د چارلي چاپلين ويناوې

عبدالواجد نیازی

1,191

۱ ــ څومره تریخ دی، چې د کینې له مخې یې ولیکې او په خندا یې ولولي .

۲ ــ په دنیا کې د ټولو لپاره کافي ځای شته، پرځای د دې چې د چا ځای ونیسې، هڅه وکړه، چې خپل ځای پیدا کړې .

۳ ــ تر ټولو غوره دوست مې هېنداره ده، کله چې زه ژاړم، هغه نه خاندي .

۴ ــ د ژوند تر ټولو ستر خوند دا دی، چې له خوبه را ویښ شې او وګوري، چې بیا هم د ویده کېدلو فرصت لرې.

۵ ــ د چا لوڅ زړه دې چې ونه لیده، نو لوڅ بدن دې مه ور ښکاروه، هېڅکله د هغه چا لپاره چې ستا د کتلو په مانا نه پوهېږي له خپلو سترګو اوښکې مه تویوه، خپل زړه دې تش وساته، که چېرې کومه ورځ دې وغوښتل، چې چاته په خپل زړه کې ځای ورکړې، هڅه وکړه چې یوازې یو کس وي، هغه ته ووایه، چې له ځانه ډېره او له الله (ج) څخه کمه مینه در سره لرم، ځکه په الله (ج) باندې باور لرم او تاته اړتیا لرم .

۶ ـــ د ښځو ځان غوښتنه د هغوی د بربادۍ تر ټولو لوی لامل او د کورنیو له منځه تګ دی، هېڅ څیز د ښځو د ځان غوښتنې په کچه کورنۍ نه دي ورانې کړي .

۷ ـــ په پیسو کولای شو : کور واخلو، خو ځاله نه. بستره واخلو، خو خوب نه. ساعت واخلو، خو وخت نه . کولای شو مقام واخلو، خو درنښت نه. کولای شو کتاب واخلو، خو پوهه نه . درمل واخلو، خو درملنه نه . بالاخره کولای شو زړه واخلو، خو مینه نه .

۸ ـــ ښه انسان اوسه، مګر نوروته د اثبات له پاره یې خپل وخت مه ضایع کوه .

۹ ـــ زه په ژوند کې ډېرې ستونزې لرم، مګر شونډې مې ترې خبرې نه دي او تل خاندي .

۱۰ ـــ زما تېروتنه دا وه، چې په هرځای کې وځورېدم، وخندېدم، فکر یې وکړ چې درد نه لري، لاپسې کلک ګوزارونه یې راکړل .

۱۱ ـــ افسوس هرڅومره هڅه مې چې وکړه، چې خلک پوه شي، خو یوازې وخندېدل .

۱۲ ـــ که چېرې خوشاله وې، ورو وخانده، ترڅو غم را ویښ نه شي او که چېرې غمجن وې، نو ورو وژاړه، ترڅو خوښي ناهیلې نه شي .

۱۳ ـــ تاسو هغه مهال ځواک ته اړتیا لرئ، چې وغواړئ په ناوړه کارونو لاس پورې کړئ، که نه نو مینه د ټولو کارونو د ترسره کولو له پاره بسنه کوي .

۱۴ ـــ مهربان و اوسه او هرچا ته چې رسېږي، نو موسکی شه، ته نه پوهېږې، چې په خلکو څه تېرېږي، کېدای شي ستا موسکا هغوی ته د یوې ازښتمنې خزانې په څېر وي او هغوی هغې موسکا ته ډېره اړتیا ولري .

۱۵ ـــ له دښمن نه دې یو ځل او له دوست نه دې زر ځله ووېرېږه .

۱۶ ـــ زه په باران کې په قدم وهلو مئین یم، ځکه هېڅوک نه شي کولای، چې زما اوښکې وویني .

۱۷ ـــ یوازې هغه کسان، چې ورسره مینه نه ده شوې، کرکه کوي، یوازې هغوی او غیر طبیعي انسانان .

۱۸ ـــ ژوند کولای شي فوق العاده وي، که چېرې نور مو په خپل حال پرېږدي .

۱۹ ـــ هېڅوک دومره بېوزله نه دی، چې ونه شي کولای چا ته موسکا ور وبښي او هېڅوک دومره شتمن نه دی، چې موسکا ته اړتیا ونه لري .

۲۰ ـــ زده کړي مې دي، په ژوند کې یوازې هغه څوک ما خوشالوي، چې راته ووایي: تا زه خوشاله کړم .

۲۱ تاسو هېڅکله خپل کور ته غل نه پرېږدئ، نو ولې هغو افکارو ته په خپل ذهن کې د هستوګنې اجازه ورکوئ، چې ستاسو خوشالي غلا کوي .

۲۲ ـــ د دوه بدمرغیو ترمنځ واټن ته نېکمرغي وایي .

۲۳ ـــ ژوند یوه ستونزه نه ده، چې حل یې کړې، بلکې یوه ډالۍ ده، چې باید ترې خوند واخلې .

۲۴ ـــ بېوزله او وږی انسان له ټیټ او بې مینې انسان څخه غوره دی .

۲۵ ـــ د نړۍ تر ټولو غوره الماس لمر دی، چې له ښه مرغه د ټولو په غاړو ځلېږي .

۲۶ ـــ بربنډتوب زموږ د عصر ناروغي ده .

۲۷ ـــ کله چې ژوند تاسو ته د ژړا له پاره سل دلیله درښیي، نو تاسو د خندا له پاره زر دلیله ور وښیئ .

۲۸ ـــ واده بازار ته تګ په څېر دی، ترڅو چې پیسې، اړتیا او اراده ونه لرې، نو بازار ته مه ځه .

۲۹ ـــ ما موندلي، چې سترې مفکورې هغه مهال ذهن ته لاره پیدا کوي، چې د دا ډول مفکورو د لرلو هوډ ولرو .

۳۰ ـــ کېدای شي ژوند هغه جشن نه وي، چې تا یې هیله لرله، مګر اوس چې ورته بلل شوی یې، ترڅو چې کولای شې ښکلی وناڅه .

۳۱ ـــ دا زموږ د ژوند یو له تضادونو څخه دی، چې انسان تل ناسم کار تر ټولو غوره او ممکن وخت کې ترسره کوي .

۳۲ ـــ حتا ځان خوشاله ښودل، هم نورو ته خوښي ور بښلی شي .

۳۳ ـــ که چېرې کومه ورځ درسره خیانت وشو، نو پوه شه چې ارزښت دې لوړ دی .

۳۴ ـــ تر ټولو ځلانده تاج، چې خلک یې په خپل سر باندې ږدي، په اور غالي کې جوړ شوی دی .

۳۵ ـــ حتا غوره اولاد هم د مور او پلار د روح دښمن دی .

۳۶ ـــ له خند پرته ورځ، هغه ورځ ده، چې بېځایه تېره شوې ده .

۳۷ ـــ بشپر نقاش هغه څوک دی، چې له هېڅ څخه ځانته سوژه جوړه کړي .

۳۸ ـــ که چېرې غواړئ، چې دښمنان مو وګواښئ، نو له خپلو دوستانو سره ښېګڼه وکړئ.

۳۹ ـــ زده کړي مې دي، چې نباید د ماشوم له لوري ډالۍ ته نه ووایم .

۴۰ ـــ زده کړي مې دي، چې د هغه چا له پاره دعا وکړم، چې په هېڅ ډول ورسره مرسته نه شم کولای .

۴۱ ـــ زده کړي مې دي، چې په پیسو شخصیت نه اخیستل کېږي .

۴۲ ـــ کله وخت د له لاسه ورکولو له پاره هېڅ نه لرم، په سړه سینه یې منم او خپلو بدمرغیو ته موسکی کېږم … خلک داسې فکر کوي، چې هېڅ ستونزه نه لرم، مګر له ستونزو پرته ژوند یوازې یو خوب دی، سړی نه شي کولای، چې تل ویده شي .

۴۳ ـــ موسکا وکړه ! پرته له تمې د دنیا په ځواب پوه شه، یوه ورځ به دنیا دومره شرمنده شي، چې د موسکا د ځواب پرځای به ستا ټولو سازونو ته وناڅي .

۴۴ ـــ زده کړي مې دي، چې یوازې کوچنې ورځنى پېښې دي، چې ژوند ننداره کوي .

۴۵ ـــ زده کړي مې دي، چې له حقایقو سترګې پټول، په هغو کې بدلون نه شي را وستلای.

۴۶ ــ زده کړي مې دي، چې دا مینه ده، چې ټپونو رغوي، نه وخت .

۴۷ ــ زده کړي مې دي، چې کله له چاسره مخامخ کېږو، نو له موږ څخه د موسکا تمه لري .

۴۸ ــ آخر هر څه ښه کېږي، که ښه نه شول، نو وخت یې نه دی را رسېدلی .

۴۹ ــ زده کړي مې دي، چې د خپلې مور له مرګه مخکې، یو ځل زیات ورته ووایم، چې مینه درسره لرم .

۵۰ ـــ زده کړي مې دي، چې موسکا تر ټولو ارزانه لاره ده، چې د هغې په وسیله کولای شو، خپل لید پراخ کړو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.