هغه ۲۱ لارې چارې، چې ستاسو شخصیت ته پرمختګ ورکولای شي!
۱- هره ورځ یو کتاب ولولئ.
۲- د نوې ژبې د زده کولو په هڅه کې شئ.
۳- په خپلو وړتیاوو او مهارتونو وویاړئ او مینه ورسره وکړئ
۴- د اوونۍ فعالیتونه مو وارزوئ
۵- د خپلو راتلونکو موخو لپاره ځانته یو هدفي لیک ولیکئ.
۶- زیات وخت له موافقو (همفکره) خلکو سره واوسئ.
۷- له هغو اشخاصو زده کړه وکړئ، چې د زده کړې تر څنګ مو روحیه پیاوړې کوي.
۸- له بدو عادتونو لاس واخلئ.
۹- د منفياتو ځان وساتئ، او له هغو خلکو سره هم ناسته پاسته پرېږدئ، چې منفیات خپروي.
۱۰- که د څنګ ملګری مو پر څه پوهیږي، هغه هم ستاسو استاد بلل کیږي، نو زده کړه ترې وکړئ.
۱۱- ژوند د یو کتاب په څېر دی، هره ورځ ترې یوه پاڼه درس ولولئ.
۱۲- ځان ته مو یو رهبر یا پند ویوونکی پیدا کړئ او مشورې یې عملي کړئ.
۱۳- د بنډار پروګرامونه کم کړئ او بچت وخت په خپلو بوختیاوو مصرف کړئ.
۱۴- هره ورځ مو خپل چال، چلند (سلوک) ته پام وکړئ.
۱۵- د داسې ملګرو د موندنې هڅه وکړئ چې ستاسو هم مسلکي وي.
۱۶- سختي وزغمئ، ځکه اسانه کارونه هر څوک کولای شي، تاسې باید سخت کارونه وکړئ.
۱۷- په کاري بوختیا کې د ستومانۍ پر وخت یو لنډ بریک (دمه) واخلئ.
۱۸- کم تر کمه په ورځ کې د پيژندل شوې شخصیت یو ژوند لیک ولولئ.
۱۹- د خپلو ګاونډیانو او ملګرو سره مهربانه ژوند غوره کړئ، ځکه ژوند د مینې نوم دی او باید په مهربانۍ سره یې ورځې شپې سبا کړئ.
۲۰- د خپل ځان د پرمختګ په اړه له هر ډول قانوني لارو چارو ګټه واخلئ.
۲۱- شخصیت سره مو د پرمختګ ژمنه وکړئ.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.