مارګریته شتایف څوک وه؟

566

مارګریته شتایف څوک وه؟

د هر ځای او د هرې سیمې ماشومان د لوبو له سامان سره مینه لري. د لوبو د سامانونو یوه داسې فابریکه، چې نړیوال شهرت یې بیاموند، د شتایف فابریکه وه. دې کارخانې د ماشومانو لپاره د لوبو وړین لوب ژوي جوړول او ټولې نړې ته یې صادرول. په لومړي ځل د وړینو لوبو فیل د مارګریته له خوا وګنډل شو.
مارګریته شتایف د خپلو څلورو خویندو او وروڼو تر منځ د کور درېیمه ماشومه وه، چې د ۱۸۴۷ کال د جولای په ۲۴ مه د المان په (Giengen an der Brenz) سیمه کې و زيږیده. په یو نیم کلنۍ کې ناروغه شوه او تر اوږدې تبې وروسته یې ټول وجود شل شو. دا ناروغي اوس د ماشومانو د فلج په نوم یادیږي.
مارګریته په سختو شرایطو کې لوییده. خو سره له دې یې بیا هم د خپل ماشومتوب مستي نه هېره وله. دا به له نورو ماشومانو سره لوبیده. له خپلې مور سره به يې هم مرسته کوله. او کله چې لږ څه ځوانۍ ته ورسیده نو په هغه ماشومانو به یې پام ساته، چې میندو یې له کوره بهر کار کاوه. دې له ماشومانو سره مینه درلوده. او د دوی له لوبو یې خوند اخیست.
دا چې مارګریته په پښو شله وه او تګ یې نه شو کاوه، نو له هغه کارونو سره یې ډېره لېوالتیا وه، چې ځای پر ځای به سرته کېدل. یو له دې کارونو څخه د کالیو ګنډل و. مارګریتې د خیاطۍ په برخه کې مسلکي زده کړې وکړې. په ۱۸۷۴ کال کې یې له خپلې خور سره په ګډه د ګنډونکي په توګه کار پیل کړ. د وړې خیاط خانې کار یې ورځ په ورځ ښه کېده. تر څو چې په کال ۱۸۷۷ کې یې د نږدې خپلوانو له خوا یوه لویه کار خانه جوړه شوه او دا یې له نورو تکړه ګنډونکو سره یو ځای په کار کې ونیوله. د همدې کار په اوږدو کې یوه ورځ مارګریتې د یوې مجلې په پاڼه کې دلوبو د فیل سکڼل (برش کول) ولیدل. دا د لوبو فیل یې په پاڼه کې د نمونې له مخې برش کړ، ویې ګنډه او له مالوچو یې ډک کړ. نوموړي فیل په لږ وخت کې ډېر شهرت بیاموند. د دوی په کارخانه کې ټولې ګنډونکي د فیلانو په جوړولو بوختې شوې. مارګریته څه وخت وروسته د نورو لوب ژوو په جوړولو لګیا شوه . او د لومړي ځل لپاره یې د لوبو یږ هم جوړ کړ. په لږ وخت کې د لوبو یږ دومره مشهور شو، چې د شهرت اوازه یې نورو هېوادونو ته هم ورسېده. په ۱۹۰۲ کال کې د مارګریتې وراره ریچارد شتایف د یږ په جوړولو کې بدلون راوست. هغه د یږ لاسونه اوپښې داسې جوړ کړل، چې یږ وخوځيږي.

مارګریته شتایف د ۱۹۰۹ کال د می په نهمه نېټه د ورپېښې ناروغۍ له امله مړه شوه. د مارګریته شتایف د ژوند په اړه فلم هم جوړ شوی دی. همدارنګه د Giengen an der Brenz په سیمه کې یوه ښوونځی هم د دې په نوم نومول شوی دی. له هغه کارخانې څخه، چې مارګریتې په کې کار کاوه اوس موزیم جوړ شوی او (د مارګریتې نړۍ) په نوم یادیږي. په دې موزیم کې لومړني وړین لوب ژوي او د مارګریتې کاري وسایل او د دې له ژوند سره تړلي ډېر توکي په کې خوندي شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.