پخواني قاضیان: طالبانو خپل جنګیالي زموږ پر ځای قاضیان ګمارلي

473

ویل کیږي طالبانو خپل هغه جنګیالي د قاضیانو په توګه ګمارلي چې د جګړې پرمهال به یې خپل مخالفین او اسیران محاکمه کول. پخواني قاضیان وایي، ممکنه نه ده، چې طالبان دې په محکمو کې په غیرې مسلکي کسانو عدالت تامین کړي.

د تېر میلادي کال د اګست په نیمایي کې د پخواني حکومت له پرځیدو او د طالبانو واکمنیدو سره، طالبانو د دولتي ادارو په مسؤلینو کې تغیير راوستی، خو په ټيټه کچه یې مامورین په خپلو دندو پریښودل. په همدې حال کې طالبانو د پخواني حکومت نږدې ټول قاضیان هم له دندو ګوښه کړي دي.

یو پخوانی قاضي عبدالله چې په څو ولایتونو کې یې د محکمو مشرتوب هم کړی دویچه ویله ته وویل، د طالبانو واکمنیدو سره په کور شوی دی او بې برخلیکه ترخطر لاندې ژوند کوي.

نوموړی وایي، طالبانو نږدې دوه نیم زره پخواني قاضیان په کور کړې دي او پر ځای یې طالب جنګیالي ګمارل شوې دي.

نوموړي وویل: « زه د قضا په مسلک کې تقریبآ په ۱۳۸۵ کال کې مقرر شوی یم، د څوارلس سوم کال د اسد تر ۲۴ مې پورې. چې دوی طالبان کله راغلل، خپل کسان یې مقرر کړل. هغه کسان یې مقرر کړل چې دوی سره په سنګر کې جنګیدلي وو او ټول هغه کسان محکمو کې ګماري چې جنګیالي وي. هغوی دغه مسلک سره اشنا نه دي او نه کومه تجربه لري.»

نوموړی وایي، فکر نه کوي طالبان په څو کلونو کې هم کومه تجربه ترلاسه کړي او محکمې وچلوي: « فکر نه کوم دوه یا درې کلونو کې دوی څه تجربه ترلاسه کړي، د قضا دنده ډېره مهمه ده. د قاضي هره خبره باید مستنده او مستعدله وي، دوی چې په قوانینو پوه نه شي، نو په څه به پریکړه کوي. که پریکړه کیږي قانوني مواد به ذکر کوي. هغو قوانینو سره خو دوی بیخي اشنا نه دي.»

د پکتیکا د استیناف محکمې پخواني رئیس عبدالتواب دویچه ویله ته وویل، طالبانو د ده په شمول د پکتیکا ټول قاضیان له دندو لرې کړي. نوموړی وایي، د طالبانو له لوري د دوی پر ځای ټول ګمارل شوي کسان غیرې مسلکي دي او هغوی نه شي کولی چې محاکم مخته یوسي.

نوموړي وویل: «اوس له دندې منفق شوی یم، زموږ د محکمو د غړو پر ځای هم نور کسان مقرر شوې دي. نوي کسان چې ټاکل شوې دي، هغوی پخواني قاضیان نه دي، هغوی نوي او غیرې مسلکي کسان دي. دوی نشي کولی، چې محکمې مخته یوسي، ځکه قضا او قضاوت دومره اسان کار نه دی.»

نوموړی اندیښمن دی چې په ناسم وضعیت او په سختو اقتصادي ستونزو کې اوس ژوند کوي.

په همدې حال کې عام افغانان د طالبانو د دې پریکړې په اړه اندیښنه لري او وایي چې ممکنه نه ده، هغه څوګ حقوقي او جزایي قضیو کې عدالت تامین کړي، چې هغوی زده کړې نه لري او له جګړې پرته یې هیڅ بل څه نه وي لیدلي.

د کابل یوه اوسیدونکي ذبیح الله دویچه ویله ته وویل چې د محکمو راتلونکی داسې خوا ته روان دی لکه د جګړې پرمهال به چې یو چا طالب جنګیالیو ته خپله عریضه وروړله.

ذبیح الله وایي:« محکمې به داسې شي، لکه د جنګ پرمهال به یو چا طالب جنګیالیو ته خپلې قضیې وروړلې. هغه وخت یې په غره کې پریکړې کولې، خو اوس به یې په دفتر کې کوي. فکر نه کوم چې عدالت دې تامین شي، ځکه دوی اکثره یې لوستي نه دي، ملایان دي او په قوانینو خبر نه دي.»

خو طالبان وایي، د ښه عدالت د تامین لپاره یې په محکمو کې تغيیرات راوستلي دي. د طالبانو د سترې محکمې ویاند مولوي عبدالبصیر مشعل دویچه ویله ته وویل چې د پخواني حکومت ډېر شمېر قاضیان په فساد کې ککړ ول او دوی یې پر ځای خپل کسان ګمارلي دي.

نوموړی د قاضیانو د مسلکیتوب په اړه وایي چې قضایي زده کړې په امریکایي پوهنتونونو کې نه، بلکې په دیني مدرسو کې ترلاسه کیږي.

مشعل په دې اړه وایي:« د عدل نظام اسلام پر قضا ولاړ دی او اسلامي قضایي سیستم امریکایي پوهنتونو کې نه تدریسېږي، بلکې اسلامي قضایي سیستم مدارسو کې په بنیادي توګه تدریسېږي. د افغانستان اسلامي امارت د ستري محکمې قاضیان ټول د اسلامي احکامو څخه په پوره توګه اګاه دي.«

داسې ویل کیږي چې طالبان په پام کې لري، تر ډېره د څارنوالیو دندې او صلاحیتونه هم سلب کړي او پر ځای یې د ټولو حقوقي قضیو د څیړنې او پریکړو صلاحیت محاکمو ته وسپاري.

دویچه ویله

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.