زېلینسکی: روسي ځواکونو ته اوکرایین کې د افغان – شوروي جګړې پرتله زیات تلفات اوښتي

697

زېلینسکی: روسي ځواکونو ته اوکرایین کې د افغان – شوروي جګړې پرتله زیات تلفات اوښتي

د اوکرایین ولسمشر ولودویمر زېلینسکي ویلي، روسي ځواکونو د تېرو ۴۸ ورځو په جګړه کې خورا درانه زیانونه لیدلي دي.

نوموړی په یوه ویډیويي وینا کې وايي: ”په یاد مو دي چې روسیې ویلي و، په ۴۸ ساعتونو کې به کیېف ونیسي، دا دی ۴۸ ورځې تېرې شوې، د روسي ځواکونو تلفات داسې کچې ته رسېدلي چې شوروي ځواکونو (دومره تلفات) د افغانستان په لس کلنه جګړه کې نه وو لیدلي. ”

د یادونې ده، چې د اوکرایین پر پلازمېنه کیېف د روسي ځواکونو یرغل چې د فبرورۍ پر ۲۴ مه پیل شوی و، له درنو تلفاتو وروسته په ټپه ودرېد.

شنونکي وايي، مسکو په لومړي سره د اوکرایینی مقاومت او نسبتاً کمزوري دفاعي ځواک په ارزونه کې تېروتنه کړې.

روسي ځواکونه د تېلو، مهماتو او خوړو په څېر لومړنیو اړتیاوو پوره کولو کې هم له خنډ او ځنډ سره مخامخ وو.

د دوی ګڼ شمېر پوځي ګاډي په نیمه لار کې ولاړ پاتې وو، چې وروسته اوکراییني تراکتورونو یوه بل لور ته راکاږل.

روسي ځواکونه اوس د پلازمېنې کیېف له شاوخوا سیمو په بشپړه توګه وتلي او د ختیځو دونیڅک او لوهانڅک سیمو په شاوخوا کې خپل قوت سره یو ځای کوي.

ښاغلي زېلینسکي دغه راز د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن هغه څرګندونې ‘د یوه رښتیني ‘ مشر رښتیا خبرې بللې چې وايي، د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین په اوکرایین کې توکمیزه ډلوژنه کوي.

بی بی سی/ پښتو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.