د پېگمالیون انتظار

بریال حبیبي

814

پیګمالیون د هغه مجسمه جوړونکي نوم دی، چې پخپل لاس جوړه کړه شوې مجسمه مین شو؛ ده به مجسمه په غېږه کې نیوه او ورو ورو به یې داسې احساسوله چې د یادې مجسمې ډبرینوالی کمېږي.
مجسمه ورو ورو نرمه شوه او بالاخره لکه د یو انسان جسم، پیګمالیون ته په غېږه کې ورغله؛ که رښتیا شي نو پیګمالیون په حقیقت کې په هغه انځور زړه وبایلود، چې پخپل ذهن کې یې له خپل محبوب نه جوړ کړی وو.
له یادې یوناني افسانې نه نوموتي ایرلنډي لیکوال (جورج برنارد شاو) الهام واخیست او د پیګمالیون ډرامه یې وکښله؛ په یاده ډرامه کې د ډرامې یو کرکټر (الیزا دولتیل) وایي:
((باید ووایو چې له آره د یوې ښځې او یوې خدمتګارې توپیر په دې کې نه دی، چې هغوی څنګه چلند کوي بلکې په دې کې دی چې له هغوی سره څنګه چلند کېږي؟
زه د پروفیسور هیګینز لپاره تل یوه خدمتګاره یم، ځکه ده له ما سره همېشه د یوې خدمتګارې غوندې سلوک کړی او لا یې کوي؛ خو پر دې پوهېږم چې زه ستا لپاره یوه معززه مېرمن کېدلای شم، ځکه تا تل له ما سره د یوې مېرمنې غوندې چلند کړی او لا یې کوې.))
دمګړۍ پېګمالیون د (انتظار) او (پر واقعیت د انتظار د اغېز) سېمبول دی.
کله چې تاسو له یو انسان څخه د کوم څه انتظار لرئ، نو ستاسو دغه انتظار ورو ورو په یاد کس کې د بېلابېلو ځواکمنیو/ کمزوریو او… د ودې سبب ګرځي؛ دغه پديده د (پېګمالیون اغېز) بلل کېږي او په بېلابېلو علومو او هنرونو کې یې د کارېدلو او رامنځته کېدلو ځای شته؛ د بېلګې په توګه:
کله چې یو مدیر/ رئیس فکر کوي، چې پلانی کارکوونکی یې پخپلو ورسپارلو شویو چارو کې کمزوری دی؛ نو که له یوې خوا د چارو په مؤثر او مثمر ترسراوي کې پرې د مدیر/ رئیس باور له منځه ځي، نو له بلې خوا دغه چاره د یاد کارمند له فزیکي فعالیت سره سره له اروایي اړخه د نوموړي په عزت نفس او د خپل ځان په اړه په ذهني انځور هم منفي اغېز پرېباسي؛
همداسې د پورتنۍ بېلګې اپوټه درواخلئ…!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.