره یو ځای شوي؟

سیګار په یوه راپور کې ویلي دي چې د پخواني حکومت د ملي اردو د کوماندو ځواک ځیني پخواني غړي د ملي مقاومت جبهې سره یو ځای شوې دي. د مقاومت جبهې یوه ویاند هم دا موضوع تاید کړې ده. خو خپله دوی څه وايي؟

Afghanistan Armee-Kommandoeinheit während eines Trainingsprogrammsدوې ورځي وړاندي د افغانستان له پاره د امریکا د بیارغونې د څار ادارې خبر ورکړ چې د امریکا د استخباراتي ادارې د معلوماتو له مخې د افغانستان د پخواني ملي اردو د ځانګړو کومانډو ځیني سرتیري د طالبانو په مقابل کې جنګیدونکي ملي مقاومت جبهې سره یو ځای شوې دي.

د ملي مقاومت جبهې ویاند صبغت الله احمدي دویچه ویله ته وویل، چې د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو ډېر عسکر له دوی سره یو ځای شوې دي. هغه وایي، دوی د طالبانو په مقابل کې د آزادۍ له پاره جګړه کوي.

احمدي وویل: «زه کولی شم ووایم چې د کومانډو اکثريت د مقاومت جبهې سره یو ځای شوې دي او د دې ترڅنګ پخواني ډېر سرتیري د مقاومت جبهې سره یو ځای جګړه کوي. طالبان له پخوانیو سرتیرو او خلکو سره بد چلند لري، موږ د پخوانیو سرتیرو د نیونو، شکنجو او وژنې شاهد یوو.»

Afghanistan Special Force Kabul

د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو یو قوماندان چې د پخواني حکومت پرمهال یې د شاوخوا ۷۰ عسکرو مشري پر غاړه لرله، د امنیتي ویرې له امله د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته وویل، د طالبانو په مقابل کې د ملي مقاومت جبهې ته ډېر کم د ګوتو په شمار کسان په لومړیو ورځو کې ورغلي.

هغه وایي: «دا دومره دقیقه نه ده، زه چې څومره معلومات لرم، په لومړیو ورځو کې محدود کسان هلته لاړل، زما دوه عسکر هم په اولو وختونو کې مقاومت جبهې ته ورغلي ول، خو وروسته یې بیا لاره جلا کړه او ایران ته ولاړل. زموږ عسکر ملګري یا له هيواده بهر وځي او یا هم په پټه ژوند کوي.«

د کومانډو یو سرتیري چې اوس د افغانستان په یوه سرحدي ولایت کې د طالبانو تر سخت فشار لاندې ژوند کوي، له امنیتي ویرې خپل نوم نه ښيي هغه هم همدا خبره کوي، چې ډېر کوماندو مقاومت جبهې ته نه دي ورغلي.

Afghanistan | Kämpfe zwischen Armee und Taliban

نوموړی وایي، له ده څو ځلې غوښتنه شوې ده، خو رد کړې یې ده: «ما نه څو ځلې غوښتنه وشوه، چې مقاومت ته ورشم، خو ما خپل ارام ژوند غوره کړ. ډېر کم کسان ورغلي. هغوی چې ژوند یې تهدیديږي او د طالب له لاسه بله چاره نه لري، نو هغه عسکر مقاومت ته ورغلي.«

د ځانګړو ځواکونو دغه افغان سرتیري وایي، طالبان یې پېژني او څو ځلې یې له ځان سره وړی او پوښتنې یې ترې کړي، چې ولې یې د ملي اردو ځانګړو ځواکونو کې دندې ترسره کړي.

هغوی زیاتوي په بېلابېلو ولایتونو کې طالبان د دوی د ملګرو کورونه پلټي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د سیګار دا راپور تبلغات بولي. د ياد وزارت ویاند عبدالنافع ټکور دویچه ویله ته وویل، مقاومت جبهه یوه فیبسبوکي تبلیغاتي ډله ده: «مقاومت د طالبانو له پاره هیڅ خطر نه دی، بلکل خطر نه دی، نه طالبان ترې خطر احساسوي، دا تبلیغاتي دي او دا «مقاومت» فیسبوکي ډله ده. ځینۍ رسنۍ هوا ورکوي، دا شل کاله څه نه وو چې رسنیو زموږ مخالفت کې ونه ویل، دا هم د تبلغاتو یوه برخه ده.»

عبدالنافع ټکور زیاتوي، ملي اردو او د پخواني حکومت عسکرو ته عمومي عفوه شوې ده او ژوند ته یې هیڅ خطر نشته: «دوی دې ډاډه اوسي، هغوی ته عفوه شوې ده، دوی ته هیڅ ستوونزه نشته او سل په سلو کې مطمین اوسیږي.»

په همدې حال کې یو شمېر پوځي کارپوهان د سیګار راپور ته د شک په سترګه ګوري او وایي چې په ځینو مواریدو کې سیګار بې طرفي نه عملي کوي.

د پوځي چارو افغان کارپوه اسدالله ندیم دویچه ویله ته وویل: «مقاومت جبهه تر اوسه دا توانایي نه لري چې د پخواني حکومت کومانډو چې په کورونو کې دي یا بې کار دي، جذب کړي، که دا ظرفیت پیدا کړي چې دا عسکر جذب کړي نو واقعاً به بیا په یوه لوی ځواک بدل شي، او کولی شي طالبانو ته ستونزي رامنځته کړي.»

دغه افغان کارپوه زیاتوي، طالبانو د کومانډو او پخوانیو سرتیرو سره سخت چلند بند نه کړي، نو دا پوځیان اړ کیږي، چې یوه لوري ته مخه کړي.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.