د انسان ريښتینې ښکلا

محمداکبر حقمل معینزی

0 1,237

د انسان ريښتینې ښکلا د هغه په ښو اخلاقو، مینې، ورورولۍ او یوالي کې ده او پرته له دې څخه انسان ښکلی نه بلکې بدرنګ دی.

ښه اخلاق هغه څه دي، چې شتون یې یوه انسان ته د نورو د ارزښت ورکولو او منلو لامل ګرځي. پرته له غوره اخلاقو هېڅوک نشي کولای چې د نورو په زړونو کې ځای ومومي.

مینه هم له غوره اخلاقو سره تړلې مسئله ده، که مینه شتون ونه لري، نو غوره اخلاق هم شتون نه لري او که مینه شتون ولري، نو غوره اخلاق او غوره چلند به هم وي.

مینه هغه څه ده، چې په غوره اخلاقو رامنځته کېږي، که د مخامخ لوري یا د یو چا مینه او اخلاص غواړئ، نو هڅه وکړئ تر څو پر وړاندې یې له مینې ډک چلند او ښکلي اخلاق غوره کړئ.

ورورولي او یوالی هم له دې مسئلې سره تړلې خبره ده. ورورولي او یوالی هغه څه دي، چې شتون یې خورا بریالۍ پایلې لري.

ورورولي او یوالی د انسان هغه ښکلا ده، چې د هر اړخیزې ښېرازۍ لامل یې ګرځي. هر میلت په ورورولۍ او یوالي سره بریالی میلت بلل کېږي پرته له یوالي او ورورولۍ څخه هېڅ کوم میلت نشي کولای بریالی، مثبت او خپلواک واوسي.

هغه څوک چې بریالي، مثبت او خپلواک وي، نو په اصل کې دوی له ريښتینې ښکلا څخه برخمن دي.

ښه اخلاق، مینه، ورورولي او یوالی د انسانانو تر ټولو ستره او غوره ښکلا ده.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply