غزل

عبدالمالک بېکسیار

731
د جنګ د بلا سر به چېرې وي، د چا په لاس ؟
په وینو سور خنجر به چېرې وي، د چا په لاس ؟
دا موږ چې د اسلام په نامه وژني هره ورځ
قیزه ددې لښکر به چېرې وي، د چا په لاس ؟
ملالې د وطن تورنوي په ټابلېټ (کا)
ددغه غوایي ښکر به چېرې وي، د چا په لاس ؟
همدوی جمهوریت وخوړ، امارت بدناموي
چې پړی د دې خر به چېرې وي، د چا په لاس ؟
چې چا به یې تړلې وي وزرې په تزویر ؟
د سولې سپین سحر به چېرې وي، د چا په لاس ؟
د ټول عمر روژه یو بېکسیاره په تش نس
راځي زموږ اختر به چېرې وي، د چا په لاس ؟ .
May be an image of 2 people, beard and people standing

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.