غزل

نقیب احمد اتل

545
د ملایانو دا فتوې منل ګناه نه لري
په شته نظام کې اوس لړل تپل ګناه لري
فرمان صادر شو د کوکنارو کرونده بنده شوه
عشر روا دی د چندو راوړل ګناه نه لري
د ښځو کار کول تعلیم کول عظیمه ګناه
بازار کې سوال زارۍ کول، ژړل ګناه نه لري
شراب حرام دي شراب ونه څښې دوزخ ته به ځې
د انسان مرګ د انسان وینې څښل ګناه نه لري
پام د ملي اردو عسکر چرته ژوندی پرې نه ږدئ
او له کافرو سره تلل راتلل ګناه نه لري
په بازار برید په ښوونځي برید او په مسجد بریدونه
استشهادي او فدایي کول ګناه نه لري
موسیقي کفر دی سندره اورېدل کفر دی
په جوماتونو کې اتڼ ګډل ګناه نه لري
ښوونځي ته تلل د جینکیو ناروا عمل دی
پردۍ تورسرې سپکول رټل ګناه نه لري
ملي بیرغ په لاس ولاړ ملي نارې چې وهي
د داسې خلکو ربړول تړل ګناه نه لري
کوم ځوان چې ږیره کلوي باید په سپکو سپک شي
تاته غلمان دي هلکان ساتل ګناه نه لري
پام کوئ پام د شتمنۍ ساتل مو دنده نه ده
د شتمنۍ تخریب، لوټل، سېزل ګناه نه لري
هغه حق نه لري چې هر وخت سپنې سپینې وایي
اتل دې مړ شي د اتل وژل ګناه نه لري

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.