نوې اختریزې لنډۍ

1,982

دریمه برخه

د ویر اختر به څه اختر وي

ډک دي له ویر نه زموږ کلي او چمونه

 

د وږي نس به څه اختر وي

اختر هغه دی چې څو وږي ماړه شینه

 

پرون د وږو ټولي ویلې

د وږو تږو کره نه شته اخترونه

 

د اختریزو لنډیو دوې برخې مې تېر کال خپرې کړې وې، سږ مې یې دوې برخې نورې برابرې کړې دي چې د دې اختر په پار یې خپروم:

اختره ته مې په کار نه یې

چې نه مې یار شته نه ډوډۍ نه راحتونه

اختره زموږ خوا ته رانشې

زموږ پکار نه ده خوشحالي او اخترونه

د ویر اختر به څه اختر وي

ډک دي له ویر نه زموږ کلي او چمونه

نارې وهو نارې څوک ناوري

چې سروکار مو دی له ویر او له غمونه

د وږي نس به څه اختر وي

اختر هغه دی چې څو وږي ماړه شینه

د اختر درې ورځې هم لاړې

پــر لار ولاړه، بــې ديـــدنـــه پـاتـې شـومـه

وروڼو اختر ته خویندې بوتلې

بې وروڼو خویندې دیوالۀ ته ناستې دینه

اختر ته اوس نه خوشحالېـږم

چې پر وطن باندې حاکم دي ډېر غمونه

پرون د وږو ټولي ویلې

د وږو تږو کره نه شته اخترونه

اختر ته هېڅ نه خوشحالېـږم

اختر به څه کړم ټول روان وږي نسونه

اختر که راشي که رانشي

د خلکو تریخ ژوندون کې نه شته بدلونونه

اختر به هلته ښه اختر وي

چې ماشومان کوڅو کې ونکړي سوالونه

اختره اوس بختور نه یې

چې لوی واړه پر لار روان زوړند سرونه

اختره ستا خوشحالي څه کړو

د ډېری خلکو پر سر بار دلۍ غمونه

اختره مه راځه دې خوا ته

دلته به سر شې په ژړا او په ویرونه

اختر چې راغی خلک وايي

تر جامو تېر یو راماړه کړئ دا نسونه

اختر راځي بیا راروان دی

لکه د تېر کال به بیا وړي یو پنډ ویرونه

اختره بلې خوا ته لاړ شه

زموږ د کلي خلک ډېر لري غمونه

موږ ته خوښي راکوی نه شي

که په یوه کال کې لس راشي اخترونه

تر اختر تېر یو موږ وهئ مه

زموږ بدن باندې لا شته دي ډېر ټپونه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.