غزل

عبدالمالک بېکسیار

1,362
مني وکړه بیا د پاڼو نقاشي
په زړه لیک مې د مماڼو نقاشي
په روان لښتي د لښتې ولې عکس
لکه کړې چا د زاڼو نقاشي
وچو پاڼو کې چې اخلم هر قدم
ته وا څیرم د ګلپاڼو نقاشي
غبرګې خویندې لام لام زلفې یرغه تګ
را تر سترګو شوه د بیاڼو نقاشي
هنرمنده تر ګل تېر شه ماته کړه
بم چې غورځي په وراباڼو نقاشي
خاپ خاپ واوره په تور غره لکه برګ اس
ځغلي چېرې دا د کاڼو نقاشي ؟
له موزیم د بېکسیار د خیال شوه لوټ
ستا د دوه سترګو ناجاڼو نقاشي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.