دا چاودنې ګهیځ وختي د ”عبدالرحیم شهید ” په نامه لیسه کې شوې دي

684

دعوت میډیا ۲۴(سه شنبه/۳۰ وری/۱۴۰۱):

ویل کیږي لومړۍ چاودنه د ممتاز ښوونیز مرکز ته څېرمه شوې او بله چاودنه د عبدالرحیم شهید لېسې مخې ته هغه مهال رامنځ ته شوې چې زده کوونکې له ښوونځي څخه د رخصتېدو په حال کې و
چې د عبدالرحیم شهید لېسې پر زده کوونکو برید کې بیا کابو ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
همدارنګه د ممتاز ښوونیز مرکز پر زده کوونکو چاودنه کې ۶ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان دي.

د کابل امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ بیا پر ټویټر پاڼه لیکلي نن غرمه ۱۰ بجې دی اتلسمې حوزې اړوند د عبدالرحیم شهید د ليسې مخې ته په بيلابيلو چاودنو کې زموږ ۶ تنه هيوادوال په شهادت رسیدلي او ۱۱ نور ټپیان شوي.
سیمې ته زموږ امنیتي ځواکونه رسیدلي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل د نننیو بریدونو له کبله د عامې روغتیا وزارت اړوند روغتونونو ته ۵ جسدونه او ۲۰ ټپیان ور وړل شوي دي.

مخکېني ولسمشر حامد کرزي د کابل ننني برید په غبرګون کې دا برید بشر ضد جنایت بللی او ویلي یې دي چې دا کړنه په هېواد کې له ښوونې سره ښکاره دوښمني او له لوستي نسل ډار ښي

د مخکېني حکومت د مشرانو جرګې مشر فضل هادی مسلمیار
په ښوونځیو او زده کوونکو بریدونه لوی وحشت، جبر او ظلم بللی او په هېڅ ډول د توجیه وړ نه دي

د مخکېني ولسمشر ارشد مشاور ضیاوالحق امرخیل دغه پېښه غندلې او ویلي دي
‏موږ که د هر مذهب او قام یو، واحد وجود یو
تعلیم رڼا ده،دښمن زموږ له رڼا ویریږي؛خو هیڅکله به دا څراغونه ګل نشي
ټولو دردمنو کورنیو ته تسلیت ویلی

جنرال مبین خان هم دغه پېښه تأیید کړې ده او زیاته کړې ده چې د چاودنو له امله زموږ هيوادوالو ته تلفات اوښتي .
د کابل لوېدیځ کې چې ډېری اوسېدونکي یې شیعه ګان دي، له دې مخکې هم ددې سیمو پر تعلیمي مرکزونو بریدونه شوي دي.

راپور : سیما مایار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.