غزل

عبدالمالک بېکسیار

546
ستا د یادونو خاطرو یو ډله ایز قبر دی
زړه مې د مینې د اسرو یو ډله ایز قبر دی
د کلیوالو اوس دعا او نه ښېرې قبلېږي
چم د دعاوو د ښېرو یو ډله ایز قبر دی
چې ټول وطن را چاڼ کړې یو وښکی موسکا نه مومې
ټول د شهیدو نندارو یو ډله ایز قبر دی
تاته نو کومه د ژوند نښه شوه ښکاره په مالت
د څو بدبختو او سپېرو یو ډله ایز قبر دی
مازیګر کړي نجونې کیسې پرې د شهیدو ورونو
ګودر د ناز و د نخرو یو ډله ایز قبر دی
د ژوند سرود د ښوونځي له انګړ کډه کړې
مکتب د قاف د ښاپېرو یو ډله ایز قبر دی
تش نوم یې ژوند دی داسې ښکاري لکه وي چې رښتیا
د ښایستونو ګلدرو یو ډله ایز قبر دی
دا پورې غر یو وخت مورچه وه د غلیم مغزي ته
او اوس د پلیو د سپرو یو ډله ایز قبر دی
د ستر خوشال، د مولانا، رحمان، جامي ټاټوبی
د جوماتونو، د حجرو یو ډله ایز قبر دی
خلک به ولې ځنې نه تښتي پر هرڅه بندیز
دا ملک بې شکه په ورو ورو یو ډله ایز قبر دی
ما بېکسیاره د تمام وطن ماتم کړی دی
زړه مې د ډېرو هدیرو یو ډله ایز قبر دی
May be an image of outdoors

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.