مرجان

عبدالعزیز نایبي

1,000

 سمندري ژوی ده چې زرګر ترې امېل او نورې ګاڼې جوړوي. مجازآ د اننګو سوروالی او ښایسته رُخسار، « اکه اکبر» د کابل ژوبڼ په زمري دا نوم ایښی وو«مرجان!»، هغه مهال چې د مرجان د خوړو درک نه وو معلوم او هیچا ری پرې نه واهه، «اکه اکبر» د ښار په قصابېو ګرځېده او هغه ته ېې په خواست خواړه برابرول. اوس دوی دواړه له نړۍ کوچېدلي، خو وېرجنې کیسې ېې لا ژوندۍ دي.

د جهادي تنظیمونو د خپلمنځېو جګړو پرمهال، کابل ژوبڼ د جګړې لومړۍ کرښه وه. روایات دي چې ښکېلو لورو به خپل اسیران په مرجان داړل. یوه ورځ کوم ټوپکمار په باټو راغلی، د زړه ورتوب پیښې ېې کړي او ملګرو سره ېې شرط تړلی چې د مرجان د قفس انګړ ته به ننوځي او پر هغه به لاس راکاږي. همدا چې یاد کس انګړ ته ننوځي او د مرجان د جوړې «جوجه» پر سر لاس ږدي، ناڅاپه مرجان په غړمبېدو شي او د سترګو رپ کې سړی له دنُیا تېر کړي. د پېښې په سبا د داړل شوي ټوپکوال ورور د غچ اخیستلو په نیت ژوبڼ ته ورځي او مرجان باندې د لاسي بمونو برید کوي. مرجان له برید ژوندی راوځي خو یوه سترګه ېې ړنده، غوږونه ېې کاڼه او غاښونه ېې ماتیږي. د بم یوه چره ېې هم کوپړۍ کې بنده، پښه ېې عیبي او پر لار تګ ېې ستونزمن شي.

کله چې کابل طالبانو ونیوه، مرجان لا هم له کړاوه ‌‌‌‌‌‌ډک ژوند درلود، په کاڼو ویشتل کېده او د مرجان د وژلو نیت وو، خو وېل کیږي چې د ژوبڼ کوم ساتونکي د طالبانو مسوول مشر ته وېلې وو چې هغه دې نه وژني، ځکه پیغمبر (ص) هم په ترحُم ټینګار کړی او د ژویو ساتلو سره ېې علاقه درلوده. په دې ډول مرجان ژوندی پاتې کیږي. همدا چې له کابله د طالبانو د واک ټغر ټول شو، مرجان ته د نړیوالو رسنېو پام شو او د هغه له حاله ېې دُنیا خبره کړه. د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د مرجان د درملنې او کابل ژوبڼ د بیا رغونې له پاره بسپنه ټوله شوه. د ژویو د ساتنې نړیوالې ټولنې او بې پولې ډاکترانو د مرجان درملنې ته مټې ونغاړلې.

که څه هم مرجان د کابل له بدو ورځو خپله برخه اخیستې وه، خو له مرګ وړاندې څو اونۍ ېې ښايي د عشرت تر ټولو ښه موده وه. مرجان ته له ځنډ پرته خواړه رسېدل، د هغه ساتونکو هم کلونه وروسته معاشونه واخېستل. خو مرجان نور بوډا او ستومانه وو، د بډوډو او ځیګر ناروغۍ هغه د مځکې کړ. څو پرلپسې ورځې ېې خوراک څښاک پرېښود، ترهغو چې د ۲۰۰۲ میلادي کال د جنوري په ۲۵ نیټه مړ او د ژوبڼ په انګړ کې خښ شو. د برونزو څلورسوه پونډه (۱۸۱- کیلوګرام) وزمینه مجسمه ېې جوړه او د ژوبڼ لوېې دروازې مخې ته نصب شوه، څو د کابل د خونړیو او ویرجنو کلونو یوه نښه پاتې شي. هغه دوه کلنۍ کې د آلمان د «کولن» ژوبڼ لخوا، کابل ژوبڼ ته (۱۹۷۸.م) کال کې ډالۍ شوی وو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.