د بخښنې نړیوال سازمان وايي، د طالبانو حکومت له ټولنې څخه د ښځو د رول د بشپړ ورکولو په لټه کې دی.
په افغانستان کې د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو د نوي فرمان په تړاو غبرګونونه دوام لري.
د بخښنې نړیوال سازمان امنیسټي انټرنېشنل وايي، د اجباري حجاب په اړه د طالبانو فرمان او له کوره د ښځو د وتلو په سر بندیز د نړیوالو بشري قوانینو خلاف کار دی.
د دې سازمان د جنوبي اسیا کمپاینرې سمیرا حمیدي ازادي راډیو ته وویل، طالبان د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د خپلو پخوانیو ژمنو خلاف عمل کوي.
هغه وايي: “له بده مرغه طالبان ښځو ته د افغانستان د نیمايي نفوس او د پام وړ فیصدي په سترګه نه ګوري. هغوی د ښځو په اړه تر ډېره بریده ابزاري نظر لري. دا د افغانستان د نیمایي نفوس په اړه خورا منفي نظر دی. په ښځو او نجونو باندې د دا ډول نویو فشارونو سره موږ له بده مرغه د دې شاهدان و اوسو چې طالبان له ټولنې څخه د ښځو د بشپړ(رول) د ورکېدو په لټه کې دي.”
د طالبانو حکومت د شنبې په ورځ یو فرمان صادر کړ، چې له مخې یې ښځې باید بهر چادري یا بشپړ حجاب واغوندي او بې ضرورته له کوره نه وځي.
په فرمان کې راغلي، چې د سرغړونې په صورت کې به د کورنۍ مشر مجازات کېږي.
د بشري حقونو د څار سازمان هیومن رایټس واچ د ښځو د برخې مرستیاله هیدر بار وايي، د نړۍ هېوادونه د ښځو د حقونو په برخه کې پر طالبانو د فشار په راوستلو کې پاتې راغلي دي.
هغې د ښځو په اړه د طالبانو د فرمانونو په تړاو د کاناډا، فرانسې، جرمني او سویډن پر چوپتیا سختې نیوکې کړې دي.
دا څلور هېوادونه د ښځو د حقونو د دفاع لپاره بهرنۍ تګلارې لري.
د ښځو د حقونو فعاله نرګس نثار وايي، افغانستان اوس د ښځو لپاره زندان دی.
نثار وویل: “له هغې ورځې چې طالبان راغلل، موږ له هرې هیلې او تمې څخه مايوسه شوي يو. لومړی د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې وتړل شوې، اوس حجاب اجباري شوی دی.”
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو نږدې نهه میاشتې وروسته تر شپږم ټولګي پورې نجونې ښوونځيو ته د تلو اجازه نه لري.
د ښځو لپاره له محرم پرته پر سفر بندیز، هغوی ته د موټر د چلولو جواز نه ورکول، له کوره د وتلو پر سر بندیز ( بې موجبه وتل) او جبري حجاب د نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو د سازمانونو جدي اندېښنې پارولي دي.
که څه هم د طالبانو حکومت تر اوسه د کوم هیواد له خوا په رسمیت نه دی پېژندل شوی، خو نړیواله ټولنه په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو رعایت له طالبانو سره د تعامل له مهمو شرطونو یادوي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.