پروپاګند

عبدالعزیز نایبي

1,237

زمونږ د سیمې نائي د خبرو ګوډی وو، که به ېې کڅوړه خوله له نصوارو هم ډکه وه؛ نه پرچاویده! په میلټ کې به ېې د افغانستان او سیمې خبرې د راډیو د خبري سرویس په څیر درواورولې. هغه د راډیو ښه اورېدونکی وو، کوم خبر به ېې چې په طبعه نه وو برابر، د عادت له مخې به ېې لکۍ پسې دا اصطلاح ورغوټه کړه:«خوشې پروپاګند ده!».

یوه ورځ ېې زما ویښته پریټول، د بیاتي کړچهاری ېې خاته او دی هم چالند وو، په خبرو کې د پروپاګند په اصطلاح وربرابر شو، ناڅاپه مې ورغږ کړ:« آکا! دا پروپاګند څه مانا؟»، نصوار ېې د دوکان د اخیړ کنډوکپرغولي ته ور تو کړل او وېې ویل:«هسې کړتې، دروغجنې خبرې».

کابل کې چې د کورنۍ جګړو اور تود وو، پلار به مې سهار ماښام د راډیو اوریدل نه قضا کاوه. مونږ به هم ورته غوږ وو. کله کله به مې نا آشنا کلمې ترغوږه شوې، کرار به مې د مانا پوښتنه وکړه. پلار مې د خبرونو اوریدو کې جدي وو، اخلال ېې نه خوښېده. لنډ به ېې راته وویل: انارشي یعنی ګډوډي، ویتو یعنی ردول، پروپاګند یعنی ډنډوره – تبلیغ….

ارواښاد جمال الدین امیل زمونږ ګاونډی وو. اصل کې پوځي منصبدار وو، خو په الجبر ښه پوهیده! په دې مضون کې مې چندان خونده نه وه، کله کله به د زده کړې له پاره ورتلم. یوه ورځ نه پوهیږم چې څنګه د درس پرمهال د پروپاګند کلمه یاده شوه، د کنجکاوۍ له مخې مې له استاذه توضیح وغوښته. هغه په ډیره مهربانۍ د خپلو شخصي یاداشتونو کتابچه راکړه چې په یوه پاڼه کې ېې د پروپاګند شرحه داسې راغلې وه:

«پروپاګند اصل کې لاتینه کلمه ده چې د خبراوي او تبلیغ مانا افاده کوي. په اصطلاح کې هرهغه عقیده او پیغام چې د یوه ټاکلي هدف په موخه د اخبار، کتاب، غونډو، سینما، راډیو او ټلویزیون له طریقه د خلکو ترمنځ خپور شي، پروپاګند دی. پروپاګند ته د سیاسي جګړې اوزار یا تبلیغاتي جنګ هم ویل کیږي.»

تر دې ځایه مې لږلږ سر خلاص شوی وو، خو چې پوهنتون او پوهنځي ته لاړم نو د عامه افکارو په مضمون کې مو دا اصطلاح ښه وشاربله. ارواښاد پوهاند هدایت الله وفا مونږ ته پروپاګند داسې تعریف کړی وو:

«پروپاګند د هغوعقایدو، اطلاعاتو او ګونګوسو خپریدل دي چې یوېې ادارې، باور یا ځانګړي شخصیت ته د ګټې یا زیان د اړولو په منظور ترسره کیږي. په بله وینا، پروپاګند هغه عقاید، حقایق یا تورونه دي چې د فردي، ډله ایز او ټولنیزو موخو د پرمخ وړلو په نیت، یا د نورو د موخو او پرمختګ د شنډولو له پاره ترسره کیږي.»

پروپاګند د ارمانونو د پلي کیدا له پاره ځواکمنه وسیله ده چې د سیاسي ځواک د لاس ته راوړلو او ساتلو په موخه ورڅخه ګټه اخیستل کیږي. پروپاګند د عامه افکارو د استقامت په ټاکلو، جوړښت او سازماندهۍ کې خورا ارزښتمن رول لوبوي. نن سبا که د ټکنالوژۍ ودې د انسانانو ترمنځ اړیکې چټکې او پراخې کړيدي؛ د پروپاګند له اغیزې ېې هم د هغوي تیښته ناشونې کړې ده. کیدای شي انسان په رمزونو، چلونو، پټ او غیر مرعي ډول د تبلیغاتو تر اثر لاندې راشي.

دا چې د پیښو په اړه له خلکو د قضاوت اختیار وانخیستل شي، د پروپاګند ځینې ډولونه دلته را اخلو:

۱- تور پورې کول – سپکه ژبه

د یوېې مخالفې ډلې پرضد د خلکو د غُصې او کرکې د پارولو له پاره کارول کیږي. دا ډول پروپاګند له مخالفو ډلو سره د بحث او استدلال اړتیا له منځه وړي.

۲- غولونکي شعارونه

دې ډول پروپاګند کې مبلغ هڅه کوي چې د ګُنګ او متحدالماله شعارونو په ورکولو عامه افکار خپل کړي. پیغام معمولا پرځینو ارزښتونو لکه شرافت، دین، هیوادپالنې او توکم پالنې څرخیږي. ښاخونه ېې دا دي:

سپین پروپاګند:

 پروپاګند کې د پیغام سرچینه کاملا څرګنده او د اطلاعاتو په خپراوي کې له پوره غور څخه کار اخیستل شوی وي.

خړ پروپاګند:

دې ډول پروپاګند کې د پیغام سرچینه نه وي روښانه، او کره اطلاعات نه وړاندې کیږي.

تور پروپاګند:

هغه ناسم اطلاعات دي چې سرچینه نه لري. دې ډول پروپاګند کې هر ډول جعل او تخریب ترسره کیږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.