د کابل لومړنۍ محکمې نن اوو مجرمینو ته چې بېلابېل جرمونه یې ترسره کړي وو، سزا واوروله. د سترې محکمې د پلاوي په مشرۍ د ملي دفاع وزارت، د استخباراتو لوی ریاست او د وزارت داخلې او نورو دولتي ارګانونو او نورو عامو خلکو په موجودیت کې د اسلامي شریعت د احکامو تعزیري سزا ورکړ شوه.”
چې ۲ تنه د موټر د غصب په جرم په ۶ میاشتني تنفیذي بند او ۳۵ درو، ۲ تنه د شرابو د څښاک په جرم په ۳۵ درو او درې تنه د شرابو څښاک او پلور په جرم په شپږ – شپږ میاشتو تنفذي بند او هر یو په ۳۵ درو سزاګانو محکوم شوي دي
محکمې دا ادعا هم کړې وه چې دغو کسانو پر خپل جرم اعتراف کړی.
طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته د خپلې پخوانۍ واکمنۍ په پرتله دا ژمنه وکړه دوی به د خلکو سره نرم چلند وکړي. خو د رپوټونو له مخې دغې ډلې حتی افسرانو ته ویلي چې له حجاب پرته دفترونو ته د ننوتو اجازه نه لري. خو د امریکا متحده ایالات او نورې نړۍ د طالبانو په لفظي ژمنو کې شکمن دي او تل یې ټینګار کړی چې دغه ډله د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو او د ښځو او اقلیتونو د حقونو په ګډون د بشري حقونو د درناوي لپاره عملي ګامونه پورته کړي تر څو په رسمیت وپېژندل شی
راپور: سیما مایار
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.