بې وطني

عبدالمالک بېکسیار

247
بې وطني د کامې ګوړه نده
خواږه یې ستوني ته ور وځنځوه
بادام، پیستې یې ورپسې وژویه
په کټ کې ډډه شه نصوار واچوه !
بې وطني لکه د اوړي روژه
حلق به دې وچ، خوله به دې تل ترخه وي
زړه به دې تل خپه وي
او سوال به دا نه وي چې ولې خپه ؟
غټ سوال به داوي چې په څه خپه وي؟
خو ځواب هېڅکله به هم نه مومې
زه مساپر که نه وای
ما به د یونګ، سارتر، فروید خبرې
د لاشعور مقولې
کله په ژوند کې هم منلې نه وای
خو اوس دا هېڅ بې هېڅه
چې مدام خوړین زړه ګرځم
بله لار نه لرم مجبور چې لاشعور ته به پنا ور وړمه
او لټوم به پکې خپل د ځیګرخون عوامل
بې وطنۍ کې به مدام ستړی یې
ستړی پدې مانا نه
چې ته به کار نه کوې
بې وطنۍ کې خو به ستا بل نوم پنډي ماما وي
خو ته مدام به ستړي
ژوند ته شیمه به دې نه
څه ته هوس به دې نه
څه ته اسره به دې نه
ستړی به یې که نه یې ؟
خو ته زړه ستړی به یې
چرتونو وړی به یې
له سبا تمه به دې غوڅه وي په توره چاړه
لکه سبا چې هېڅ راتلونکې نه وي
سم لکه مړی به یې
بې وطني لکه یو څه درنه ورک
بې وطني لکه په لټه د یو څه کې روان
بې وطني لکه په څار کې د څه
بې وطني لکه مدام په انتظار کې د څه
بې وطني لکه مدام چې اوس پېښېږي به څه
که هېڅ هم نه کېږي خو ته وایې چې کېږي به څه
بې وطنۍ کې به هر هر څه دریادېږي درته
داسې څیزونه که وطن کې وای هم
په تمام ژوند کې به دې کله ورپام شوی نه و
داسې کسان به دریادېږي که وطن کې هم وای
په یوه پوله یا کوڅه، لاره کې
مخامخ شوي هم وای
نو بې سلامه به تېر شوي سره
زما دا تېرې د روژې څو ورځې
د بس تم ځای سره د جوخت هزارګي نانوایي
په یاد، سوچو تېرې شوې
چېرې به وي، څنګه به وي، څه به کوي ؟ څومره زوړ شوی به اوس
ژوندی به وي که به مسعود وي حلال کړی د افشارو جنګ کې ؟
که زه ورمخ شم ما به وپېژني ؟
ښه پوهېدم چې زه یې نه خوښېدم
او ما په خپلو سترګو څو ځلې لیدلی و چې
ماته له اړخه به یې
دوه درې سړې ډوډۍ هم
را ګډولې په تازه پخو کې
بې وطنۍ کې به دې هر څه ته سودا وي مدام هېڅ بې هېڅه
یانې چې خوشې چټي
زه یوه ورځ ماخستن
سم لېونی غوندې شوم
بس دا سودا راسره مل شوه چې د کلي ویاله وچه به وي ؟
که به اوبه کې راځي ؟
ښه راته پته چې وطن کې سمه نیمه شپه به
یوه ترورزي پسې مې زنګ وواهه
او ترې تپوس مې وکړ
بیا له بښنو او عذرونو وروسته
چې خدای پامان مو ووې
زما سودا شوه چې د کلي مخته
هغه زړه د شوړاتوتو ونه
چې یوه ښاخ یې د کلا پر دېوال سر ایښی و
وي لا ولاړه که به وړې زمانو ځان سره ؟
بېرته مې بیا ترورزي ته زنګ وواهه
بیا تر بښنو او عذرونو وروسته بیا خدای پامان
شېبه لا نه وه تېره
بیا مې سودا شوه د مکتب د مخې
زوړ دوکاندار ته چې به مړ که ژوندی ؟
ما وې ترورزی خو به لا نه وي ویده
خو داځل څومره مې زنګونه چې ترورزي پسې ور وډنګول
ترورزي قسم وکړ چې خدای که به شي
سږ څلورم کال یې شو
د دوکاندار مړي – ژوندي کې د ترورزي مړی – ژوندی رانه غیب
اې ته پوهېږې چې وطن یانې څه ؟
وطن د تا د تن او ځان قواله
ستا د ضمیر او د وجدان قواله
وطن د تا د هر ارمان قواله
د تا د مینې د جانان قواله
وطن د تا د موجودیت پر هر زمان قواله
سر به دې څه در خوږوم، لنډه – اوږده یې دا چې
وطن د تا د عقیدې او د ایمان قواله .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.