پنځه ډوله خوراکونه د سترګو روغتيا کې مرسته کوي

681

پنځه ډوله خوراکونه د سترګو روغتيا کې مرسته کوي

سترګې د روح کړکۍ بلل کيږي او بايد د روغتيا په اړه يې جدي پاملرنه وشي. په ځانګړې توګه د عمر په تېرېدو سترګې خپل فعاليت کموي او کله خو لا بيخي کار پريږدي.

د يادونې وړ ده، چې کله سترګې روغې وي، نو زموږ سترګې رڼا ډېره ښه محسوسوي او کله چې کمزورې شي، نو هر څه ورته خړپړ ښکاري او د دنيا له رنګونو هېڅ خوند نشي اخيستی.

طبي کارپوهان وايي، که غواړئ، چې سترګې مو تل ښې فعالې وي، نو لاندې ياد شوي خوراکونه مو د سترګو روغتيا کې ښه مرسته کولای شي.

ګازرې: ګازرو کې بيټاکروټين مواد «وټامن اې» ډېر زيات وي او د انسان عمر د زياتېدو سره، چې کومه کمزوري راځي، د هغې مخه نيسي او د سترګو د رڼا او غمي ساتنه کې مهم رول لري.

پالک: پالکو کې وټامن سي، بيټاکروټيڼ، ليوټين اوزيکسنټيڼ مقوي مواد دي.

طبي څېړنو ثابته کړې، چې نوموړي مقوي مواد د سترګو د نظر او غمي روغ ساتلو کې ځانګړی رول لري.

مالټې: مالټې ليوټيڼ او زيکسټين لرونکي مقوي ميوه ده او د سترګو روغتيا لپاره ډېر اغېزمن ثابت شوي دي.

هګۍ: هګۍ هم د ليوټيڼ او زيکسټين تر څنګ «زېنک» مقوي مواد لرونکي دي، چې د عمر تېرېدو سره سترګې له کمزورۍ ساتي.

مګر هغه کسان، چې د فشار، فالج يا ګردې تکليفونه لري، بايد هغوی يې له خوړلو ډډه وکړي.

ماهي: د ماهيانو خوړل هم د انساني بدن په ځانګړې توګه د سترګو د حفاظت لپاره ډېر مهم او په زړه پوره خوراک دی، چې سترګې له وچېدو، پردې او د نظر له کمزورۍ ژغوري.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.