!زه مینه ناکه نجلۍ نه یم

خدیجه عزیزي

1,420

زه مینه ناکه نجلۍ نه یم.
له خبرو مې خواږه نه څاڅي.
عطرینه نه یم،
د باروتو بوی لرم.
او پلو کې مې،
پلو کې مې بدبختي ده.
احساساتي یم.
حوصله نلرم.
زغم نلرم.
زر غصه کېږم.
زر ډارېږم،
له ټولو لوړو غږونو،
له ټولو وارخطا کسانو،
چې په لیدلو او اورېدو یې زما ذهن ته راځي،
ګواکې دلته به ځانمرګی وي، ګواکې بم به وي
او څوګ به بیا مړ شوی وي.
چې ماشومه وم ښوونځي کې یې غږ کړ”هله وځئ بم دی”
زه د “هله” له کلیمې کرکه لرم!!
نهایت کرکه لرم!!
او زه،
زه منتظره نشم پاتې کېدی،
تاب یې نلرم،
له ټولو هغه شپو چې ددې په انتظار مې تیرې کړي چې ننۍ شپې چاودنه کې به څوګ مړه شوې وي.
له دې ټولو کرکه لرم!!!
زه د جګړو ښار کې لویه شوې نجلۍ یم.
بې مینې،
بې حوصلې،
کمبخته،
کرکجنه
او
غمګینه.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.