استاد ګل پاچا الفت ويناوې

عبدالواجد نیازی

1,406

۱ – هغه چې په شتو کې له لوږې مري، د هغوی لوږه له ناپوهۍ نه ده.

۲ – زه لوی او کوچني خلک په دې پېژنم چې لوی خلک پر راتلونکي او کوچني پر تېر فکر کوي.

 ۳ – سپي یوازې دخپل څښتن دښمن نه داړي، کله کله يې پر دوستانو هم حمله کوي.

 ۴ – ترمخدوم نه مې خادم او تر پیر نه مې مرید خوښېږي.

۵ – وپوهېدم چې دخیر او برکت خلک په ساده مسلمانانو کې موندلی شو.

۶ – زموږ ‌ډېر غمونه د خوښۍ په ډولۍ کې پټ دي.

 ۷ – ځیني وايي،خوښ خلک هغه دي چې غم نه لري، خو داسې نه ده، له هر چا سره د خوښۍ په اندازه غم دی.

۸ – ښه ده چې عقل او پوهه پرموږ ډېر تسلط نه لري، که نه ډېرې خوشالۍ به مو پر غم بدلې شوې وای.

 ۹ – د غم او خپګان یوه دنده دا ده چې د خوشالۍ ذایقه او خوندروزي.

۱۰ – موږ هغه شیان خوشالوي چې موږ یې ډېر خپه کړي یو.

۱۱ ـ  ځیني وخت خپګان او غمونه د خوشالۍ د راتلو زیری راکوي.

۱۲ ـ  په یاد ولر‌ئ چې تیز باران سېلابونه او تندر له ځان سره لري.

۱۳ ـ  جبر او اختیار په هرځای کې یو شان نه وي.

۱۴ ـ هر څومره چې د انسان په ژوند کې پرمختګ رامنځ ته کېږي، په هغومره اندازه جبر او مجبوریتونه کمېږي او اختیار او خپلواکي ډېریږي.

 ۱۵ ـ د زمانې دا عادت دی چې زاړه شیان له کاره باسي او نوي شیان په کار اچوي.

۱۶ ـ موږ تر خدمتګارانو باداران ښه پېژنو.

۱۷ ـ خوږوالی یو خوږوالی دی، خو په مختلفو ځایونو کې په بېل خوند او بېل نوم پیدا کېږي.

۱۸ ـ هره هغې خبره کې چې ابتکار وي، هغه د ادب پردې ته لویه اړتيا لري.

۱۹ ـ پر خلکو حکومت کول ګران نه، بلکې په هغو کې د لایقو او پوهو کسانو پېژندل ګران کار دی.

۲۰ ـ  ډېرې خبرې کوونکو او ډېر فکر کوونکو ته د کار خلک نه شو ویلای؛ ځکه تر ډېره د هغوى خبرې او فکر عملي جنبه نه لري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.