د پاکستان لخوا په خوست، کونړ او نیمروز ولایتونو کې ترسره شوی برید

538

د پاکستان لخوا په خوست، کونړ او نیمروز ولایتونو کې ترسره شوی برید

د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا وغندل شو

دعوت میډیا۲۴( دوشنې/۲۹ وری/۱۴۰۱) :
په خوست، کونړ او نیمروز ولایتونو د پاکستان لخوا ترسره شوی برید نن دپښتون ژغورنې غورځنګ لخوا په ګڼو ښارونو کې لاریونونه وشول چې د دپښورښار په احتجاجی لاریون کې د پښتون ژوغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتون هم ګډون کړی وو.
لاریونونو د پاکستان دا کړنه وغنده او د پاکستان له ریاسته یی وغوښتل چې نور د دې پښتنو له وژلو لاس واخلي .
له پېښې سملاسي وروسته افغانستان او پاکستان کې پر خواله رسنیو د مرګژوبلې په اړه غبرګونونه پیل شول.
د وخت په تېرېدو سره باوري سرچینو بېلابېلو رسنیو تائیده کړه چې پاکستانیو الوتکو یادو سیمو کې بمبار کړی او ولسي خلک یې وژلي دي.
د سرچینو په وینا د خوست بریدونو کې لږ تر لږه څلوېښت کسان وژل شوي، چې د یوې کورنۍ ۲۷ غړي هم په کې شامل دي. کونړ کې هم د ښځو او ماشومانو په ګډون ۶ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.
دې پېښې ته د افغان طالبان او د پاکستان د حکومت غبرګونونه د پام وړ توپیر لري، او دواړه خواوې یو بل ملامتوي.
لومړی دې طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې وویل چې په کابل کې مو د پاکستان سفیر احضار کړی دی .
په همدې تړاو د طالبانو مرکزی ویاند ذبیح الله مجاهد د پېښې په تړاو پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي چې د افغانانو حوصلې نور مه ازمویی کنه بد پایلې به ولري .
راپور: سیما مایار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.