پخوا موږ خو اوس به پاکستان ډیورند نه منی؟؟؟

لیکوال:  داکتر تاج الدین ملت مل

818

د اپریل ۱۳، ۲۰۲۲ ز کال، ساندیاګو، کلفورنیا

ډیر افغانان خاصتا ځوانان کله ناکله پوښتې چې افغانستان ولئ پاکستان ته دومره مهم دی؟. په افغانستان کې د پاکستان ستراتیژیک عمق څه ته وایی؟ ولې پاکستان غواړی په افغانستان کې یو ضعیف او لاس پوڅې دولت واوسی؟  نو لازمه ده پدی اړه زه د خپل اند له مخې یوه څه ولیکم چې ټولو افغانانو ته دا مسایل لا ښه جوت شی. باورمند یم چې ځنې نور پوه او وطنپال شخصیتونه به دا لست لا مکمل کړي.
پاکستان په افغانستان کې لس اساسی موخي لري، چې په خواشینې سره په هره برخه کی زیاتي لاس ته راوړنې هم لري.
اول – پاکستان تل د هندوستان سره د کشمیر په مسله په جنګ جګړو اخته وي، او د هندوستان دولت همیشه د هر افغان دولت سره ښي او باارزښته نیکي اړیکې ساتلي دي. پدی برخه کې د پاکستان څلورموخي دي.
۱ – پاکستان غواړی افغانستان د خپل جنګ د عقبی په توګه استعمال کړي.
۲ – د هند سره په جګړه کی او په نورو حالاتو کې د افغانستان د هر نوعه حملې نه ځان مطمین کړي.
۳ – دوي همیش د کشمیر مسلې ته د دین رنګ ورکړی او هلته یی جهاد یو مهم اصل بللې دی. دا چې یوًشمیر بی عقله او بی درکه افغانان د اسلام تر نوم لاندی هری لوبی ته تیار دي، نو پاکستان به د خپلو عسکرو په ځای د دی پراکسی لښکرو ( مجاهدین او تالبانو) نه هلته هم کاراخلې.
۴- غواړی په افغانستان کې د پاکستان ضد فعالیتونه د هندوستان ضد فعالیتونو باندی بدل کړي.
دویم – پاکستان غواړي افغانستان د تروریزم په یو مرکز بدل کړی، او دا چې اوس نړیوال ابر قدرتونه هم د یو بل په وړاندی ارزانه ایله جاری او بی تمیزه عسکرو ته ضرورت لری، نو لکه چی د دی تیرو ۴۳ کلونو کې هم افغانان د جهاد په نوم په امریکا، عربانو او یهودانو خرڅول چې په نتیجه کې یې نه یوازی دا چې پاکستان په پټه خوله یو اتمی هیواد شو، بلکی د همدغو نړیوالو بی خرپه وسلو او پیسو نه په ګټه یی پاکستان د یوی توانمندی اردو خاوند هم کړ. موږ دا هم ولیدل چې په همدغو وطن پلورونکو جهادیانو او تالبانو یی وار وار افغانستان د خاورو سره برابر او د افغانستان ټولې نظامې تاسیسات او د دولت ټول محرم اسناد یی هم تر لاسه کړل. دا مو هم ولیدل چې پدی تیرو څو کلونو کی پاکستان نه یوازی داچې په تالبانو هم د غرب نه پیسی او اونظامې تجهېزات تر لاسه کړل، بلکی په عین وخت کې یی همدغه بی درکه تالبان یی د ایران په ضد په عربانو وپلورل او هم یی پری د شوروی او چین سره معامله وکړه.
دریم: اقتصادی اړخ:  افغانستان د اقتصاد له لحاظه په څو دلایلو پاکستان ته ارزښمند دی.

۱ – افغانستان تقریبآ په سیمه کی د پاکستانې بی کیفیته محصولاتو تر ټولو ښه بازار دی.

۲ – که افغانستان د دوی په کنترول کی واوسی نو دوي په ډیره اسانې سره د افغانستان او مرکزی اسیا مارکیټونو ته او د هغو خامو موادو ته لاس رسی پیداکولاي شی.

۳ –  یو ضعیفه نظام لرونکی دولت لکه دا اوس د پاکستان ټول امتیازات منی.  د هغوي تجارت ازاد اما افغانې محصولات بند دي.

۴ –  اوس چې افغانستان کوم مواد د کراچی د بندر له لاری واردوي، ټول ترانسپورت یی د پاکستانیانو په لاس کی دی، چې د ډیرو مادی امکاناتو علاوه، د دی سیستم نه د خپلو تخریبی وسایلو د صادرولو لپاره هم کار اخلي.
څلورم – د پښتونستان مسله:

تر هغه ځایه چې پوهیږو پاکستان یو طبیعی هیواد نه بلکې تش د اسلام په نوم د انګریزانو یو بقایا ده.  نو د پاکستان اکثره ایالات لکه بلوچستان، سند، او پښتونخوا چې د مرکزی سیستم (پنجاب) په منګولو کی را ګیر دي. چې د دوي ټول تولیدات پنجاب ته ځی، اما پنجاب بیا دوی ته هیڅ نوعه امتیازات نه ورکوی.  نو که افغانان د پښتونستان مسله را پورته کړی د دی سره دا نور ایالتونه هم خپلي ازادي اخلی نو پاکستان ته بیا د پنجاب نه پرته بل څه نه پاته کیږی.  نو ځکه پاکستان په خپلو ټولو امکاناتو کوښښ کړی او کوی یی چې د پښتونستان مسله له منځه یوسی. دا چې د خط دواړو خواو ته پراته پښتانه یو نومیالې او توانمند قوت وه، نو دوي د کلونو راهیسی د انګریزانو په لارښوونه، ټول مصیبتونه د پښتنوسر ته راوړي دي. د یوی خوا  ورته په خپلو مدرسو کې انتحاریان تربیه کوي، او نړیوالو ته پښتانه غیر متمدن او وحشی اسلام ګرایانو په توګه معرفی کړي او کوي یی.  نو د همدی لاری یی دغربیانو په غولولو د همدی انتحاریانو به پلمه په خپله او په نړیوالو په ډیره وحشیانه توګه بمباردمان او در په در کړل.  چې د دی ښه مثال هم د پاکستانې تالبانو تولیدول او د فاټا سیمو کی د هغوي د فعالیتونو زیاتیدل، د دی بهانه شوه چې دوي د فاتا سیمی د سختو عملیاتو لاندی ونیولي او بالاخره یی فاتا د یوی خود مختاری سیمی نه د پاکستان ضمیمه کړه.  همدا راز د دوي دغه شان لوبي د پښتونخوا د خلکو سره هم کړي او کوی یی.  په همدی سیمو کی د تروریستانو مرکزونه جوړوی، او بیا دا خلک د تروریستانو په نامه او بهانه ټکوي، او د دوي افغانې غرور، ارزښتونه او کلتور هم ور وژنی تر څو دا قوم د غرور نه وغورزوی.
پنځم – د افغانستان طبعی زیرمی او اوبو ته لاس رسی:

افغانستان د نړی د طبعی زیرمو خورا بډای ملک دی.  چې پاکستان و دغو زیرمو ته ازادنه لاس رسی غواړی، او دا لاس رسی یوازی هلته ممکن دی چې په افغانستان کی یو لاس پوڅی نظام بر حال وی.  د نورو زیرمو تر خوا د افغانستان اویه هم پاکستان ته  په وړیا توګه رواني دي، چې هغوي تری د بریښنا او زراعت لپاره بیله قید او شرطه ډیره ګټه پورته کوي.  همدا راز په افغانستان کی د کوکنارو کښت او په پاکستان کی د هغې پراسس کول، د افغانستان لپاره د ‌ډیرو لږو پیسو په بدل کې په میلیونونو افغانان په مخدره توکو روږدي کړي، چې نه یوازی دوي یی فلج کړي، بلکه د دوي کورني او ټولنه یی هم د سختو ستونزو سره مخ کړی ده، اما پاکستان بیا د دغو مخدره موادو د پراسس له کبله ډیر زیات مادی امکانات تر لاسه کوي.
شپږم – په افغانستان کې د یو ولسواکه نظام را تګ په پاکستان کې د ڼظامې کنترول په وړاندی یو جدي خطر دي.  باورمند یو چې  د یوه ولسواکه نظام را منځ ته کیدلو له امله به په پاکستان کې هم ازادی غوښتونکې حرکتونه لا قوی او نه یوازی دا چې د پنجاب مستبدی جاسوسی اداری ته به د جدی ګواښ سبب، بلکه د پاکستان موجودیت ته به هم ژور او په پراخه زیانونه ورسوي.
اوم – په پاکستان کې د خلکو توجه بلی خواته اړول، تر څو د دیموکراسی او عدالت د مخنیوی لپاره په جنګ کې د هیواد د یوی تبلیغاتې وسیلې په توګه کار واخلي.
اتم – پاکستان همیش خپل ټول امکانات د خپلو نظامیانو د هر اړخیزه ګټو لپاره استعمال کړي دي، او د دی نظامیانو بقا او ګټي هم د جنګ پوری تړلی دی. نو پاکستانې نظامیان به کله هم په اسانې دغه صلاحیتونه او امکانات له لاسه ورنه کړي، نو د دی لپاره هم یواځینې اغیزمنه وسیله د هیواد په جنګ کی ښکیلول دي، چې د دی کار لپاره هم په افغانستان کی ارامې نه غواړی.

نهم – پاکستانیان پدی ښه پوهیږی چې د افغانستان بقا یوازی د پښتنو په یوالې او پښتونولې پوری اړه لری، نو د خپلو دغه نوعه بی تمیزه وحشی ګوډاګیانو په وسیله دوي په لر او بر کی پښتانه او پښتنې غرور وژلی او وژنی یی.

لسم – پاکستان چې د اسلام د هیڅ نوعه بنیادونو نه نا خبره هیواد دی، غواړی په اسلامې نړئ کی یو ځانګړې ځای ولری.  چې د همدغه ارمان لپاره یی د افغان مجاهدینو د جهاد د رهبری ډول په غاړه کړ او د دی لاری یی خورا مهم مقام او ډیر امکانات هم تر لاسه کړل، بلکې د همدی وسیلې نه په ګټه یی د کشمیر د مسلُې اسلامې کولو سره یی خپل رقیب (هندوستان) هم د سختو فشارونو سره مخ کړ.

نو د همدغو ناولو موخو په خاطر پاکستانیانو افغانان داسی په مختلفو ډلو ویشلې او هر یوه ته یی داسی شنه باغونه ور ښکاره کړي دي، چې د هغي په امید د خپلو خلکو په وژلو او خپلو شتمنیو په ورانولو او دوي  ته په ډالئ کولو هم بند او واز ندي.  چې ښه مثالونه یی، د ربانې او ګلبدین، تالبانو او نورو اجنټانو په مرسته، او د  ملا ربانی(استادربانی ؟)  سره د لس ماده ایز قرارداد په اساس نه دا چې دوي د افغانستان د بربادیدو او د اردو د ختمولو وسیله شوه، بلکې د همدی لاری یی په افغانانو کی د ملې  سیاست په وړاندی د خلکو کرکه لا زیاته او د ملې یوالې روحیه یی داسی ووژله چې د رغیدو فکر یی هم نشو کولای.  بل ښه مثال یی هم هغه ننګین قرارداد وه چې د ملا عمر سره یی امضا کړی وه ، او د هغې قرار داد له مخې د افغانستان ټول واک او اختیار په لیکلې بڼه پاکستان ته سپارلی شوی وه.

ترټولو مهمه دا چې اوس یی د دوي په واسطه نه یوازی دا چې بد فعله او وحشي روزل شوي تالبان په افغانستان حاکم کړل، بلکې په تالبانو کی یی هم هغه تر ټولو وطنپلورونکې ډله (حقانیان) د تالبانو په سر په شنه زور حاکم کړل او ټول د پاکستان بنیادی اهداف پری هره ورځ  یو په بل پسی په سیستماتیکه توګه داسی تر سره کوي چې د هری نوی لوبی په را منځ ته کولو سره خپل مخکینې لوبی د خلکو له یاده اوباسی.  د افغاستان اردو یی پری یو ځل بیا ړنګه کړه، ملې بیرغ یی تری واخیست، پوه او مسلکې خلک یی تیښتو ته مجبور کړل، ټول مهم او مسلکې کارونه یی د بد اخلاقه چڼو په لاس کی ورکړل.  د افغانستان د پوهنتون تحصیلات یی د کار په پیداکولو کی د تخصص پر ځای کفري زده کړي بللي، مکتبونه یی بند او زیات شمیر مکتبونه او پوهنتونونه یی په مدرسو بدل کړل چې پدی کار سره به په افغانستان کی تالیبانیزیشن عملې او ټوله ټولنه به د دی وحشی تالبانو نه هم زیات وحشی کړي. تر ټولو لا بده دا ده چې دوي د تالبان په دواړه وارونو راوستلو کی اول په افغانستان کی دومره ګډوډی او ستونزي را منځ ته کړي چې بیا د تالبانو په راتللو سره د دوي د دغو اجنټآنو یوی خوا ته کولو په واسطه خلک همدغه وحشی تالبانو ته په هرکلې ویولو او د دوي په وړاندی د ملت د عکس العملونو مخه نیسی، چې همدا اوس د افغانستان یو شمیر بی درکه خلک تالبان د افغانستان او اسلام فرښتې بولي، او په سوشل مډیا کی یی په زرګونو پاکستانیان او خپل افغانې لاس پوڅي د تالبانو په صفتونو مصروف کړي دي.

دوي اوس دافغانستان خارجې پالیسی او داخلې رهبری یی په خبل لاس کی اخستې، چې مسؤلیتونه یی تالبانو ته متوجه، اما امتیازات او ګټي یی دوي تر لاسه کوي.د جاسوسې ادارو مشران یی د ټولو سیاسی موازینو خلاف نه یوازی دا چې کابل او ولایاتو ته ازاد سفرونه کوي، پاکستانې سفیر اوس زیاتره دولتي غونډی رهبري کوي، او په ټولو حساسو ادارو کی یی خپل د ای اس ای اجنټان د مشاورینو په توګه ځای پر ځای کړي دي.  تر ټولو مهمه دا چې افغانستان ټولې دولتې چاري او پالیسي مستقیمآ د هغه لوي مرکز له خوا اداره کیږی چې څه موده دمخه عمران خان په اسلام اباد کی د Afghanistan Control Center (ACC)  په نوم افتتاح کړاو په هغې کی تر ۲۰۰۰ زیات پخوانې او اوسنې استخباراتې ماهرین د افغانستان د هر وزارت او ولایت د چارو لباره ګمارلي شوي دي.

نو  د دغومره زیاتو لاس ته راوړنو سره سره به پاکستان ولی دومره ساده  وي، چې د افغانستان په اړوند د بی مسؤلیته مشری پر ځای یو ازاد افغانستان ولو که هغه ورکوټی (د ډیورند خط د سرحد په توګه د منلو سره ) که هم وي پری قناعت وکړی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.