درې ضلعی اقتصادي زون

غلام نبي ګل

561

د پاکستان د نوي لومړي وزیر عمران خان دا خبره چې اروپایان د یو بل هیواد ته بې پاسپورته تللی شي نو موږ ولې نشو تللی او یا ولې لاړ نشو. دا خبره څلور نیمې لسیزې مخکې د محمد ظاهر شاه په وخت کې هم راپورته شوې وه خو بیا حالات تغیر شول او محمد ظاهر شاه د واک نه لرې شو.

په تاریخي، کلتوري او اقتصادي لحاظ افغانستان، پاکستان او هندوستان په یو خط کې واقع دي. د نن نه ۵۰ یا ۶۰ کاله وړاندې که به د کومې کورنۍ کوم ځوان له کور نه خوابدی شو او د کور د پریښودو ګواښ به یې وکړ نو د کورنۍ مشر به د غوسې نه ورته وویل چې ځه خدای(ج)  دې د کلکتې نه هم پسې تیر کړه. هغه وخت چې هوایې کرښې نه وې د افغانستان او خیبر پښتونخوا خلک د هند د بحر له لارې بیت الله شریف ته تلل، همدارنګه کله چې احمد شاه بابا د هند د مسلمانانو په غوښتنه په هند حملې کړي هیڅکله یې د مغلو، چنګیزاو یا فارسیانو په شان په قساوت او مرګ ژوبلې امر ندی کړی. له بلې خوا په لکونو غوریان، غزنویان او سوریان د محمدزیانو او سدوزیانو په شمول په هندي ټولنه کې مدغم شویدي. دا ټول پدې معنا دي چې د دغې سیمې یا خطي خلک له یو بل سره په یوه لاره تللی شي او یو تر بله کور کورګي جوړولی شي. که چېرته موږ له نړیوالو په ځانګړي ډول له اروپایانو زده کړه وکړو چې ۴۰۰ کاله وړاندې د امریکا له کشف سره په امریکایې ټولنه کې ورګډ شول او د کمال پوړیو ته ورسیدل ولې موږ دا کار ونکړو. که اروپایان په خپلو کې خپلې سل کلنې جګړې او مرګ ژوبلې هیرولی شي او اوس په یو ټغر ناست دي. ولې موږ کېننو په هند، پاکستان او افغانستان کې له خپل او د نړۍ له تاریخ نه ناخبره ځوانان پدې مصروف دي چې څنګه په کلتوري او تاریخي لحاظ له یو بل سره دا تړلي هیوادونه د تشبح خواته بوځي. سره لدې چې دا سیمه په اټومي لحاظ د نړۍ د زبرځواکونو سیاله ده خو پدې کې پاتې راغلي چې څنګه خپل مشکلات په سیمه ایزه کچه حل کړي.د آسیا میانه په شمول د دې سیمې دست ناخورده طبیعي منابع او شاوخوا دوه میلیارده نفوس د دې جوګه ده چې یو وخت نړیوال ځواک شي چې که له همدا اوس نه پدې کار وشي. هند او پاکستان په افغانستان کې له نیابتي جګړې لاس واخلي د کشمیر او ډیورنډ اړوند مسأله ۵۰ کاله وروسته یو ریفرنډوم او ټولپوښتنې ته پرېږدي او د فعلاً لپاره د لویو پروژو لکه د اوبو په مشترک مدیریت، د اسیا میانه نه د تیلو، ګازو او برق د انتقال، سوداګرۍ او په همدې مسیر یعنې جنوب نه تر شماله د تجاربو لېږد رالېږد ته او همدارنګه د لوړو زده کړو لپاره په همدې لیکه زمینه سازي وکړي.

 

په افغانستان کې د سولې راتګ تر ۸۰ ٪ فیصدو په همدې پورې تړلی ده. د امریکا دا تشویش چې د پاکستان اټوم ته د دوی په اصطلاح ترهګر لاسرسی پیدا نکړي د سیمې ثبات سره دا تشویش رفع کېږي. له امریکا سره د طالبانو د خبرو په اجندا کې باید دا خبره شامله وي چې دلته یعنې په افغانستان، پاکستان او هند کې باید نیابتي جګړې پای ومومي. دا درې واړه هیوادونه د نیابتي جګړې ښکار دي، څوک په لوړه کچه او څوک په ټيټه کچه. په افغانستان کې د امریکا او ناټو نظامي شکست ته په کتو ناټو او امریکا ته پکار دي چې له غوړې مړۍ تیر شي او پدې سیمه کې د ثبات، اقتصادي رغاونې او د تعلیم د کچې د لوړولو له لارې خپلو هیوادونو او خلکو ته لدې سیمې د خطر د پيښيدو امکانات صفر کړي. دا اوږد بحث ده خو ما یې پیل وکړ زه هیله مند یم چې پدې برخه کې د نظر خاوندان دا مسایل چې ما ورته اشاره وکړه وڅېړي او تاریخي بهیر رالنډ کړي که داسې ونکړي زما باور ده چې په طبیعي بهیر کې به ضرور دا سیمه لکه اروپا خپلې پولې له منځه وړي. که داسې ونکړي اقتصادي رغونه به مشکله وي او د دې دوه میلیارده وګړو خیټه مړول یو ارمان.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.