دا دریاب دی

غلام نبي ګل

664

دا دریاب دي

دا تر انقلاب وړاندی یا د انقلاب د اوایلو خبره ده خو په کوم کیفیت او قد او اندام چی دوه څلوېښت کاله مخکی ویل شوی ما ته ګرانه ده چی زه یی خپل مخاطب ته وکړم دا ځکه چی د خبری د لومړنی ویونکی مخاطب خپل زوی وه او زما مخاطب هغه څوک ده چی په تازه ګی یی امریکا سره ډغره وهلی او امریکا یی لاس پورته کړیده خو زه مجبور یم چی ډانګ پییلی یی په هماغه کیفیت او قد او اندام خپل مخاطب ته وکړم دا ځکه چی(به تنګ اید به جنګ اید) باور می دا دی چی د مور زامن به می ژر سوټی ته لاس نه وروړی خو بیا هم زړه می راته وایی چی خبره را نرمه کړه هسی نه  روژه ده د الله په دربار کی دی خبره، قبوله او مور می بوره شی.

خبره را لنډوم ځکه لوستونکی به هم کار او بار لری:جریان داسی وه چی زما یو کلیوال چی خپله بیسواده وه خپل زوی یی چی ببرک نومیده په مکتب کی شامل کړیوه خپله د منطقی خان وه دیره یی له پلنګی کټونو ډکه وه ببرک به هر سهار بلا ناغه جز دان په شاه مکتب ته روان وه او غرمه مهال به بیرته کور ته راته دا چی د قلا دروازه یی  دیری ته مخامخ وه نو هره غرمه به یی پلار لیده چی زوی یی له مکتب نه راغی نو لری به یی ورباندی غږ وکړ:ببریه زویه راغلی (نوم یی ببرک وه پلار یی له ډیره نازه ورته ببری ویلی)زوی به یی هم ور غبرګه کړه هو پلاره راغلم بیا به یی پلار له لری ور ناری کړی زویه سبق دی وویلی زوی به یی له لری ځواب ورکړه هو پلاره سبق می وویلی بیا به یی پلار پری ور غږ کړ زویه نن دی کوم سبق ووایه زوی به یی په ښه لوړ اواز وویل (دا دریاب دی د هغه زمان د اول صنف د پښتو مضمون یو درس وه) پلار به یی له لری ورته شاباسی ورکړ څو ورځی سر په سر پلار له زویه همدا پوښتنه تکراروي ببریه زویه نوی سبق دی وویلی زوی په هر ځل ور ته وایی هو پلاره(دا دریاب دی) پلار یی فکر کوی چی دریاب لوی شی دی لوستل به یی هم څو هفتی وخت غواړی د درسی کال تر پایه به الله ﷻ ته معلومه وی چی د زوی او پلار تر منځ به دا سوال او ځواب څو ځلی تکرار شوی وی خو هغه څه چی د کلیوالو تر غوږو رسیدلی وه دا وه چی پلار خپل زوی ته د قهر او غوسی نه په ډک انداز کی وایی (خدای ﷻدی په همدی دریاب غرق کړه چی کال اخر شو ته له دی دریاب نه راونه وتی.

زما ورونو زما اتلانو الله دی ستاسی سیوری د وطن له سره نه کموی خو ستاسی قصه هم د ببری له قصی کمه نه ده ببری په اته میاشتو کی له دریاب څخه راونه وته او تاسو په شپږ ویشت کالو کی نه له ږیری،پګړی او کپړو فارغ شوی او نه مو د لیسی دوری ته لاره پیدا کړه الله ﷻ چی مو اوس بیړی ساحل ته کړی او د حکم او دولت په راس کی قرار لری د خپل مجاهد ملت یواځینی هیله او امید یاست په وړو وړو شیانو خپل قیمتی وخت مه ضایع کوی ما په یو بل مضمون کی هم دا خبره ستاسو حضور ته عرض کړی وه( څو دی وس رسی په لوی دریاب کی ګرځه په ویاله کی د زوال وینم نهنګه) ستاسو په مخ کی ډیر ستر ستر کارونه پراته دی د ملت هیله دا ده چی رهبران یی اصول را ټینک کړی او د اصولو په چوکاټ کی د ښځو او نرو تعلیم او تخصص دومره عام او لازمی کړی لکه فرض لمونځ.     

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.