له هرې موضوع د ټوکو مضمون مه جوړوئ

تازه ګل شینواری

555
دری ژبه کې ېو مقوله ده چې ( با هر چیز بازی ، با ريش بابه هم ؟ // هرڅه سره لوبې خېر ، خو د بابا ږيرې سره لوبې مه کوئ ) .
د افغانستان د مکتبونو پر 80 فيصده نجونو باندې د نشه ايزو توکو او هغه هم ( K ټابلېټ ) د کارولو تهمت دومره کوچنۍ او بابيزه خبره نه ده چې زموږ ېو شمېر دوستانو ورڅخه ټوکه جوړه کړې او خپل ساعت ورباندې تیروي .
دا ېوازې د دې وطن د معصومو نجونو پر پاکه لمن پورې کړل شوی داغ نه ، بلکې د افغانستان پر اتېا فيصده خلکو باندې د بداخلاقۍ ټاپه ده . د همدغسې سپکو اشخاصو د سپکو لهجو او ناسمو ادعاوو تاثير دی چې زموږ وطن کې د جګړو اور تازه ساتي ، د خلکو تر مېنځ کرکه او بېلتون پېدا کوي ، د معاصرو زده کړو پر ضد خلک پاروي او په نهاېت کې د نجونو د تعليم بندولو لپاره توجيهات رامېنځ ته کوي .
فکر مه کوئ چې دغسې ادعاوې ګواکې کوم خاص ګروپ خلکو ته متوجې دي ؛ دغه ناځوانمردانه تور ، تهمت او بهتان ګوته تقريبا د ټول وطن لوڼو او د هغوي ټولو کورنېو ته نيول شوې ده ، ما او تا هم ترې مستثنی نه يو .
نو د دغسې ناروا تور پورې کوونکو خلکو په وړاندې د سخت او ډېر زېات جدي عکس العمل څرګندولو ضرورت دی ، تر څو په راتلونکي کې څوک د داسې چټېاتو د وېلو جرات ونه کړي او د خبرو له کولو مخکې – اول د خپلو مغزو سره مشوره وکړي .
خېر دی که د هاشم لوګري په خبرو خاندئ او ساعت تېروی خو د وطن د حېا او عزت بدنامونکو لپاره د زهرو په څېر ترخه اوسئ .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.