ولې باید «سجده» په آرامۍ ترسره کړو؟

محمد تمیم تکل

1,320

ولې باید «سجده» په آرامۍ ترسره کړو؟

د دوکتور اندریو نیوزبرگ تحقیق:

په ۲۱مه پېړۍ کې زموږ بدن هره ورځ په زیاته اندازه الکترومقناطیسي څپې ترلاسه کوي. دغه امواج موږ له هغو الکټریکي وسایلو ترلاسه کوو چې اوس زموږ د ژوند برخه گرځېدلې او لرې کولای یې هم نه شو.

له ماښام وروسته رنگارنگ څراغونه او گروپونه چې د یوه ساعت له پاره هم نه مړه کېږي؛ دا هم هغه څه دي چې یادې څپې موږ ترې ترلاسه کوو.

داسې که ووایو:
انسان داسې دی؛ لکه موبایل او الکترومقناطیسي څپې داسې دي؛ لکه چارجر. دا مانا چې موږ یې په وسیله هره ورځ چارچ اخلو؛ خو هېڅ نه پوهېږو.

دغه چارچ د مغز په برخه کې ځای پر ځای کېږي. چې له همدې امله د روحي فشار، افسرده گۍ، تنبلۍ او نورو ستونزو لامل گرځي. دغه برخه وظیفه لري چې بدن ته منفي او مثبت چارجونه را واخلي.

دوکتور نیوزبرگ د عبادت پر مهال د مغز د امواجو فعالیتونه څېړلي دي. ده ثابته کړه چې د مغز ځينې برخې دي چې د امواجو له امله ډېر زیان ویني. د ده د کار نتیجه ښيي چې په ورځ کې په منظم ډول عبادت(سر په ځمکه کېښودل) د مغز د فرونتال لوب د برخې کمزورتیا جبرانوي او قوت وربښي، نه یې پرېږدي چې کار یې سست شي. دا هماغه برخه ده چې د انسان مکالمه، مطالعه او حافظه تنظیموي او یا کنترولوي.

له همدې امله څوک چې سجدې ډېرې کوي؛ په بوډاتوب او ډېر عمر کې به یې حافظه کمزورې نه شي.

عمده نښې او علامې یې کومې دي؟
د سر منظم دردونه
سستۍ او کهالت
د بدن بند بند خوږېدل
بې ځایه خپگان
هوش پرکی
د حل لاره یې څه ده؟

تندی او وچولی باید په ځمکه کېښودل شي؛ تر څو له دې لارې زموږ د بدن الکترومقناطیسي امواج تخلیه شي؛ مثال یې داسې دی؛ لکه د باران پر مهال د برېښنا او ځمکې اړیکه!

دغه مثبت الکټريکي امواج یوازې له همدې لارې تخیله کېدای شي چې وروستۍ څېړنې یې هم تاییدوي. دا هم ویل کېږي چې مخ به د ځمکې د مرکز په طرف اړوئ بیا به سر په ځمکه ږدئ.

سجده د مضره سگنالونو د تخلیې له پاره تر ټولو بهترینه لاره. معنوي او ایماني مسایل یې بیخي په ځای پرېږدو.

لنډيز: د طبي څېړنو پایله په ساده ژبه:
که غواړو چې لمونځ په سمه توگه له معنوي اثراتو سربېره طبي تاثیرات هم راباندې وکړي او موږ یې گټه ترلاسه کړو؛ نو دغه اصول باید مراعت شي:
سجده باید لږ تر لږه ۵ ثانیې وي(که ډېره وي خو بیخي ښه ده)
رکوع باید لږ تر لږه ۵ ثانیې وي
په سخته ځمکه باندې باید سر کېښودل شي
مخ باید د ځمکې د مرکز طرف ته وي

* هغه لمونځ چې آرامۍ، خشوع، خضوع او عاجزۍ سره ترسره نه شي؛ نه به یې معنوي خوند و وینو او نه هم طبي یا رواني. باید پوه شو چې د لمانځه فواید ټول مشروط دي، څنگه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم لمونځ کاوه، هماغه لمونځ به وي چې بیا به یې موږ ته گټه ورسېږي. نه دا 4g سرعت والا! که غواړو چې لمونځ واقعاً په موږ باندې تاثیر وکړي؛ نو باید چې هر رکن یې په عاجزۍ ترسره کړو. د دې له پاره چې زموږ لمونځ کې خوند پیدا شي باید دا کارونه وکړو:
له حرامو څخه ځان وساتو
ډېر و نه خاندو
له سترگو سره احتیاط وکړو
له ډېرو خبرو ځان وساتو
ډېر خوراک او په ماړه نس خوراک و نه کړو
په اوداسه کې دقت وکړو؛ ځکه اودس د لمانځه کوډ دی
هر سورت چې تلاوت کوو، که یې د تلاوت پر مهال ترجمې او محتوا ته دقت وشي؛ له هوش پرکۍ به ساتل شوي یو.
ـــــــــــــــــــــــــــــ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.